|
څوارلسم کال: شپږمه اونۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نوى کور، نوى ژوند سيدمحمد له آدم خانه غواړي چې حکومتي ته ورسره ولاړ شي،ځکه چې شمشيرخان د آدم خان په بدل کې دسيدمحمدزوى ګل محمد بندي کړى دى. آدم خان چالاکي کوي او ځان ناګاره اچوي،سيدمحمدته ډاډ ورکوي چې ګل محمد به له شمشيرخان راخلاصوي ځکه چې شمشيرخان ته يې شاهدان پيدا کړي دي. شمشيرخان سيدمحمد او ملک آدم خان ته وويل چې ترڅو موشاهدان راوستي نه وي ترهغو به ګل محمد له ماسره بندي وي. آدم خان په چل او دوکه شمشيرخان ته وويل چې زما د ځمکې شف دار جانباز زما له شرعي قوالې خبر نه و او خوشې شيطاني يې درته کړې ده. ګل محمدخپلې مورته وويل ، کله چې شمشيرخان د ټولوخلکو په وړاندې په کشولو،کشولو وتښتولم سخت ځيګرخون شوم. پريګله شمشيرخان ته ښېرا کوي اودګل محمد بندي کيدل د آدم خان د نارواکارونوپه وجه بولي. جانباز شمشيرخان ته وايي چې د دغې لانجمنې ځمکې باندې د فابريکې دجوړولو په برخه کې بايد ډېراحتياط وکړې. شمشيرخان ډاډورکوي چې له ملک آدم خان نه مې شرعي قواله اخيستې او که کومه لانجه پکې راغله آدم خان يې ذمه وهلې ده . شمشيرخان آدم خان ته وويل چې يو سربندوال راته وايي، چې پر مادې پردۍ ځمکه خرڅه کړې ده. دآدم خان او شمشيرخان لانجه به په نوروبرخوکې پسې ګورو، راځئ پوه شو چې شفيقه او ښاپيرۍ د څه په باب خبرې کوي؟ د برکلي داوبوبنداودسيلاب په وړاندې دديوال جوړول دانجنير شيرمحمد په هلوځلوپيل شول. ښاپيرۍ شفيقې ته وويل چې کريم هم په دې کارکې برخه لري اودکار په بدل کې ښې پيسې هم ګټي. انجنيرشيرمحمدطاهرې او صابرې ته دخپلې تبديلۍ خبره وکړه او ويې ويل چې داځل به دوى هم ورسره ځي. اوس وګورو چې غفار او ګل مکۍ څه شي ته په اندېښنه کې دي؟! له ولايت نه د اجمل نه راستنېدلو غفار او ګل مکۍ ته سخته سودا ورواچوله. غفار ګل خان ته ورغى اوداجمل پوښتنه يې ترې وکړه.ګل خان اندېښمن شو چې اجمل تراوسه ولې نه دى راغلى؟! اجمل کورته راغلى او ګل مکۍ ترې ګېله منه ده چې ولې دې ځنډوکړ او ولې دې احوال نه را لېږه؟ اجمل وايي چې هلته دوړيوپه فابريکه کې يې ځان ته کارپيدا کړى او بيا به ورځي.
دولايت فابرېکې ته داجمل تګ يا نه تګ به راتلونکې ډرامې سپينه کړي، اوس وګورو چې الله داد ، قمبرګل او رحيمداد دغره په لمنه کې څه کوي. رحيمداد ،الله داداو قمبرګل د غره لمنې ته تللي وو . رحيمداد له الله داده وپوښتل چې تلک يې ګيدړ نيولى و کنه؟ الله داد وويل چې دګيدړ نيول پر ځاى پرېږده، تلک هم پسې ورک دى. لږ وروسته الله دادناڅاپه دغره په غار کې تلک وليدچې دناظرپښه پکې بنده او بې خوده پروت دى،دوى ټول وارخطاشول. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||