د طالبانو واکمنۍ کې ژوند - "نارینه محرم دې چېرې دی؟"

Afghans shop for food in a Kabul bazaar.

د عکس سرچینه، Anadolu Agency

    • Author, لیس دوسېټ
    • دنده, د بي بي سي د نړیوالو چارو خبریاله - کابل

کابل کې د تلاشۍ یوه پوسته کې طالب وسلوال له یوې ځوانې مېرمنې پوښتنه کوي چې نارینه محرم یې چېرې دی. دا مېرمن د یوه ښاري ټکسي د شا سیټ کې سفر کوي.‌ پر ټکسي هم د طالبان بیرغ لګېدلی.

طالب وسلوال مېرمنې ته وایي چې مېړه ته دې زنګ ووهه.‌ مېرمن ورته وایي چې تیلیفون یې ورسره نشته.‌

طالب وسلوال دا مېرمن یو بل ټکسي ته سپاري. موټروان ته وایي، کور ته یې بوځه او له مېړه سره یې یو ځای بېرته دلته راوله.

همداسې کېږي. لږ وروسته مېرمن له خپل مېړه سره د تلاشۍ هماغې پوستې ته راځي او ستونزه حل کېږي.‌

که د کابل ښار ظاهري بڼه وګورئ نو هر څه عادي ښکاري، ژوند روان دی،‌ بازارونو او هټۍ پرانیستې دي او خلک ګرځي.

خو حقیقت دا دی چې دې ښار کې ژوند بدل شوی.‌ اوس کابل د طالبانو د اعلامیو پر بنسټ اداره کېږي، او طالب وسلوال یې لارو کوڅو کې ښکاري.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې خپلو وسلوالو ته وویل، له خلکو سره باید نرم چلن وکړي، ځکه افغانان ډېر زیات کړېدلي دي.

خلک خپله هم پوهېږي چې د طالبانو دویمه واکمنۍ کې باید څه وکړي او څه ونکړي.‌

پر کابل د دې ډلې حیرانوونکې ولکې سره سم ځینو نارینه و ږیره وساتله، مېرمنو تور ټکري پر سر کړل او اوږده کمیسونه یې واغوستل.

اوسمهال کابل کې وضعیت داسې دی چې د هېڅه په اړه اټکل نشي کېدلی، او یو ډول د ناکرارۍ فضا حاکمه ده.

خوبونه مې نیمګړي پاتې شول

Maryam Rajaee was teaching when the Taliban took over
د عکس تشریح، مریم رجایي د ګڼو افغان مېرمنو په څېر خپل راتلونکي ته خپه ده

پر موبایل او کمپیوټر مې هره شېبه د افغانانو او نورو خلکو سلګونه پیغامونه راځي. ډېری افغانان رانه نن سبا مشوره غواړي.‌ راته لیکي، "اوس موږ باید څه وکړو؟".

په کابل کې مېشت بې شمېره کسان له دې ښاره د وتلو په چاره کې مرسته غواړي. دوی ملامت هم نه دي. مریم رجایي د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې د ښخینه څارنوالانو روزونکي‌ وه.

د اګست پر پنځلسمه، یعنی د طالبانو د راتګ پر ورځ هم کابل کې په یوه ورکشاپ کې بوخته وه.

خپلو زدکوونکو ته یې د ورپېښ خطر په اړه وویل. هغوی ټینګار درلود چې باید مېرمنې خپلو دندو ته دوام ورکړي.

خو داسې ونشول. مریم له هماغې ورځې راهیسې له خپلو دوو ماشومانو او کورنۍ سره یو ځای په تېښته ده. کله یو کور کې پناه اخلي‌ او کله بل ځای.

درې کلنه لور یې نیلوفر د کوټې په کونج کې خپلو لوبتوکو سره بوخت ده. سره له اوسه وایي، غواړي‌ انجینره شي.

