|
نوی کور، نوی ژوند: ٢١٤٦-٢١٤٨ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په برکلي کې څه خبرې دي؟ صابرې چې کله د کور په انگړ کې د لاسې بم د چاودنې غږ واورېده، په بيړه له کوټې نه راووتله، گوري چې د کور د کړکيو ښيښې هرې خوا ماتې پرتې دي، مجيد يې سخت وراټه او ورته ويې ويل: چې د لاسي بمونو سره لوبې کوئ، اخير به سر په کې وخورئ، خو مجيد ډېر خجالت و، په يوه او بله بانه يې ځان خلاصوه. اکبر او سمندر چې کله د مجيد په کور کې د لاسي بم د چاودنې غږ اوري او په هوا کې دوړې او لوگى له ورايه گوري، په بيړه د مجيد کور ته راځي او د پېښې نه ځان خبر وي. مجيد ړومبى حال نه وايي خو وروسته مجبورېږي چې ووايي: دا د لاسي بم د چاودنې غږ و. اکبر او سمندر دواړه مجيد ملامتوي چې په کار و، لاسي بمونه يې هم د نورو وسلو په شان حکومت ته تسليم کړي واى.
صابره چې کله خپل کور ته ستنېږي په خپگان خپل مېړه شير محمد ته د مجيد په کور کې د لاسي بم د چاودنې خبره کوي. شير محمد ډېر وارخطا کېږي او تصميم نيسي چې هلته به ورځي او مجيد له به وايي چې لاسي بمونه دې د خپل کور نه لرې کړي. د صابرې زړه صبر نه کوي، شير محمد سره يو ځاى د مجيد کور ته راځي او دواړه ورته عذر کوي چې لاسي بمونه دې د خپل کور نه لرې کړي خو مجيد زړه نا زړه دى، د هو يا نه ځواب نه ورکوي. شير محمد، سرور، رحيم، او د برکلي نورکسان راټول شوي او تصميم نيسي چې دحکومت له خوا په منظور شووو پيسو په خپل کلي کې يوه عامه المنفعه پروژه جوړه کړي. څوک يو څه وايي او څوک بل څه په پاى کې يوې پرېکړې ته نه رسېږي. کريم راځي خپل تره سيد محمد او د هغه مېرمنې پريگل ته وايي، چې زه مو د څه لپاره رابللې يم؟ سيد محمد ورته وايي چې ته به رحيم مجبوروې چې د کليوالو په راتلونکې جرگه کې زما د وړانديز پلوي وکړي، خو پريگل او کريم زړه نازړه دي چې رحيم به دا خبره ومني.
ناظر د غفار دوکان ته راځي، غفار يې ډېر په خوښۍهر کلى کوي او بيا ورته وايي چې د وړيو په پيدا کېدوکې ورسره مرسته وکړي. ناظر په داسې حال کې چې د غفار د دوکان چڼې او مميز وړيا خوري د خپلې همکارۍ ډاډ ورکوي. ناظر د رحميداد کور ته راځي د هغه نه يوه غټه بياتي غواړي، رحيمداد ورته وايي چې زه په کور کې يوه بياتي لرم او هغه هم د ونو د ښاخونو د پرې کولو بياتي ده، ناظر ورته وايي: پروانه لري همغه راکړه. ناظر په بيړه کور ته راځي او غواړي په همغه بياتي د خپلو مېږو وړۍ بياتي او بيايې په غفار خرڅې کړي چې نا ببره رحيمداد پرې راځي او ناظر مجبور وي چې له دې کار نه تېر شي ځکه سوړ ژمى دى، هسې نه چې مېږې يې له ساړو نه مړې شي.
رحيمداد د ناظر د خولې نه خبرېږي چې غفار وړۍ اخلي، نو په بيړه د غفار دوکان ته ځان رسوي، غفار رحيمداد ته ډاډ ورکوي، هر څومره وړۍ چې برابرې شي دى به يې ورنه په ښه بيه واخلي. شکريه او لور يې شکېبا تياره ماښام د کور په دروازه کې ولاړ دي چې فتح خان راځي. شکريه په ډېره اندېښنه د گلخان کور ته د نه راتگ خبره کوي، فتح خان هم وارخطا کېږي او د گلخان په لټه پسې له کوره وځي. فتح خان دخپلې کورنۍ غړو هر يو شکريه، شکېبا، سميع الله ته وايي چې هغه شاوخوا ټول ځايونه وکتل خو نه يې د گلخان او نه يې د هغه د ټراکټور څه درک ولگاوه، ټول ډېر وارخطادي چې ناڅاپه د کلا دروازه وهل کېږي. فتح خان په اندېښنه د کلا دروازې ته ځي او وايي په دې توره شپه چې هر څوک دى، خامخا يې د گلخان خبر راوړى دى. فتح خان دروازه خلاصوي گوري چې گلخان دى، ډېر ورباندې په غوصه کېږي چې ولې دومره ناوخته کور ته راغى؟
گلخان وايي: دا ستونزه راته ناظر جوړه کړې وه چې د تېلو په ځاى يې د ټراکټور په ټانکۍ کې اوبه اچولې وې. گلخان او سميع الله د پټي په پوله ناست دي او د غرمې ډوډۍ خوري چې ناڅاپه له ورايه د ټراکټور د چالانېدو غږ راځي. گلخان په وارخطايۍ وايي چې ټراکټور يې د مجيد د کور تر مخ درولى او کيلي هم په کې ده، سميع الله ورته وايي په بيړه ورشه چې څوک يې ونه تښتوي. گلخان په بيړه ورځي. د ولسوالۍ په بازار کې آدم خان د ناظر سره مخامخ کېږي او ورته وايي چې له ما سره محکمې ته لاړ شه او هلته شاهدي ورکړه، ناظر انکار کوي او وايي چې د سربند په کلي نابلده دى او ناحقه شاهدي نه شي ورکولى. آدم خان ورته د پيسو وعده ورکوي او ناظر يې مني. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||