ګلالۍ او زرمينې په تودو اوبو اوصابون لاسونه ومينخل او له زرمينې يې وغو ښتل چې پاکه روجايي او پلاستيک په کټ وغوړوي . دفاطمې دزوی ترپيداکېدو وروسته ګلالې زرمينې ته دټولو هغو شيانو دسوځو لو وويل چې دفاطمې په زېږون کې استعمال شوي دي. ګلالۍ وويل ترڅودماشوم نوم نه وي جوړترهغوبه له مورنه بېل وي او وچې شيدې دې ورکړل شي، ځکه دمور دشيدوپه ورکولو دايډز د لېږد يدو خطر شته.  | | | ترڅو د ماشوم نوم نه وي جوړ شوی ترهغه به له مورنه بېل وي. |
ډاکټرجاندادته وويل چې دماشوم دايدزمعاينات دولايت په يوه مجهز روغتون کې وکړی. سرور ګلالۍ ته وويل چې ولې يې دايډزدمريضي په زيږون کې مرسته کړې، خکه داکاردهغوی ټولې کورنۍ ته ګواښ دۍ. ثمرګل له ګل خان هيله وکړه چې دټراکټوردکلينرپه توګه يې له ځان سره ونيسي، ځکه چې جانداد له دکان نه شړلی دی. ګل خان اکبرته وويل:"که چيرې ثمرګل له خلکولرې پاتې شي په رواني رنځ به اخته شي ښه به وي چې بيادجانداددکان کې کارپيل کړي ." ناظرهغه دسروزرو وښی چې له بهادرشاه يې اخيستی و،غفارته وروښودچې زريې کره دې که کوټه؟  | | | کريم ادم خان ته وويل چې نسيم ته دې بيا ګواښ نه کوي. |
غفاروويل چې ناظرچاتېرايستلی دی. کريم ملک آدم خان ته وويل چې نسيم دهغه دليک رازچاته نه دی ويلی، اونور دې ورته نه ګواښيږي؟ شمشيرخان فتح خان ته وويل چې ملک آدم خان پردۍ ځمکه ورباندې خرڅه کړې ده..فتح خان وويل چې له ملک آدم خان دې خپلې پيسې بيرته واخلې. |