|
څوارلسم کال: څوارلسمه اوونۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نوی کور، نوی ژوند: لالبازډاکترخبروي چې يو وربوز تړلى سړی، خونې ته ورننوت او ده ته يې دمرګ ګواښ وکړ. دى وايي دغه کس به ملک ادم خان دده وژلو ته ګمارلی وي. مجيددآدم خان په پوښتنه کلنيک ته راغلى، خو ډاکتر دملک آدم خان دپايوازانو راتګ بندکړی،ځکه چې هغه کوم ترهګردلالباز وژلو ته ګمارلى و. مجيد ګل محمد ته وايي چې دآدم خان په لارښوونه ،ده ترهګر پيدا کړی . ګل محمد دغه کار غندي. مجيد وايي ترهګر دلالباز په وژلوکې پاتې راغلى دى. ډاکتر ملک آدم خان ته ګوت نيونه کوي چې دلالباز وژلو ته يې ترهګر ګمارلى و. آدم خان انکارکوي خو وايي هغه به خامخا له جانباز نه غچ اخلي. هاخوا حميده چينې ته په اوبو پسې ناوخته تللې ده ځکه نه غواړي ګلمکۍ وويني ، وايي چې هغې فاطمې ته په ايډزباندې د اخته کېدوله کبله پېغورورکړی و. ګلالۍ ،جانداد او فاطمه ښه خلک بولي اوزياتوي چې جاندادته ايډزدبل کس له وينې او فاطمې ته دجانداد نه لګېدلى دى. ګلالۍ په لاره کې ګلمکۍ ويني او هغه ملامتوي ،زياتوي چې ايډزنه يوازې له بدلمنۍ بلکې په HIV وايرس باندې له ککړې وينې هم رامنځته کيږي. او پريګله ناظر ته وايي چې دده له پاره يې دماه جبينې په نوم ديوې نجلۍ رويباري کړې ده، .ناظرډېر خوښيږي اوشک کوي چې داخبره به په زړه کې وساتلى شي او که نه ؟! دبابا اسلم ترمخ دناظرله خولې دماه جبينې نوم وځي، خوکله چې دپريګلې خبره ورياديږي خپله خوله په دسمال کلکه تړي او له ژرندې تښتي. ګلاب شاه بي بي ګلې ته سپارښتنه کوي ترڅو ده د ماه جبيني درويبارانو اودزوم په باب پوښتنې ګروېږنې نه وي کړي،نو د هو ځواب دې نه وايي.
رابياګله ګلالۍ ته وايي چې ماه جبينه په عمر پخه نجلۍ او ناظرته دواده له پاره مناسبه ده ، او دماه جبينې دکورنۍ هم دې خېښۍ ته زړه دى. ګلالۍ سرورخان ته دهغې وعدې دترسره کولوخبره کوي چې ناظرته يې د نجلۍ دپيداکولو په اړه کړې وه. داچې دناظرواده به په رښتيا له ماه جبينې سره وشي او که نه، دډرامو په راتلونکو برخوکې به مالومه شي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||