|
څوارلسم کال : نولسمه اوونۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نوی کور، نوی ژوند: شکېبا د حميدې ليدو ته راغله ، حميدې ورته د ناظر د کوژدې خبره وکړه ويې ويل:"ما د ناظر کوژدنه، ماه جبينه هم ليدلې او پۀ دې نېژدې وختو کې يې وادۀ دى. ناظر د غفار لۀ دکان نه يوه ډکه ټوکرۍ وڅکۍ او څو پاکټه چاکلېټ دپېرودلوپۀ پلمه و تښتول د بابا اسلم ژرندې ته ورغی، هغۀ ته يې لۀ خپل جېب نه يو موټى وڅکې او چاکلېټ د خپلې کوژدې د خوږې پۀ نوم ورکړې. پۀ دغه وخت کې غفار پۀ منډو منډو را غی، ناظريې لۀ گرېوانه ونيوۀ او د خپلو وڅکو او چاکلېټو پيسې يې ترې وغوښتې. بل پلو، الله داد، د شمشېر خان د فابريکې ودانولو ته نۀ ځي، ځکه چې کريم پر هغه باندې سخت او دراندۀ کارونه کوي،
رحيمداد کريم خپل کليوال وبالۀ او لۀ الله داد نه يې وغوښتل چې زما سپارښتنه پرې وکړه ، خو الله داد کريم ډېر مغرور او کبر جن وبالۀ. رحيمداد گل محمد ته يو ليک ورکړ، خو گل محمد پۀ ليک لوست نۀ پوهېږي، زياته يې کړه که پۀ ليک کې کوم ښه خبر و نو خامخا به رحيمداد ته زيرى ورکړي. گل محمد ليک نسيم ته وښودۀ ، نسيم وويل:" دا خط د اختر محمد لۀ خوا ملک آدم خان ته را لېږل شوى. گل محمد اختر محمد د مهاجرت د ژوند گاونډي وبالۀ او نسيم ته يې وويل:" دا ليک ملک آدم خان ته ورسوه." نسيم ليک ملک آدم خان ته ولوستۀ چې اختر محمد د خپلې ځمکې پۀ اړه، چې د ملک د ځمکې پۀ شفع کې ده، مالومات غوښتي دي.
نسيم وويل:"اختر محمد خبر شوى چې د هغۀ پر ځمکه چا آبادي پيل کړېده." ملک آدم خان وا رخطا شواو نسيم ته يې وويل:" دا خبره هېڅ چا ته ونه وايي!" ا خوا د ولسوالۍ پۀ بازار کې د نسيم پام شو، چې د دوى د بخار دېگ د اشټوپ لۀ سره چا غلا کړىدى. گلخان او سيمع الله د شپې پۀ تياره کې پۀ ټراکټور کې سپاره دي، ويني چې د لارۍ پر سر يو څوک پروت دی، گلخان وويل: بايد هغه لۀ نېژدي نه وگورم چې څه چل ورباندې شوىدى. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||