BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:31 گرينويچ 2007 ,29 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوى کور،نوى ژوند: ٢٠٦٨-٢٠٧٠
رابياګله او نسيم
نسيم هم د کلي له خلکو سره د مکتب د ټولګيو په جوړولو کې ونډه اخيستلې وه.
نسيم په خاوروخټوککړ کورته ځي او موريې ورته غوسه کوي. نسيم وايي، چې د مکتب د ټولګيو په جوړولو کې يې ونډه اخيستې وه، ځکه چې مکتب د خپل کور په څېر ورته ښکاري.

هغه زياتوي، چې د کلي خلکو له هر کور څخه يويو تن د حشر په کار کې برخه اخيستې وه، چې ده هم د خپل کور په استازيتوب پدې ګډ کار کې برخه واخيسته. رابياګله هم د نسيم دا کار ستايي.

سمندر د ټولګيو د ودانۍ په چارو بوخت دى اوګل خان ورته تيږې ورکوي. سمندرله ګل خان څخه مننه کوي، چې د ښو تيږو په راوړلو کې يې ډير زيار ايستلى دى.

ناظر له سمندرڅخه ګيله کوي، چې ولې د هغه د کارونو ستاينه نه کوي؟ رحيمداد د ناظر کار د ستاينې وړ نه بولي، خو ګل خان وايي چې ناظر هم ډيره ښه خټه جوړه کړې ده.

ناظر وايي، ترڅو رحيمداد ډول اوسرنى ونه وهي، هغه به هېڅ کار ته لاس ورنيژدې نه کړي. ګل خان له رحيمداد نه غواړي، چې ډول اوسرنى ووهي. رحيمداد په خوښۍ د ګل خان خبره مني.

طاهره او حميده چينې ته په اوبو پسې تلې دي، په دې وخت کې د ډول او سرني غږ د هغوى پاملرنه ځانته وراړوي. هغوى ګومان کوي چې کيداى شي کوم واده وي.

په دې وخت کې عاطفه راځي او وايي، چې د کلي خلکو په مکتب کې د ټولګيو د جوړولو له پاره د خپلې خوښې کار پيل کړى دى او د پوهنې رياست د ولايتي شوراپه پاملرنه او د کلي د خلکو په غوښتنه دا راز يوه مرسته کړې ده.

دترياکوله سوداګرۍ راولاړې ستونزې :

ماښام دى او ګل محمد د خپل دکان دروازه بندوي. پلاريې، سيدمحمد، په بيړه راځي. ګل محمد ترې پوښتي، چې ولې په دې تور ماښام کې دولسوالۍ بازار ته راغلى دى؟

آدم خانه ته د د ښمنانو ګواښ
غوټۍ، لعل باز او جانباز
 آدم خان ډير نارواکارونه سرته رسوي او لعلبازه! نور نو کورته لږ وخته راځه، ځکه د آدم خان د ښمنان د هغه دله منځه وړلو په تکل کې دي
جانباز

پلار يې وايي هغه راغلى چې ګل محمد د خپل خسر، آدم خان، د کور له تگ څخه منع کړي، ځکه مجيد وايي چې ګل محمد هم د آدم خان په ناوړو کارونو کې شريک شوى دى، خو ګل محمد د خپل خسر کره تګ يوه اړتيابولي.

ګل محمد د خپل خسر کره روان دى چې له جانباز سره مخامخ کيږي. ګل محمد له جانباز څخه پوښتي، چې ولې وارخطا ښکاري؟ جانباز وايي چې څو ناپېژندل شوي کسان يې د آدم خان د کور ترڅنګ وليدل.

جانباز ګومان کوي، چې هغه کسان به خطرناک وي، ځکه داسې برېښيده، چې تر څادرونو لاندې وسلې هم ورسره وې. جانباز له ګل محمد څخه پوښتي، چې په دې توره شپه کې چيرې روان دى؟

ګل محمد وايي چې خسريې، آدم خان، په کور کې نشته او د هغه د کور او کورنۍ ساتنه د ده په غاړه ده. جانباز له ګل محمد څخه غواړي چې ځان ته دې پام کوي، ځکه آدم خان له ډيرو خطرناکو خلکو سره راکړه ورکړه لري.

لعل باز، د جانباز زوى، ماښام ناوخته کور ته ځي او پلار يې ورته غوسه کوي. لعل باز علت پوښتي، پلار يې وايي، چې بد ګاونډى د دوى د سرخوږۍ لامل شوى دى.

