BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 12:48 گرينويچ 2008 ,24 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوى کور، نوى ژوند: ٢١٦١-٢١٦٣
غفار، رابيا ګله او نور

په برکلي کې څه خبرې دي؟

شمشيرخان له خپلو کسانو سره په آدم خان پسې راغلى او ترې غواړي چې د ځمکې پيسې يې بيرته ورکړي،

ځکه هغه ځمکه چې ده پرې خرڅه کړې، دعوايي ده؛ خو آدم خان وايي چې شاهد به پيداکړي چې ووايي دا ځمکه دده ده.

آدم خان په جانباز پسې ورځي څو د شمشيرخان ترمخ شاهدي ورکړي چې خرڅه شوې ځمکه د آدم خان خپله ده. جانباز يې خبره په کلکه ردوي.

آدم خان له لعلباز سره مخ کيږي اوپه دې برخه کې له هغه نه مرسته غواړي او وايي که چيرې لعلباز شاهدي ورکړي يو موټي پيسې به هم ورکړي.

 شمشير خانه هېڅ غم مه کوه زه به شاهدان پيداکړم تر څو شاهدي ورکړي چې دا ځمکه زما ده.
آدم خان

لعلباز په خوښۍ کور ته ځي او په غوټۍ زيرى کوي چې ډېر ژر به آدم خان ته د شاهدۍ په ويلو د زياتو پيسوڅښتن شي.

جانباز آدم خان دوکه بازاو دروغجن بولي او لعلباز له دې نارواکارڅخه منع کوي.

اوس وګورو چې بهادرشاه دخپلې سره په څه لانجه اوښتى؟ بهادرشاه له خپلې مورڅخه پيسې غواړي خو مور يې نه ورکوي.

))مور اړکيږي )).

بهادرشاه خپل سر په ديوال وهي، موريې اړکيږي چې يو څوروپۍ ورکړي خو ترڅنګ يې هغه له بيکاره هلکانو سره له ناستې پاستې منع کوي.

بهادرشاه د جانداد دکان ته ورځي او سګرت روښانه کوي، چې دهغه دبې احتياطۍ له کبله هغه تکه اور اخلي چې دى ورباندې ناست وي.

رابيا ګله د غفار په دوکان کې
 دکان مې خالي دي، ځکه چې پيسې مې دوړيو په کاوبار کې بندې دي.
غفار

ثمرګل وارخطاکيږي، ځکه کيداى شي ټول دکان وسوځي.

هلته دکلي په بل سر کې يو زيات شميرخلک جرګه شوي او پرېکړه يې وکړه، په هغو پيسو چې د برکلي دبياجوړونې له پاره بېلې شوې دي،داوبويوبنداودخوړترغاړې يو استنادي ديوال جوړکړي.

دکلي جرګه خو په برياليتوب پاى ته ورسيده، خو دکلي په بله څنډه کې رابياګله د غفار دکان ته تلې ده چې دکورله پاره سودا واخلي، خوغفار وايي دکان يې خالي دي، ځکه پيسې يې دوړيو په کاوبارکې بندې دي.

غفار کورته ستنيږي او په دکان کې دسامان د نشتوالي خبره دګل مکۍ اواجمل سره شريکوي.

ګل مکۍ وايي چې هغې خو وړۍ پرې مينځلي او رنګونه يې سره بيل کړي دي. اجمل ډاډ ورکوي چې ډيرژر به وړۍ د خرڅلاو له پاره يوسي.

اجمل له ګلخان څخه غواړي، چې په خپل تراکتور کې ولايت ته دوړيو په لېږد کې ورسره مرسته وکړي.ګلخان يې مني.

رحيم داد او نسيم
کله چې رحيم داد له کوره وځي نو له نسيم سره مخ کيږي.

وروسته ګلخان کورته ستنيږي او خبره له فتح خان سره شريکوي او زياتوي چې دوړيودلېږدونې په نتيجه کې به يوه اندازه پيسې هم ترلاسه کړي.

دوړيودلېږدونې خبره خو يوځاى ته ورسيده، اوس وګورو چې مجيدله اکبر او زلمي سره دخوړترغاړې په کوموکارونو بوخت دى؟

((د مجيددا کارغندي))

مجيدپه خوړ کې د بمونوداچولو ځاى زلمي او اکبر ته ښايي. هغوى د مجيددا کارغندي ځکه په څاه ګانواوخوړونوکې د بمونو غورځول دځاني زيان سبب کيږي.

راځئ اوس درحيمداد او الله داد کيسې ته غوږ شو.

شپه ده. رحيمداد له الله داد څخه غواړي چې له باندې څخه ورته داودس له پاره اوبه راوړي ، خو الله داد په توره تياره کې د باندې تګ لازم نه بولي.

په دې وخت دفلزي لوښودلويدلوغږ اوريدل کيږي. رحيمداد او الله داد په بيړه ځي چې وګوري څه پېښ شوي؟

سيد محمد او مجيدنوى کور، نوى ژوند:
٢١٦٠-٢١٥٨
اکبر، پلوشه او زرمينهنوی کور، نوی ژوند
٢١٥٥-٢١٥٧
سيد محمد د بوټونو ګلنډلو په دوکان کېنوى کور، نوى ژوند
٢١٥٢-٢١٥٤
ښاپيرۍنوی کور، نوی ژوند
٢١٤٩-٢١٥١
شير محمد او سيد محمدنوی کور، نوی ژوند
٢١٤٦-٢١٤٨
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>