|
نوى کور، نوى ژوند: ٢١١٦-٢١١٨ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ګلخان له کوره خپه وتلى خو شيرمحمد پر مخه ورځې او بيرته يې کورته راستنوي. فتح خان د شيرمحمد دا کار غوره نه بولي. شکريه فتح خان ته نصيحت کوي، چې پرې نه ږدي مشر زوى يې بيا مساپر شي. شيرمحمد د شکريې خبرې تاييدوي او زياتوي چې فتح خان دې د ګلخان په وړاندې له نرمۍ او تېرېدنې څخه کار واخلي او د هغه نظر ته دې د احترام په سترګه وګوري. فتح خان يې نه مني او وايي چې هغه د چا مشورې ته اړتيا نه لري. ګلخان له شيرمحمد څخه دفتح خان سره دهغه د خبرو د پايلې په هکله پوښتي. شيرمحمد د فتح خان له خوا د ګډې ځمکې د لاسته راوړلو د نيت خبره کوي. شکريه د حل لار پوښـتي.
شيرمحمد غوره بولي چې ټول سره يو لاس شي او د فتح خان په غياب کې د هغوى په خپله ځمکه کې د ډيزلي ژرندې په لګولو پيل وکړي ترڅو په دې توګه فتح خان د ترسره شوي کار سره مخ شي. فتح خان د څو وروځو له پاره ښار ته تلى دى. شيرمحمد له وخت څخه په ګټې اخيستنې ګلخان او سميع الله له ځان سره بيايي او د فتح خان په ځمکه کې د ډيزلي ژرندې له پاره دځاى په جوړولو پيل کوي. ګلخان ته سودا ورلويږي چې کيداى شي پلار يې د ژرندې د کار له تماميدو مخکې له ښار څخه راستون شي او د دوى د کار مخنيوى وکړي. شيرمحمد د کار د چټکتيا له پاره د زيات شمير کارګرانو راوستل ضروري بولي. ګلخان له سمندر څخه غواړي چې دپلار په نشتوالي کې يې له هغوى سره د ډيزلي ژرندې له پاره د خونې د جوړولو په کار کې مرسته وکړي.
سمندر ورڅخه غواړي چې د مزدورکارانو شمير زيات کړي ترڅوکار ژر سرته ورسيږي. ګلخان په مزدورکارانو پسې دولسوالۍ بازار ته دتګ په لاره له مجيد سره مخ کيږي او په خپله ځمکه د ډيزلي ژرندې دلګولوخبره له هغه سره شريکوي او د کار له پاره له بازار څخه دمزدورکارانو خبره هم ورته کوي. مجيد په کلي کې د ډيزلي ژرندې له لګولو څخه خوښي څرګندوي او هغه د ټولو کليوالو په ګټه بولي او زياتوي چې هغه تياردى د څوتنو نورو کليوالو سره يوځاى د ژرندې د ځاى د جوړولو په کار کې ونډه واخلي. دايډزله ناروغانوکرکه ،دهغوى دمايوسۍ سبب کيږي: ښاپيرۍ او صابره له چينې څخه د منګيو په ډکولو بوختې دي، چې يوه ناپېژندويه ښځه يې پاملرنه ځانته وراړوي. نوموړې خپل ځان بي بي ګله د ولسوالۍ په بازار کې دجانداددوى د کرايي کور څښتنه بولي. بي بي ګله وايي چې په تيروتنه کې يې جانداد او فاطمه له خپل کور څخه کډې کولو ته اړايستل. بي بي ګله له ښاپيرۍ دوى څخه هيله کوي چې دفاطمې دوى د کور په پيدا کولو کې ورسره مرسته وکړي. صابره د مرستې له پاره تيارى ښيي. بي بي ګله د فاطمې دوى کور ته ورځي او غواړي چې د فاطمې سره روغبړوکړي، خو فاطمه ځان ترې بچوي. شفيقه ترې غواړي خپل ځان وروپېژني. هغه خپل ځان بي بي ګله د فاطمې دوى دکرايي کور څښتنه بولي. بي بي ګله وايي چې د ايډز له مرض څخه د نه پوهيدنې له کبله يې له هغوى څخه کرکه کوله او له کوره يې ايستلي وو، خو اوس ډاکتر پوه کړې چې د ايډز ناروغي له يوځاى اوسيدو او ډوډۍ خوړلو څخه له يوه کس څخه بل ته کس ته نه ورځي.
