BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:34 گرينويچ 2008 ,20 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوى کور، نوى ژوند:اتمه اونۍ
ناظر

نوى کور، نوى ژوند

ناظر د خپلو ناسمو کارونو له لاسه، په روانې ناروغۍ اخته او په کلېنک کې بستر دى، گلالۍ له کوره ورته مڼې راوړي او ډاډ ور کوي، چې سرور خان يې هم پوښتنې ته راځي.

په دې وخت کې دروازه ټکېږي، ناظر ګومان کوي چې سرور خان راغى، سخت وارخطا کېږي، ښيښه ماتوي او له کلېنيک نه تښتي.

گلالۍ د کلينيک کارکوونکو ته هدايت ورکوي چې ناظر دې ونيسي. د کلينيک کار کوونکي ناظر نيسي او بېرته يې خپلې کوټې ته راولي.

ناظر چې سرور ويني په عذر او زاريو پيل کوي او وعده ورکوي چې دا ځل يې وبخښي، سرور يې عذر مني او ډاډ ورکوي چې دى به ورته څه نه وايي.

ډاکټر هم ناظر ته نصيحت کوي او ورته وايي : (( که غواړې چې له روانى ناروغۍ نه خلاص شې نو وېرې او ډار ته په زړه کې ځاى مه ورکوه! ))

 دګلاب شاه اعصاب خرابېږي اوګومان کوي چې ترموز يې جانداد پټ کړی‌ دى.

داچې ناظر به دانصيحتونه ومني که نه دا به دډرامې راتلونکې برخې روښانه کړي. اوس به وګوروچې دترموزخبره چيرته رسيدلې ده ؟

بي بي گله په بېلا بېلو بانو د گاونډيانو کورونو ته تلې، خو د خپل ورک شوى ترموز درک يې نه دى موندلى.

اوس خپل خاوند گلاب شاه ته وايي چې دى دې هم ورسره د غله په پيدا کولو کې مرسته وکړي.

گلاب شاه، يوه ورځ د جانداد دوکان ته ځي، گوري چې ورک شوى ترموز يې د جانداد په دوکان کې دى.

دترموز په ليدلو دګلاب شاه اعصاب خرابېږي اوګومان کوي چې ترموز يې جانداد پټ کړی‌ دى.داچې وروسته څه پېښږي په راتلونکو اونيو کې به يې وګورو.

جانباز په غوصه کېږي او لعل باز کورته لېږي چې بيل راوړي.

هتله جانباز د لعل باز سره د خپلې کروندې ليدو ته تللى. ناڅاپه يې پام کېږي چې ملک آدم خان د دوى د ځمکو تر منځ شريکه پوله نرۍ او په خپل پټي ورگده کړې ده.

جانباز په غوصه کېږي او لعل باز کورته لېږي چې بيل راوړي، کله چې لعل باز له کوره بيل راوړي نو غوټۍ يې مخه نيسي.

غوټۍ ورته وايي مخکې له دې چې تاسو په خپل سر د پټي پوله بېرته جوړه کړئ ، دا خبره له ملک ادم خان سره شريکه کړئ، خو لعل باز وايي چې دايې د پلار حکم دى اودى يې بايد سرته ورسوي.

دوکاننوى کور، نوى ژوند
اومه اونۍ
ملک ادم خانڅوارلسم کال
شپږمه اونۍ
اکبر او مجيدڅوارلسم کال: پنځمه اونۍ
٢١٦٤- ٢١٦٦
نسيمنوى کور، نوى ژوند
٢١٦١-٢١٦٣
سيد محمد او مجيدنوى کور، نوى ژوند:
٢١٦٠-٢١٥٨
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>