ډېری خلک لا هم د طالبانو پر دې خبره نه پوهېږي چې وایي، ښځو او نجونو ته به د اسلام په چوکاټ کې حقوق ورکول کېږي.

د مریم په څېر ګڼو مېرمنو ته په ښکاره ویل شوي چې نور دې خپلو دندو ته نه ورخي.‌

مریم راته وایي، "دا زما حق دی چې زدکړې وکړم، ښه دنده ولرم او په لوړه کچه د ټولنې په چارو کې ونډه ولرم".

نوموړې د پوهنتون امتحان لپاره د خپلو کتابونو ترڅنګ ناسته ده او په ژغوني غږ راته وایي، "ټول خوبونه مې په اوبو لاهو شول".

قراردادیان پرېښودل شوي

Hameed, a cook who worked at the British embassy
د عکس تشریح، ګڼ افغانان فکر کوي چې بهرنیانو ورسره جفا کړې

په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې شل کلن ماموریت دې هېواد کې نوي فکرونه او پېژندګلوۍ وزېږولې. خو اوس وضعیت داسې شوی چې د ځینو کسانو ژوند په جدي توګه په خطر کې دی.

حمید دیارلس کاله کابل کې د بریتانیا سفارت کې اشپز پاتې شوی دی. دی راته وایي: "ډېرې ښې خاطرې لرم. ډول ډول خواړه به مو پخول. ټول ډېر خوشحاله وو".

اوس دی راته مخامخ پر یو ټغر ناسته دی او پنځه ماشومان یې هم ترېنه چاپېره دي. مخې ته یې د عکسونو او کاغذونو امبار پروت دی. ځینې یې هغه ستاینلیکونه دي چې ده ته د ښه کار له کبله ورکړل شوي وو.

خو حمید او شاوخوا شپېتو نورو کسانو د یوه شخصي شرکت له لارې کابل کې د بریتانیا سفارت کې دنده موندلې وه.

سرچیني وایي، د سفارت ټوله هغه عمله چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت خپل ګومارلې وه، له کابله ایستل شوې.

خو د حمید په څېر هغه کسان چې قراردادیان وو، د طالبانو راتګ سره ټول کابل کې پرېښودل شوي دي.

حمید راته وایي: "موږ خپلو کارونو کې ډېره خواري کوله. ان د کورونا بندیزونو پر مهال مو هم کار کاوه. که اوس دوی (بریتانیا) موږ له دې ځایه ونه باسي نو دا به لویه جفا وي".

د ګڼو هېوادونو په څېر بریتانیا هم ژمنه کړې چې له اړمنو کسانو سره به مرسته کوي.‌ ځینو کسانو ته ویل شوي چې دریم هېواد ته دې لاړ شي. خو دا چاره اسانه نه ده او له خطرونو ډکه ده.

طالبانو سره بنډار

Lyse Doucet, right, speaks with the Taliban in Kabul, 2 September 2021
د عکس تشریح، د بي بي سي خبریاله لیس دوسېټ طالبانو سره د خبرو پر مهال

یوه ډله خلک په بیړه له کابله تښتېدلي دي. خو یوه بله ډله خلک په خندا دې ښار ته را روان دي.‌ د افغانستان له ګڼو ولایتونو طالب وسلوال دا پلازمېنې ته راغلي او مېشت شوي دي.

د کابل هوایي ډګر ته پر لاره د روزګان ولایت د طالبانو یوې ډلې د چایو بلنه راکړه.

۲۵ کله طالب رفیع الله خپله خوشحالي نشي پټولی او راته وایي، له ډېرو کلونو راهیسې کابل ته نه و راغلی.

ما ورنه پوښتنه وکړه چې د ده په عمر ډېر ځوان افغانان فکر کوي چې نور دې هېواد کې راتلونکی نه لري.

رفیع الله راته وویل: "موږ ټول افغانان یو. هېواد اوس د سولې او هوساینې خوا ته روان دی".

