|
نوى کور، نوى ژوند: ٢١٣٤-٢١٣٦ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
آدم خان د انګړ د ديوال ترشا په کيندلو بوخت وي، چې جانباز راځي او پوښتنه ترې کوي. آدم خان د خپلو دښمنانو له ويرې له کوره د تېښتې پر مهال دديوال ترشا د پيسو د ښخولو ورته وايي. جانباز هم ورسره په کيندلوکې بوخت کيږي. آدم خان په نا هيلۍ خپلې هڅې بې ګټې بولي او ګومان کوي چې پيسې به يې خپل زوم ګل محمد غلاکړې وي. جانباز دا خبره ناشونې بولي. دوى په کيندلو بوخت وي، چې ناڅاپه پلاستيکي کڅوړه ترسترګوکيږي. آدم خان ډېر خوښيږي، خو کله چې کڅوړه راسپړي، د خپلې بربادۍ نارې وهي اوبې هوشه کيږي. جانباز وارخطا کيږي او لالباز دمرستې له پاره رابولي. کله چې لالباز رارسيږي، د آدم خان لاسونه موښي خو بيا هم بې هوښه وي. جانباز لالباز اوبو پسې استوي، چې دآدم خان پرمخ يې وشيندي. په دې وخت کې آدم خان په هوښ راځي او له خولې څخه يې د پيسو او موږک خبرې اوريدل کيږي. لالباز حيرانيږي. جانباز د آدم خان له خوا د موږک په سوري کې دهغه د پيسو دښخولو وايي، چې اوس موږکانو خوړلي دي. آدم خان د ګل محمد دکان ته ورځي اوله هغه څخه په پور پيسې غواړي. ګل محمد دپيسو دنشتوالي بانه ورته کوي خو آدم خان يې دپيسو پيداکولو ته اړباسي او وعده ورکوي چې پيسې به يې ډېر ژر دشيريني سره يوځاى پرې وسپاري.ګل محمدزړه نازړه پيسې ورته راوړي.
بله ورځ آدم خان دګلاب شاه دفتر ته ورځي او له هغه څخه خپله قواله غواړي. ګلا ب شاه د قوالې کار نيمګړى بولي. آدم خان هم پيسې پوره نه ورکوي او وعده ورکوي چې نورې پيسې به دکار ترتماميدو وروسته ورکړي. ګلاب شاه يې مني او ترې غواړي چې بله ورځ څو دانې عکسونه هم له ځان سره راوړي. سيلاب اودهغه ناوړه پايلې (نتيجې) : د غرمې ډوډۍ تياره وي. فتح خان له شکريې څخه د ګلخان پوښتي. سميع الله هغه مړو څارويو ته په کندې کيندلواو د هغوپه ښخولو بوخت بولي. فتح خان دګلخان دا کارله شرم څخه ډګ ګڼي ځکه چې دکلي دخان زوى دى، خو شکريه بيا د هغه کار د کلي د خلکو په ګټه بو لي.
ګلخان يوازې ټول څاروي نه شي ښخولاى نو د مجيد خوا ته ورځي او د مړو څارويو په ښخولو کې ترې مرسته غواړي. مجيد بانه ورته کوي او په دې کار کې ورسره برخه نه اخلي. ګلخان په دې اړوند د مجيد او ځينو نورو کليوالو ناغيړي (بې تفاوتي) غندي. سيمه ييزومحصولاتو ته بازارموندنه : پيرو د وړيو د بيې د مالومولو له پاره بازار ته تلى او دبيې تر پلټنې وروسته دنسيم دکان ته ځي او د وړيو خرڅلاو خبره له نسيم سره شريکوي او زياتوي، چې په بازارکې دوړيو بيې د مجيدله بيو سره توپيرنه درلود. نسيم مشوره ورکوي، چې وړۍ دې په اجمل خرڅې کړي، ځکه په دې کار سره به هم پيرو بازار ته دوړيو د وړلو له جنجال څخه خلاص شي او هم به ځاى پرځاى ګټه تر لاسه کړي. پيرو خپلې کېږدۍ ته ستنيږي او په بازارکې د وړيو د بيې خبره درخانۍ ته کوي او غوره بولي چې وړۍ په اجمل خرڅې کړي.
درخانۍ د کورتو د خرڅلاو له پاره برکلي ته دخپل تګ وايي او زياتوي چې هلته به داجمل کورنۍ ته هم خبر ورکړي چې په وړيو پسې راشي. درخانۍ د کورتو د خرڅلاو له پاره دګل مکۍ کره ورځي او دکورتو ستاينه ورته کوي. ګل مکۍ کورت خوښوي او په دې ترڅ کې داجمل د وړيودکارو بار ورته وايي. درخانۍ ترې غواړي چې يو ځل اجمل پيروته ور واستوي. په کوز کلي کې ډيزلې ژرنده : ماښام نږدې وي او حميده غنم پاکوي. ګلالۍ ترې غواړي، چې دغنمو پاکول بلې ورځې ته پرېږدي. حميده په کورکې د اوړو د نشتوالي وايي. ګلالۍ ډاډ ورکوي، چې سرور به ناظر دژرندې په مزد پسې واستوي. ناظر د اوړو په مزد پسې ژرندې ته ورځي. رحيمداد د بابااسلم د سر د ويښتانو په جوړولو بوخت وي.
ناظر د بابااسلم داکار د نيوکې (انتقاد) وړبولي، ځکه هغه بايد د کليوالو غنم اوړه کړي. بابا اسلم په ژرنده کې د غنمو د نشتوالي خبره کوي. ناظر علت پوښتي. بابااسلم په کوزکلي کې دډيزلي ژرندې د فعاليدو خبره کوي، چې په کمه موده کې زيات غنم اوړه کوي او له ناظر څخه غواړي، چې تر دې وروسته دژرندې په مزد پسې رانه شي. په ايډز د اخته مور اميدواري او له دې کبله راولاړې شوې اندېښنې: زرمينه د فاطمې دوى کره ورځي او له عابدې څخه د دارو د راوړلو ورته وايي. فاطمه د دارو په هکله پوښتي. زرمينه دارو د هغې دتشويش د ليرې کولو او د وجود د تقويې له پاره ګټوربولي. فاطمه د داسې دارو خوړل بې ګټې بولي خو زرمينه يې په خوړلو ټينګار کوي. جانداد ملا ته ورځي او تر پيدايښت مخکې دماشوم د زيان کولو په هکله له هغه څخه مالومات غواړي. ملا توضيح غواړي.
جانداد د ايډز په ناروغۍ دخپل ځان د اخته کيدو او راتلونکي ماشوم ته دهغه د انتقال وايي. ملا په هر صورت کې دماشوم زيانول دنفس قتل او ناروا عمل بولي. فاطمې ته دنس سخت درد پيداکيږي او شفيقه مرستې ته رابولي. شفيقه دهغې دناروغۍ علت پوښتي. فاطمه دعابدې په لاس د جوړو شوو دارو د خوړلو ورته وايي او له شفيقې غواړي چې ډيرژر زرمينه راوغواړي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||