د امریکا دفاع وزیر: پر اټومي وسلو سمباله شمالي کوریا د زغم نه ده

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اټومي وسلې د شمالي کوریا په ګټه نه دي

د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزیر جیمز ماټېس ویلي، هېواد به یې هیڅکله د اټومي وسلو لرونکې شمالي کوریا ونه شي زغملی.

جنرال ماټېس دغه څرګندونې د جنوبي کوریا په پلازمېنه (سيول) کې له ځايي چارواکو سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، د شمالي کوریا توغنديز او اټومي پروګرام د دغه هېواد د امنیت په ګټه نه، بلکې یو ګواښ دی.

د امریکا دفاع وزیر دا خبره هم کړې چې هېواد یې له ډیپلوماټیکو لارو د شمالي کوریا د کړکېچ پای غواړي، خو که شمالي کوریا پر امریکا او ملګرو یې د اټومي ګوزار هڅه وکړي، له دروند او سخت غبرګون سره به مخامخه شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دا وروستیو کې ویلي، هېواد کولی شي شمالي کوریا په بشپړ ډول له منځه یوسي.

په روان کال کې د امریکا او د شمالي کوریا د مشرانو ترمنځ لفظې بریدونه بې مخینې وو، خو وروستیو اونیو کې یو څه کم شوي دي.

د ویډیو تشریح، شمالي کوریا کې څه فکر کېږي؟