BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څوارلسم کال: درويشتمه اوونۍ
آدم خان په جرګه کې
رحيم او اکبر غوښتل دادم خان او جانباز دښمني په جرګې کې هواره کړي
نوی کور نوی ژوند

رحيم او اکبر غوښتل دادم خان او جانباز دښمني په جرګې کې هواره کړي ، ادم خان بيلا بيلې بانې کولې خو جرګه مارانو نه منلې ، په پای کې هغه په قهر له جرګې ووت.


مجيد اوګل محمددخپل خسرادم خان کورته راغلل او هغه يې هڅاوه چې ددښمني نه د خلاصون ښه لاره جرګې ته غاړه ايښودل دي خوادم خان هغوئ په بد وضعيت له کوره وشړل .

ناظر نوې جامې په تن ، په اس سپور د ولسوالۍ په بازار کې د لومړي ځل له پاره د خپلې کوژدنې ماجبينې سره، د هغوئ د کور په دروازه کې وليدل.

بي بي ګل د خپلې خور ماجبينې نه دناظر په اړه پوښتنه وکړه ، ماجبين په حيا وويل : ناظر يې دتصور خلاف ډير شتمن او شهزاده معلوميده .

ناظراو ماجبينه
ناظر نوې جامې په تن ، په اس سپورد خپلې کوژدنې ماجبينې سره وليدل.

سرورخپل نوي بوټان او لونګۍ غوښتله خو ګلالۍچې هر څومره په کور کې ولټول، پيدا نۀ شول.فکر يې وکړ چې حميدې به چيرته ايښي وي .

جانداددولسوالۍ په بازار کې د ناظر په تن له خپل دوکان نه غلا شوې جامې وليدلې، هغه يې کلک ونيو خوناظر په چالاکۍ ځان خلاص او په اس سپور وتښتېد .

ناظربابا اسلم ته دخپلې کوژدنې دليدوله پاره، د پرديو جاموداغوستلو خبره وکړه . با با اسلم هغه ملامت کړ چې ښه به وای که يې په خپلې اصلي څيرې ځان ور ښودلی وای .

حميدې په انګړکې دسرور ورکه شوې لنګۍاو بوټان په خټو ککړوموندل ،ګلالۍچې راغله په حيرانۍ يې وويل دا به چا غلاکړي وو چې اوس يې بيرته راوړل ؟

په کوزکلي کې فتح خان ، شکريه او شکيبا له دسترخوان نه پاڅول چې د نارينه و سره يوځای ډوډۍ خوړل زموږ رواج نه دی .

ګل خان دپلار په دې کارخپه شو اوله کوره ووت. شکيبادحميدې کورته راغله. حميدې دخبرو په ترځ کې وويل:

د فتح خان کورنۍ
په کوزکلي کې فتح خان ، شکريه او شکيبا له دسترخوان نه پاڅول

زموږ په کور کې ښځې او نارينه يوځای ډوډۍ خوري خو شکيبا په حيرانۍ وويل چې زموږ په کورکې دارواج نه شته .

دکلي ملاد فتح خان سره مخامخ شواو په خبرو خبرو کې يې وپوهاوه چې دکورنۍ د غړو يعنې د ښځو او نارينه و په يوځای ډوډۍ خوړلو مينه او برکت زياتيږي .

پريګل اورابياګله څوارلسم کال
يووويشتمه اوونۍ
ګل خان اواکبرڅوارلسم کال
شلمه اوونۍ
مجيد اوناظرڅوارلسم کال
نولسمه اوونۍ
پريګل اوغوټۍڅوارلسم کال
اتلسمه اوونۍ
حميده اوګلالۍنوى کور، نوى ژوند
اوو لسمه اوونۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>