|
نوی کور، نوی ژوند: ٢٠٩٨-٢١٠٠ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
غفار، په داسې حال کې چې وينې يې له سرڅخه روانې دي، له سيدمحمد سره مخ کيږي. سيدمحمد په وارخطايۍ د هغه د ټپي کيدو علت پوښتي. غفار له آدم خان سره د خپل لاس اوګريوان کيدو وايي. غفار زياتوي اوس حکومت ته ځي چې دآدم خان سره د خپلې شخړې مساله رسمي کړي. سيدمحمد يې دتلو مخنيوى کوې او ورته وايي چې پيسې دې تيارې کړې او ده ته دې وسپاري چې آدم خان ته يې ورکړي. غفار کور ته ځي او له ګل مکۍ غواړي چې په بکس کې ساتل شوې پيسې هغه ته ورکړي. ګل مکۍ پوښتنه ترې کوي، چې پيسې يې د څه دپاره په کار دي؟ غفار وايي چې پيسې آدم خان باندې سپاري. ګل مکۍ پيسې کمې بولي، خو غفار وايي چې سيدمحمد منځګړتوب کوي، کيداى شي چې دآدم خان سره يې لانجه غوڅه شي. غفار او سيدمحمد دآدم خان ديرې ته ورځي او له هغه غواړي چې له غفار څخه خپلې امانت پيسې بيرته واخلي، خو آدم خان پيسې له ګټې سره يوځاى غواړي. غفار دپيسو دګټې له ورکړې ډډه کوي.
آدم خان غفار ته ګواښ کوي چې که پيسې يې ورنکړې نو ژوندى به يې پرې نه ږدي. غفار وايي هغه به هم آرام نه کيني. سيدمحمد له آدم خان څخه غواړي چې له هغه سره يوځاى د باندې ووځي چې يوه ضروري خبره ورته وکړي. سيد محمد له آدم خان ته وايي، چې له غفار څخه خپلې پيسې بيرته واخلي، کنه غفار به دهغه د ترياکو د کارو بارخبره حکومت ته ورسوي، چې دا کار به آدم خان له زياتو ستونزو سره مخ کړي. غفار بيرته کورته ستنيږي او د ګل مکۍ ديوې پوښتنې په ځواب کې وايي، چې د سيدمحمد د زيات ټينګار په وجه آدم خان خپلې پيسې بيرته واخيستې. ګل مکۍ خوښيږي او له غفار څخه غواړي چې له دې وروسته په ترياکوله چاپيسې وانه خلي! دايډزله ناروغانوکرکه ،دهغوى دمايوسۍ سبب کيږي : فاطمه د بي بي ګلې له کوره راستنيږي. جانداد ترې د بي بي ګلې سره د هغې د خبرو د پايلې په هکله پوښتي. فاطمه په ژړا کيږي او د بي بي ګلې د ناوړه چلند او له دې سره د هغې دکرکې يادونه کوي. جانداد فاطمه ملامتوي چې ولې يې بي بي ګله د خپل ايډز له ناروغۍ خبروله. فاطمه وايي چې دې نه دي ورته ويلي او زياتوي چې مور يې، زرمينې، دا خبره هغې ته کړې ده.
سمندر د جانداد دکان ته ورځي، جانداد خپه وي. سمندر دهغه د خپګان علت پوښتي. جانداد وايي چې د کور خاوند ورته د کور د خالي کولو ويلي دي . سمندر د هغوې د دې کار علت پوښتي. جانداد خبره تيروي. سمندر ترې غواړي چې بيرته کلي ته ستانه شي، خو جانداد وايي چې دځينو ستونزو له کبله يې کلى پرېښودلى دى اوس نه شي کولاى بيرته کلي ته ستانه شي. سمندر بيرته کلي ته ستنيږي او په لار کې له اکبرسره، چې د جانداد خسر او ماما کيږي، مخ کيږي. سمندر د جانداد ستونزه له اکبر سره يادوي او له هغه غواړي چې په ليرې کولوکې يې لاس په کار شي. اکبر ورسره هوکړه کوي. کوچيان : درخانۍ يوه ټوټه ډوډۍ په دستمال کې تړي او انارګل ته يې ورکوي چې رمه بوځي خو انارګل د رمې له بيولو ډډه کوي، ځکه چې په څړځاى کې ماينونه ليدل شوي دي. پيرو ټوله ملامتيا په درخانۍ وراچوي ځکه د هغې د ټينګار په وجه يې په دامان کلي کې کډې واړولې.