شفيقه د زلمي د يوې پوښتنې په ځواب کې د بي بي ګلې د راتګ او دا چې ډاکتر ورته ويلي چې، د ايډز ناروغي له يوځاى ناستې او ډوډۍ خوړلو څخه له يوه څخه بل ته نه انتقاليږي وايي. زلمى وايي ښه به وي د بي بي ګلې عذر غوښتنه شفيقې ته هم دعبرت درس شي. زلمى جانداد ته وايي چې نور دې ځانله ديګ نه کوي، ځکه هغه او شفيقې پتېيلې ده چې تردې وروسته به په ګډه ډوډۍ خوري. جانداد ته اندېـښنه ورلويږي چې ګوندې بيابه پخوانۍ کيسې تکرار شي، خو زلمى ډاډورکوي چې شفيقه پخپله تيروتنه پوهيدلې ده. سيلاب اودهغه ناوړه پايلې (نتيجې) : شمس په داسې حال کې چې جوړه جامې يې په لاس کې دي کوټې ته راننوځي. موريې، غوټۍ، غوسه پرې کوي چې ولې يې لمدې جامې له تناب څخه راټولې کړي دي؟ شمس دباران د اوريدو او په آسمان کې دتورو وريځو د راتلو خبره کوي او له مور څخه غواړي چې پاتې جامې هم راټولې کړي. غوټۍ کړکۍ پرانيزي او په اندېښنه دتورو وريځو او سخت باران خبره کوي. شپه تياره شوې ده. شمس ډير تږى دى او غوټۍته،چې په درانده خوب ويده ده، نارې وهي. لالباز غوټۍ ملامتوي، چې د اوبو په راوړلو کې لټي کوي. غوټۍ اورلګيت لټوي خو شمس يې مومي او هغې ته يې ورکوي. مور يې لاټين لګوي او د اوبو د راوړلو له پاره له کوټې څخه وځي او په بيړه او چيغو د يوې بدې پېښې خبره کوي. غوتۍ وايي چې دسيلاب او به يې انګړته راننوتي دي. لالباز د اوبو د وتلو د لارې پوښتي. د جانباز پام د شيلې دمخې دديوال لويدو ته ورګرځي. غوټۍ د حل لار پوښتي. جانباز وايي چې دکور دسامانونو په راټولو کې دې بيړه وکړي. تيز باران اوري او د سيلاب اوبو د هغوى د کور ټول سامان لوندخيشت کړى دى.
جانبازله غوټۍ څخه د هغې د ګاڼې پوښتي. غوټۍ وايي چې هغه يې په غټ صندوق کې اېښې ده چې اوس په اوبو کې دى. جانباز لالباز ته وايي چې له صندوق څخه دې يوازې سندونه، پيسې او ګاڼه راواخلي. لالباز همداسې کوي او ياد شوي شيان له ځان سره اخلي. په دې وخت د سيلاب له کبله د هغوى کور د چپه کيدوغږ تر غوږو کيږي. کوچيان : پيرو له انارګل څخه غواړي چې د اودس له پاره اوبه ورته تيارې کړي او هم ددرخانۍ دنه راتګ خبره کوي. په دې وخت کې درخانۍ راځي او د پيرو د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي، چې په خسو پسې ډير ليرې ځاى ته تلې وه خو پوره خس يې پيدانکړاى شول.
انارګل مور باندې زيرى کوي چې له دې ستونزې به خلاصه شي. پيرو توضيح غواړي. انارګل ديوه داسې ځاى يادونه کوي چې ډيرخس لري او د دوى کېږديو ته نيږدى هم دى. په کم عمر کې واده : حميده دکورنۍ مجلې پاڼې اړوي، چې ګلالۍ راځي او د هغې د بوختيا پوښتي. حميده وايي غواړي يوه مقاله وليکي خو ښه موضوع نه لري. ګلالۍ وايي چې د نور يې د ناڅاپي مړينې او په کم عمرکې د نجونو د واده د خطرو نو په هکله دې يوه مقاله وليکي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||