|
نوى کور نوى ژوند: ٢٠٧٤-٢٠٧٦ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لالباز کور ته ستنيږي او له خپلې ميرمنې، غوټۍ، څخه غواړي حلواخيرات کړي، ځکه کله چې د ګل محمد سره د آدم خان د کور تر مخ په خبرواترو بوخت و، په هغوى باندې ډز وشو. غوټۍ علت پوښتي؛ لالباز ګومان کوي، چې په ګل محمد باندې به چا ډزکړى وي، ځکه چې نوموړى د ملک آدم خان د کور ساتنه کوي. غوټۍ خپگان څرګندوي چې ګل محمد به په ناحقه د ملک آدم خان د ناروا کارونو قرباني شي. پري ګله له دې کبله چې ګل محمد د خطر سره مخ دى، خپه ده او ډوډۍ نه خوري. سيدمحمد وايي چې ګل محمد په خپل سر کارونه کوي او د ده خبروته هيڅ غوږ نه ږدي. نسيم ستړى ستومانه راځي او وايي، ګل محمد يې په داسې حال کې وليد چې ټوپک يې په لاس کې و او ډير وارخطا روان و. سيدمحمد ګومان کوي چې د ګل محمد به د چاسره جګړه وي. پرى ګله په شنه سهار دخداى بښلي نيک محمدکورته ورځي او له نسيم څخه غواړي چې هغه هم له ځان سره دوکان ته بوځي، خو نسيم دکان ته د پري ګلې تګ لازم نه بولي.څ
پري ګله دکان ته په تلو ټينګار کوي او غواړي ګل محمد د ملک آدم خان د کور د ساتنې څخه راوګرځوي، ځکه دې کار د ګل محمد ژوند له ګواښ سره مخامخ کړى دى. ګل محمد ناوخته دکان ته رارسيږي، پري ګله د هغه د ناوخته راتګ علت پوښتي، خو ګل محمد ددې پر ځاى چې سم ځواب ورکړي، دکان ته د مور راتګ بې ځايه بولي. پري ګله پوښتي چې ولې ټوپک له ځان سره ګرځوي؟ ګل محمد وايي چې د خپل خسر دکور ساتنه پرې کوي. مور يې وايي که چيرې ګل محمد ټوپک ونه غورځاوه او د ملک د کور ساتنه يې پرې نښوده، نو خپلې شيدې يې نه دي وربښلي. ګل محمد د مور د غوښتنې له مخې کورته ځي. سيد محمد او پري ګله دواړه د ګل محمد په ورتګ خوښيږي. ګل محمد هم تاييدوي چې آدم خان ناروا کارونه کوي. ګل محمد وايي د ملک آدم خان تر بېرته راستنيدو پورې بايده دى، چې د هغه ماشومان او د کور نور سامان خپل کور ته رانقل کړي. ماين، دانسان پټ دښمن : رحيمداد زلمي پسې ورځي او ترې غواړي هغه ساحه چې سيم لرونکي ماينونه پکې ليدل شوي، ژرترژره پاکه کړي، ځکه الله داد زوى يې هلته خپله رمه د څرولو له پاره بيايي.
زلمى وايي، د ماين پاکانو ګروپ د ماين سيمې په نښه کړي دي اوکيداى شي ډير ژر ياده شوې سيمه له ماينونو څخه پاکه کړي. الله داد او سمندر د مکتب د صنفونو په جوړولو بوخت دي، چې د سختو چاودنو غږونه اوريدل کيږي. سمندر له د يوال څخه ټوپ اچوي او ويره څرګندوي چې ګوندې جګړه پيل شوه. الله داد د زلمي له خولې وايي، چې د ماين پاکانو ګروپ ماينونه چوي او وايي، زلمي ورته ويلي چې نور کليوال هم خبرکړي چې له ماينونو څخه د سيمې د پاکولو تر پايه دې هغې سيمې ته خلک نه ورځي. زرمينه هم په خپل کور کې د چاودنې غږ اوري اوله قمبرګل څخه په دې هکله پوښتي. قمبرګل وايي چې زلمى د ماين پاکانو له ټيم سره سيمه له ماينونو پاکوي. زرمينه زلمي ته دعاکوي چې خلک د ماينونو له شر څخه خلاصوي. قمبرګل وايي هغه ته هم پته ولګيده چې نور ناپېژندل شويو شيانوته لاس ورنه وړي. په دې وخت کې د قمبرګل پلار، اکبر راځي چې له بازاره يې تناب هم له ځان سره راوړى دى. ماشومانو ته د ډاروونکو کيسو د کولو پايلې(نتيجې): عاطفه جامې مينځي او رحيم ته وايي چې لور يې، عاقله، هيڅ د هغې خبرو ته غوږ نه نيسي.