انار ګل وايي هغوى ګومان نه کاوه چې د دامان کلي په څړځايونو کې به ماينونه وي او له پيرو غواړي چې بيرته برکلي ته کډې يوسي. پيرو له خپلې کورنۍ سره بيرته برکلي ته ځي او په پخواني ځاى کې خپلې کېږدۍ وهي. انارګل خوښي څرګندوي چې بيابه له خپلو پخوانيو انډيوالانو سره وګوري، خو درخانۍ بيا دماين له خطرڅخه د بچ کيدو له امله خوښه ده. ماشومانو ته دډاروونکوکيسودکولوپايلې(نتيجې) شپه ده؛ پلوشه په ناروسورو کوټې ته ننوځي او په انګړ کې د تور ديو دشتوالي وايي. موريې پرې منت کوي چې تل د ډاروونکو شيانو خبرې کوي، خو پلوشه په خپله خبره ټينګار کوي. اکبر ورته د ډاکتر له خولې وايي چې داسې ډاروونکي شيان هيڅ وجود نه لري، خو پلوشه وايي چې په انګړکې يې همدا رنګه يو شى ليدلى دى او له پلار څخه هيله کوي چې ورسره لاړ شي او په خپلو سترګو يې وګوري. اکبر يې په بيړه مني.
اکبرله پلوشې سره يوځاى انګړته ځي ورته څرګنديږي چې پلوشه په ونه کې د ځوړند کميس څخه ويرېدلې ده. زرمينه وايي چې هغې جامې منيځلې وې، په تناب خاى نه و، کميس په ونه کې ځوړند کړ. اکبر کميس له ونې را اخلي او پلوشې ته يې ورښيي. زرمينه له پلوشې غواړي چې ډار ته په زړه کې ځاى ورنه کړي، ځکه ډير هغه شيان چې په کيسو کې راځي، رښتيا نه وي. پلوشه هم داخبرې مني. دکرنې ميکانيزه کول : د ګل خان د تراکتور د رانيږدې کيدوغږ اوريدل کيږي. ګلالۍ د ګل خان تراکتورکليوالو ته غنيمت ګڼي، ځکه پخوا ډير خلک د قلبه يې غوايانو د نشتوالي له کبله له ستونزو سره مخ وو، چې اوس د ګل خان تراکتور په کم وخت کې ډيره ځمکه اړولى شي. سرور وايي ناظرهم ترې غوښتي چې تراکتور واخلي. ګلالۍ وايي که چيرې سرور غواړي چې تراکتور واخلي نو له خپلو دوستانو سره دې په بر خه کې مشوره وکړي. په کوز کلي کې ډيزلي ژرنده ګل خان اوسميع الله د ډيزلي ژرندې له پاره خط اندازي کوي چې مجيد راځي او په دومره لويه ساحه کې دهغوې د خط اندازۍ پوښتي.
ګل خان د فتح خان له خولې وايي چې دژرندې ترڅنګ دخلکو د هغو څارويو له پاره هم ځاى په پام کې نيول شوى چې ژرندې ته غنم پرې راوړي. مجيد هغه ځاى عامه شتمني بولي او له ګل خان څخه پوښتي چې دا ځمکه فتح خان اخيستې که نه؟ ګل خان او سميع الله دواړه بې خبري څرګندوي. ګل خان کور ته ستنيږي او دفتح خان ديوې پوښتنې په ځواب کې وايي چې هغوى يوازې ځمکه خط اندازې کړه خو هواره کړې يې نه ده او د مجيد له خولې وايي چې هغه ځمکه د ټولو خلکو ګډه شتمني ده. فتح خان د ګل خان خبرې تاييدوي خو وايي چې ډيزلي ژرنده هم د ټولو خلکوپه ګټه ده، نو ځکه هغه کولاى شي په هغې ځمکه کې ژرنده ولګوي. ګل خان يې نه مني، خو فتح خان ورته غوسه کوي او ترې غواړي چې څه ورته هغه وايي سرته يې ورسوي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||