د لعل باز ميرمن، غوټۍ، د بد ګاونډي په هکله پوښتي. جانباز وايي، آدم خان ډير نارواکارونه سرته رسوي، او له لعلباز څخه غواړي چې کورته دې لږ وخته راځي، ځکه د آدم خان د ښمنان د هغه دله منځه وړلو په تکل کې دي.

غوټۍ د آدم خان د غيابت پوښتي؛ جانباز وايي، چې هغه ځان پټ کړى او زوم يې، ګل محمد، د هغه د کور او کورنۍ ساتنه په غاړه اخيستې ده .

اخطاريه!
نسيم، غفار او ګل محمد ته ليک لولي
ليکلې يې دي، چې د ملک آدم خان د پټيدو ځاى ورته څرګندکړي، کنه نو ګل محمد به د مرګ له خطر سره مخ شي.
نسيم

غفار د ګل محمد دکان ته ورځي او له هغه څخه غواړي، چې ژر دکان پرانيزي، ځکه غواړي ځان ته يوه جوړه بوټان واخلي او بيرته ولاړ شي.

د دکان د دروازې د پرانيستلو پر مهال، د خط يو پاکټ په ځمکه غورځي. دواړه حيرانيږي چې خط به د چا وي او څه به پکې ليکل شوي وي، ځکه دواړه د زده کړې له نعمت څخه بې برخې دي.

په دې وخت کې نسيم هم دکان ته رارسيږي. ګل محمد له هغه څخه هيله کوي، چې خط ورته ولولي. نسيم وايي ، چې د پاکټ پر څټ اخطاريه ليکل شوې ده. نسيم د پاکټ سرڅيرې کوي، چې خط ولولي.

ګل محمد د مجيد دوى کره تلى دى او هغه ته وايي، چې ناپېژندل شوو کسانو يې دکان ته اخطاريه ليک ورغورځولىدى او ترې غوښتي يې دي، چې د ملک آدم خان د پټيدو ځاى ورته څرګندکړي، په غير د هغې به ګل محمد د مرګ له خطر سره مخ شي.

مجيد پوښتي، چې هغه ورسره څه راز مرسته کولاى شي؟ ګل محمد ترې غواړي چې دملک آدم خان د کور په ساتنه کې دې ورسره مرسته وکړي.

مجيد د ګل محمد غوښتنه نه مني او وايي، چې آدم خان هميشه ناروا کارونه سرته رسوي او له قاچاقبرانو سره سراوکار لري، چې له دې موضوع څخه يې ګل محمد هم خبرکړى و.

ګل محمد او رابياګله
ګل محمد د ټوپک ګيټ کشوي، تر څومالومه کړي چې ټوپک تش دى که ډک؟ په دې وخت د ډز غږ پورته کيږي.

ګل محمد، په داسې حال کې چې ډير پريشانه دى، د رابيا ګلې کره ځي.

رابيا ګله د هغه دپريشانۍ پوښتي. ګل محمد وايي چې خسريې، آدم خان په کوم سفر تلى او د هغه د کور ساتنه د ده په غاړه ده.

رابياګله دا کار د پرېشانۍ سبب نه ګڼي، خو ګل محمد وايي چې خسر يې دښمندار دى او دګل محمد ژوند هم په خطر کې دى او له رابياګلې څخه غواړي، دهغه د ځان ساتنې له پاره ورته د کريم ټوپک د څو ورځو پر مخ امانت ورکړي.

رابيا ګله د ګل محمد غوښتنه مني او ورته وايي، چې کولاى شي ټوپک د زيات وخت له پاره له ځان سره وساتي. ګل محمد دټوپک ګيټ کشوي څومالومه کړي چې ټوپک تش دى که ډک؟ په دې وخت د ډز غږ او د رابياګلې د چيغو آواز ترغوږو کيږي.

ماين، دانسان پټ دښمن :

رحيمداد د بابه اسلم سر خريي، په دې وخت کې زلمى راځي. بابا اسلم او رحيمداد له هغه سره تر روغبړ وروسته پوښتي، چې چيرې روان دى؟

زلمى وايي، چې د غره په ډډه کې داسې ماينونه پيدا شوي، چې يو سريې په ځمکه کې ښخ دى او بل سر يې د يوه سيم سره، چې دځمکې پر مخ دى، تړلى دى.

هغه جومات ته روان دى او له ملا څخه غواړي چې د کلي اوسيدونکي له دې موضوع خبر کړي.