د کابل له ځینو سیمو داسې رپوټونه هم ترلاسه شوي چې طالب وسلوال کور په کور ګرځي او د خلکو دروازې ور ټکوي.

دوی له خلکو تیلیفونونه، موټرونه او هر هغه څه غواړي چې د پخواني حکومت ملکیت وو.‌ که پر چا یې شک وشي چې شخصي موټر یې د فساد په پیسو اخیستی، هغه هم ورنه وړي.‌

د کابل لویدیځ دشت برچي په څېر سیمو کې خلک بیا داسې ګنګوسې کوي چې ګواکې طالبان پر کورونو ګرځي او نارینه له ځانه سره بیایي.

د همدې سیمې یوه مېرمن چې د کابل مرکز کې دنده لري راته وایي: "موږ سخت وېرېږو. طالبانو ته وایو چې بل څوک نه لرو چې ګټه وټه راته وکړي.‌ مجبورې یو چې خپلو دندو ته لاړې شو".

ایا دا حقیقت دی؟

A mural in Kabul painted before the Taliban came to power, 3 September
د عکس تشریح، کابل کې پر دېوالونو جوړ شوي انځورونه هم اوس ورو ورو لېرې کېږي

د کابل په زړه کې د بانکونو مخې ته د خلکو کتارونه د سړک بل سر ته رسېږي.‌ د ډېریو بانکونو څانګې دا مهال تړلې شوې دي. په ګڼو بانکونو کې هېڅ پیسې نشته.

په همدې کتار کې ولاړ یو کس راته وایي: "له یوې اوونۍ راهیسې هره ورځ راځم چې پیسې را وباسم. دا وضعیت د شاتګ پیل دی".

خو له لېرې پرتو سیمو او ولسوالیو بیا بل ډول خبرونه، یعنی د خوشحالۍ خبرونه هم راځي.‌ هلته خلک خوښ دي چې نور یې په اسمان کې امریکایي الوتکې نشته او جګړه ختمه شوې ده.

خو میلیونونه افغانان لا هم وږي دي او له سختو کړاوونو سره مخ دي. د دوی لپاره ژوند هېڅ نه دی بدل شوی.

کابل هوایي ډګر ته نږدې یوه خپلواک خبریال راته وویل: "ایا دا تاریخ دی؟ ایا دا حقیقت دی؟ هېڅ‌ مې پر خپلو سترګو باور نه راځي چې څه ګورم".

د احمد په نامه دې خبریال شل کاله وړاندې د بهرنیانو له راتلو سره سم کابل کې دنده پیل کړه. دی راته وایي:

"د طالبانو ویاند هڅه کوي چې د رسنیو چارې منظمې کړي. خو هر څوک وسله لري. هر څوک فکر کوي چې پاچا دی. نه پوهېږم تر کله به دا خطر پر سر واخیستلی شم،‌ خو غواړم چې د دې تاریخ برخ و اوسم".

افغان پلازمېنه کې دا یوه نوې تاریخي شېبه ده، د ماضي یو تاریخي څپرکی په اوښتو دی. دې ښار کې له لوحو هغه عکسونه لېرې کېږي چې ناویو پکې سپین کمیسونه اغوستي او شونډې یې سرې کړې دي.

پر دېوالونو د زړورو خبریالانو، ډاکټرانو او فعالانو پر رسمامي شويو انځورونه هم اوس رنګ تپل کېږي.‌ د ملا برادر او خلیلزاد هغه عکس هم لېرې کړل شوی چې د دوحې تړون د لاسلیکولو پر مهال اخیستل شوی و.

د شاعرانو پر دې خاوره اوس داسې وضعیت راغلی چې څوک د خبرو لپاره توري هم نشي موندلی.

یوه پخواني ملګري مسعود خلیلي راته تېره شپه پیغام کې ولیکل: "تېره شپه د تقدیر لیکونکي په غوږ کې راته وویل، زموږ د تقدیر کتاب له موسکا او اوښکو ډک دی".