BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:57 گرينويچ 2007 ,29 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوی کور، ژوند: ٢٠٩٥-٢٠٩٧
عابده، گلالۍ، اجمل، ګل محمد، مور او سيدمحمد


عابده له ګلالۍ څخه د نوريې د ناروغۍ پوښتي. ګلالۍ د نوريې روغتيايي حالت ناوړه بولي او وايي چې د هغې علاج په کلينيک کې نه کيږي.

اجمل په وارخطايۍ د حل لاره پوښتي. ګلالۍ وايي چې هغوى امبولانس راغوښتي، چې نوريه د ولايت روغتون ته ولېږدوي.

په دې وخت کې د امبولانس غږ له ليرې ترغوږو کيږي؛ عابده په ژړاپيل کوي.

ګل مکۍ نوريې ته خواړه تيار کړي دي او له غفار څخه غواړي چې کلينيک ته يې يوسي او د ګلالۍ له خولې وايي،

هغه نجوني چې په کم عمر کې واده کيږي، د ماشوم د زيږونې پرمهال مور او ماشوم دواړه د مرګ له ګواښ سره مخ کيږي.

ګل مکۍ غفار پړ بولي چې د نوريې هيڅ پوښتنه يې نه ده کړې. غفار له ګل مکۍ غواړي ژر ورته خواړه ورکړي چې نوريې ته يې کلينيک ته ورسوي.

عابده، گلالۍ اواجمل
ګلالۍ وايي چې هغوى امبولانس راغوښتي، چې نوريه د ولايت روغتون ته ولېږدوي.

شفيقه د ګل مکۍ دوى کره ورځي خو ګل مکۍ ورسره په خواشينۍ روغبړکوي. شفيقه د هغې د خپګان پوښتي.

ګل مکۍ ورته د نوريې د ناروغۍ د زياتوالي اوکلينيک ته دهغې د لېږدولو خبره کوي.

ګل مکۍ په کلينيک د هغې دروغتيايي حالت د لاخرابيدو وايي او زياتوي چې هغه يې د ولايت روغتون ته لېږدولې ده.

شفيقه ددې خبرو په اوريدو په چورت کې ډوبيږي اوپه ژړا پيل کوي.

د ايډز له ناروغانو کرکه، د هغوى د مايوسۍ سبب کيږي:

بي بي ګله د زرمينې د ليدو له پاره بياهم د فاطمې دوى کره ورځي او له هغو آسانتياوو څخه چې فاطمې دوى ته په کرايي کور کې رامنځته شوي دي يادونه کوي. زرمينه د هغې خبرې ردوي او وايي چې په کلي کې هغوى تر دې آرام وو.

بي بي ګله د هغوى دکډې کولو علت پوښتي. زرمينه وايي دا چې جانداد او فاطمه د ايډز په ناروغۍ اخته دي، د هغې ليور او د ليوره ښځې يې د ناروغۍ څخه کرکه کوله، نو ځکه دوى له کلي څخه کډې کولوته اړشول.

 فاطمه د بي بي ګلې دوى کره ورځي خو بي بي ګله يې خپل کورته له داخليدو مخنيوى کوي. ځکه چې فاطمه او جانداد د ايډز په خطرناکه ناروغۍ اخته دي، کيداى شي دا مرض دوى ته هم ولېږدي.

بي بي ګله بيرته خپل کور ته ستنيږي او له رسيدو سره جوخت چيني کاسه ماتوي. مېړه يې ګلاب شاه علت پوښتي.

بى بى ګله وايي چې فاطمه او جانداد د ايډز په خطرناکه ناروغۍ اخته دي او فاطمې په دې کاسه کې ډوډۍ خوړلې وه.

ګلاب شاه يې نه مني او وايي کيداى شي بي بي ګله سمه نه وي پوه شوې. بي بي ګله وايي چې دا خبره ورته د فاطمې مور کړې ده. د دې خبرې په اوريدو ګلاب شاه هم په چورتونو کې ډوبيږيږي.

