|
څوارلسم کال: اومه اونۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نوى کور، نوى ژوند بهادرشاه د جاندادپه دکان کې ثمرګل ته سګرټ ونيوه ، ثمرګل ويل چې زه پرې روږدى نه يم او چې يو کش يې ترې وکړ، په ټوخي سر شو. جانداد چې دکان ته راننوت دسګرټ بوى پرې ولګيده،ثمرګل وارخطا شو او په درواغو يې بهانه وکړه چې يو مشتري يې په دکان کې سګرټ وڅکاوه. ګلاب شاه ستړى کور ته راغی. بي بي ګلې ورته وويل،چې غم مه کوه تيار مې په ترموز کې دم کړى چاى اېښى، همدا اوس به يې راوړم. بي بي ګلې په کور کې ترموز پيدا نه کړ،حيرانه شوه چې دا به څنګه ماهرغل کورته راننوتى وي او ترموز به يې وړى وي ؟ بهادرشاه د جانداد په دکان کې له ثمرګل سره ناست و او يو ترموز يې هم له ځان سره راوړى و. ويل يې چې دا مې د کور له پاره واخيست، خو ثمرګل ترموز زوړ بولي. بهادرشاه زياتوي چې ترموز به پرده باندې په ارزانه بيه خرڅ کړي. ثمرګل ورته وويل چې نغدې پيسې نه لرم،خو بهادرشاه په نغدوپيسو ټينګارکوي. جاندادپه دکان کې د خياطۍ ماشين چلاوه، ثمرګل يې سماوار ته په چاى پسې استاوه. ثمرګل وويل چې چاى مې په ترموز کې درته ايښى دى. جاندادله ثمرګل نه د ترموزپوښتنه وکړه. ثمرګل وويل چې دا مې له يوه لاروي نه په ارزانه بيه واخيست. کله چې جانداد له ترموز نه په پياله کې چاى واچاوه،ويل يې چې داخو يې هم چاى ګرم دى اوهم يې خوند او رنګ ښه دى. جانداد ثمرګل ته وويل چې په ترموز کې به يو څه ګټه هم درکړم، پر مايې خرڅ کړه، ځکه چې ډېر مې خوښ شو. وروسته تردې به وګورو چې دترموزدغلاخبره کوم ځاى ته رسيږي؟
پر بهادرشاه باندې کوم ثبوت پيدا کيږي او که نه؟ جانداد او ثمرګل له کومې پېښې سره مخ کيږي؟ ددې پوښتنو ځواب د نوي کور، نوي ژوندډرامې په نورو برخوکې پيدا کولاى شئ. له بلې خواپه ناظر هم هغه کانه شوې چې وايي کاڼى ځي ،ځي ځي ديتيم په سرلګيږي. ناظر د رحيمدادپه تلک کې راګير شوى و او اوس خبره تر کلنيک رارسيدلې ده. وبه ګورو چې په کلنيک کې دناظر دعلاج ترڅنګ درحيمداد د کلنګي چرګ دور کيدو کيسه څه ډول انعکاس پيدا کوي؟ |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||