رحيم له عاقلې څخه د هغې د دې کار علت پوښتي. عاقله وايي د زمري او لرګي ماتوونکي هغه کيسه چې پلار يې ورته په صنف کې کړې وه، خپلو خويندوته کوله. پلار يې ورته وايي، چې د کيسو تر څنګ دې د خپلې مور سره هم مرسته کوي. عاقله د پلار خبره مني. ولس په ولايتي شورا کې له خپلو استازو څه غواړي؟ سمندر خوشاله دى او وايي چې د مکتب د صنفونوکار په ډيره ښه توګه پاى ته ورسيد او له مجيدڅخه خوښي څرګندوي، چې د صنفونو د کړکيو او دروازو په جوړولو کې يې زيات زيار وګاله. سرور هيله څرګندوي چې په راتلونکې کې د هغوى په کلي کې برېښنا، سړک او کلينيک هم جوړشي. رحيم مکتب د علم د زده کړې ځاى بولي او وايي، چې له دې لارې زده کوونکي د خداى ((ج)) پيزندنه حاصلوي او له علم څخه په نيکه لارکې ګټه اخلي.
شمس، عاقله او پلوشه د مکتب د نويو کوټو د جوړلو له کبله خوښ دي او په دې هکله ترانه وايي. معلم رحيم د هغوى دا کار ستايي او وايي چې زده کوونکي بايد تل د نورو ترانو تر څنګ ملي او وطني ترانې هم ووايي. عاقله د دا راز ترانو د ګتې په هکله پوښتي، معلم رحيم وايي چې دا شان ترانې په شاګردانو کې د وطنپالنې روحيه راژوندۍ کوي او هغوي د علم زده کړې اوکار کولو ته هڅوي. د ايډز له ناروغانوکرکه، د هغوى د مايوسۍ سبب کيږي: زلمى کور ته راځي او فاطمه ورته وايي چې شفيقه د غفار دوى کره تلې ده. زلمى د شفيقې د تګ علت پوښتي. فاطمه خپله او د جانداد د ايډز ناروغي د شفيقې د کرکې لامل ګڼي. زلمى وايي، ايډز د يو ځاى ناستې پاستې او ګډې ډوډۍ خوړلو څخه له يوه کس نه بل کس ته نه ځي او په دې توګه شفيقه په غياب کې ملامتوي او وايي چې هغه به يې وپوهوي. فاطمه خپه ده، جانداد راځي او د هغې د خپګان علت پوښتي. فاطمه وايي، شفيقې د دوى د ايډز له مرض څخه د کرکې له امله کور پرې ايښى او زلمى هم په شفيقې پسې تلى دى.
جانداد له فاطمې غواړي، چې د کور کالي ټول کړي، ځکه هغه د ولسوالۍ په بازار کې کرايي کور نيولى دى او هم له فاطمې څخه غواړي چې له دې خبرې څوک خبر نه کړي! زلمى د غفار دوى کره ورځي او وايي چې شفيقه تيره ورځ له کوره وتلې او تر اوسه بېرته نه ده راغلى. غفار پوښتي چې آيا د هغې او زلمى تر منځ کومه شخړه شوې؟ زلمى منفي ځواب ورکوي. غفاروايي کيداى شي په شفيقې کومه پېښه شوې وي. ناظر که شپون ؟ ګل خان په تراکتور کې کوم لوري ته روان دى، چې ناظر يې درولو ته رابولي او د خپلې تباهۍ نارې سورې وهي. ګل خان د هغه د تباه کېدو علت پوښتي. ناظر د نسيم له خولې وايي چې د شيدو د پلورلو په پيسو کې يې ناچل او ساختګي نوټونه ګډ دي. ګل خان د ناظر د پيسو په ليدلواطمينان ورکوي، چې پيسې يې ساختګي نه دي. ناظرخوښي څرگندوي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||