ګلاب شاه د جانداد دوى کره ورځي او له هغه څخه غواړي، چې ژرترژره کور پريږدي. جانداد علت پوښتي. ګلاب شاه وايي چې په خپله کورته ډيره اړتيالري.

جانداد په دې برخه کې د کړي پريکړه ليک خبره کوي. ګلاب شاه وايي هغه چمتو دى چې دپښيمانۍ پيسې ورکړي.

جانداد ترې وخت غواړي، ګلاب شاه د کور د خالي کولو له پاره ورته درې ورځې مهلت ورکوي، کنه په زور به يې له کوره وباسي.

جانداد دکور د څښتن د ناوړه چلندڅخه ډير خپه دى. فاطمه د هغه د ناوړه چلندعلت پوښتي. جانداد بې خبري څرګندوي او فاطمې ته وايي کيداى شي د هغې اوبي بي ګلې ترمنځ کومه شخړه شوې وي.

د جانداد دوى دکډې کولو علت څه و
بي بي گله او زرمينه
 دا چې جانداد او فاطمه د ايډز په ناروغۍ اخته دي، د هغې ليور او د ليوره ښځې يې د ناروغۍ څخه کرکه کوله، نو ځکه دوى له کلي څخه کډې کولوته اړشول.
زرمينه

فاطمه بي بي ګله ډيره ښه ښځه يادوي او وايي چې د هغوى ترمنځ هيڅ ډول شخړه نه ده شوې.

جانداد غواړي په بل کرايي کور پسې ورګرځي خو فاطمه يې راګرځوي او ورته وايي چې خبره به له بي بي ګلې سره شريکه کړي.

فاطمه د بي بي ګلې دوى کره ورځي خو بي بي ګله يې خپل کورته له داخليدو مخنيوى کوي. فاطمه علت پوښتي.

بي بي ګله وايي چې فاطمه او جانداد د ايډز په خطرناکه ناروغۍ اخته دي، کيداى شي دا مرض دوى ته هم ولېږدي.

فاطمه پوښتي چې چا ورته دا خبره کړې ده. بي بي ګله د زرمينې نوم اخلي. فاطمه وايي چې د ايډز ناروغي د يو ځاى کيناستلو اويوځاى ډوډۍ خوړلو څخه له يوه کس نه بل ته نه لېږدي. بي بي ګله وايي چې داسې ده نو ولې د هغوى نږدې خپلوان ترې کرکه کوي؟!

د کرنې ميکانيزه کول:

ګل خان په خپل تراکتور باندې د سرور ځمکه اړوي چې ناظر د لاس په اشاره هغه ته لارښوونه کوي ګل خان خاندي او وايي چې د کرنې په ځمکه کې ترافيکي اشارو ته اړتيا نه ليدل کيږي.

د کرنې ميکانيزه کول
 سرور له ناظرڅخه پوښتي چې سپاره يې جوړه کړې ده او کنه؟ ناظر منفي ځواب ورکوي او وايي چې د سپارې او غوايانو وخت تيرشوى دى اوس بايد تراکتور واخيستل شي.

په دې وخت کې سرور راځي او په لږه شېبه کې په تراکتور باندې د زياتې ځمکې د اړولو په ليدو حيرانيږي او وايي که په تراکتور باندې د ځمکې د اړولو اجوره کمه وي، له دې وروسته به ټوله ځمکه په تراکتور واړوي.

په بله ورځ سرور له ناظرڅخه پوښتي چې سپاره يې جوړه کړې ده او کنه؟ ناظر منفي ځواب ورکوي او وايي چې د سپارې او غوايانو وخت تيرشوى دى اوس بايد تراکتور واخيستل شي.

سرور وايي، د هغوى په کورنۍ کې داسې څوک نشته چې تراکتور وچلوي. ناظر وايي هغه په هرڅه پوهيږي او په دې برخه کې يې دګل خان سره څوورځې کلينري هم کړې ده. سرور وايي ترڅو چې ناظر خپله ثابته نه کړي، هغه يې نه شي منلى.

کوچيان :

پيرو او انارګل په خپل ورک شوي پسه پسې د غره لمنې ته تلي دي. په دې وخت کې د يوې مېږې بغېدل د هغوى پاملرنه ځانته وراړوي.

پيرو او انارګل
پيرو او انارګل په خپل ورک شوي پسه پسې د غره لمنې ته تلي دي چې ناڅاپه يوه چاودنه کيږي.

هغوى د مېږې د غږ د ځاى په لورحرکت کوي، چې په دې وخت کې ديوې سختې چادونې غږ پورته کيږي.

انارګل چې د چاودنې دغږ داوريدو له کبله بې هوشه شوى، ورو ورو په هوش کيږي اووايي چې روغ او جوړ دى.

پيرو د ماين د چاودنې ځاى هغه ته دلاس په اشاره ورښيي او ګومان کوي چې د هغوى مېږه به په ماين ور برابره شوې وي، ځکه د مېږې غږ هم نه راځي.

انارګل له ليرې د ميږې يوه پښه ويني او غواړي چې پسې ورشي خو پيرو يې نه پريږدي، ځکه کيداى شي هلته نور ناچاودلي ماينونه هم وي.

پيرواو انارګل بيرته دکور په لور روان دي چې د رحيمداد سره مخ کيږي.

رحيمداد ترې د هغوى د وار خطايۍ او په خاورو باندې د جامو د ککړوالي پوښتي.

پيرود غره په لمنه کې دماين دچاودنې ورته وايي.

پيرو او انارګل
انارګل له ليرې د ميږې يوه پښه ويني او غواړي چې پسې ورشي خو پيرو يې نه پريږدي

رحيمداد هغوى ملامتوي او د زلمي له خولې وايي چې ناپېژندل شوو سيمو ته له تلو مخکې بايد د کلي له خلکوڅخه په سيمه کې ماينونو د شته والي په هکله مالومات تر لاسه کړي.

د ترياکو له سوداګرۍ راولاړې ستونزې:

د آدم خان د ځمکې د بيې پيشکې پيسې ګل محمد کورته وړي او مور ته وايي چې هغه په خپل بکس کې وساتي. موريې نه مني او وايي چې هغه دې بيرته خپل خسر، آدم خان، ته وسپاري.

ګل محمد علت پوښتي. مور يې وايي چې آدم خان يو جنجنالي سړى دى. ګل محمد وايي چې اوس وزګار نه دى ، په بل کوم مناسب وخت کې به پيسې بيرته آدم خان ته وسپاري.

آدم خان د غفار دکان ته ورځي او هغه پيسې چې هغه ته يې په ترياکو ورکړې وې له ګټې سره يوځاى ترې غواړي.

ګل محمد، مور او سيدمحمد
ګل محمد پيشکې پيسې خپلې مور ته ورکوي چې په خپل بکس کې وساتي خو مور يې د هغه خبره نه مني.

غفار ورته د سيدمحمد سره دکړې پرېکړې خبره کوي، خو آدم خان وايي چې هغه پرېکړه يې په زيان ده.

غفار وايي چې د پور پيسې به يې ورکړي، خو د ګټې يا سود پيسې يې نه شي ورکولى.

آدم خان په غوسه کيږي او په تله باندې غفار په سروهي.

گل خان او ناظرنوى کور، نوى ژوند
٢٠٩٢-٢٠٩٤
گل محمد او نسيمنوى کور، نوى ژوند
٢٠٨٩-٢٠٩١
نسيم او ثمرگلنوى کور، نوى ژوند
٢٠٨٦-٢٠٨٨
اکبراو پلوشهنوى کور، نوى ژوند
٢٠٨٣-٢٠٨٥
زرمينه او پلوشهنوى کور، نوى ژوند
٢٠٨٠-٢٠٨٢
گل محمد او سيد محمدنوى کور، نوى ژوند
٢٠٧٧-٢٠٧٩
پري گله او نسيم نوى کور نوى ژوند
٢٠٧٤-٢٠٧٦
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>