رحيمداد وارخطا کيږي او وايي، چې زوى يې، الله داد، هم دغره ډډې ته رمه بېولې، نه چې د هغه رمې ته کوم زيان ورسيږي. بابا اسلم رحيمداد ساده بولي او ترې غواړي، چې د الله داد په فکر کې دې هم و اوسي

!

ماين، دانسان پټ دښمن دی!
يو نوي ډول ماين پيدا شوی، چې يو سريې له سيم سره تړلى او کيداى شي چې بل سريې ترځمکې لاندې له څو ماينونو سره تړلى وي او د انسان او يا حيوان له تماس سره سم وچوي.
ملا صاحب

زلمى وايي، هغوى هوډ کړى، چې دماين پاکوونکو ګروپونو په مرسته هغه سيمه د ماين له شته والي پاکه کړي. بابا اسلم وايي هغه په خپله جومات له ځي او له ملا څخه به وغواړي، چې کليوال له دې موضوع څخه خبر کړي!

بابا اسلم جومات ته ځي او دماين دشته والي موضوع له ملاسره شريکوي او له هغه څخه غواړي، چې کليوال خبرکړي ترڅو له ماينونو څخه د سيمې د پاکولو تر وخته هغې خواته ولاړ نه شي.

ملا ماين د انسان پټ دښمن بولي او دعا کوي، چې خداى دې دا مصيبت ډير ژر زمونږ له وطن څخه ورک کړي. هغه وايي، چې تر لمانځه وروسته به خلک ديوه نوي ډول ماين له پيدا کيدوڅخه خبر کړي.

تر لمانځه وروسته ملا د کلي خلکو ته د يو ډول نوي ماين د پيدا کيدو په هکله وايي، چې يو سريې له سيم سره تړلى او کيداى شي چې بل سريې ترځمکې لاندې له څو ماينونو سره تړلى وي اودانسان او ياحيوان له تماس سره سم وچوي.

اکبر وايي، لومړى د دې ډول ماين سره د هغه زوى، قمبرګل، مخ شوى و خو له خطر څخه يې خبر نه و. ملا خوښي څرګندوي، چې قمبرګل له سيم سره غرض نه وکړى.

ماشومانو ته دډاروونکوکيسودکولوپايلې(نتيجې):

ثمرګل له بازار څخه څو دانې کتابونه او ښکلې مجلې له ځان سره راوړي دي. د هغه وړه خور، پلوشه، د کتابونو له منځه هغه کتاب اخلي، چې د زمري په تصوير ښکلى کړاى شوى دى.

پلوشه د کتاب د محتوياتو په هکله پوښتي. ثمرګل وايي، چې دا د يوه لرګي ماتوونکي او زمري کيسه ده. پلوشه له ثمرګل څخه غواړي چې دا کيسه ورته ولولي.

ثمرګل ورته وايي، پلوشه کولاى شي په يوه مناسب وخت کې کتاب واخلي او د تصويرونو له مخې يې په کسيه ځان پوه کړي؛ خو پلوشه ورته وايي چې همدا اوس کتاب هغې ته ورکړي!

د کتاب محتويات
ثمرګل پلوشې ته وايي، چې دا د يوه لرګي ماتوونکي او زمري کيسه ده او پلوشه دې د تصويرونو له مخې يې په کسيه ځان پوه کړي

ثمرګل پلوشې ته د کتاب له ورکولو ډډه کوي. پلوشه ژاړي.

موريې، زرمينه، راځي او د موضوع تر پوهېدنې وروسته له ثمرګل څخه غواړي، چې کتاب پلوشې ته ورکړي، خو ثمرګل وايي چې تر لوستلو وروسته به کتاب ورکړي.

دايډزله ناروغانوکرکه ،دهغوى دمايوسۍ سبب کيږي:

جاندادپه خپله خونه کې ناست دى چې ورور يې، زلمى، راځي او د هغه د روغتيا پوښتي. جانداد چې په زړه کې نيولى دى، د خپلې روغتيا ډاډ ورکوي.

زلمى د جانداد په خبرو باورنه کوي، او وايي، چې هغه د جانداد او فاطمې له ناروغۍ څخه ځوريږي، خو جانداد د زلمي خبرو ته د شک په سترګه ګوري.

زلمى په خپلو خبروټينګار کوي خو جانداد وايي چې هغه او فاطمه د مرګ په پوله ناست دي او نه غواړي تر دې زيات د نورو دکرکې وړ وګرځي.

په کم عمر کې واده :

زلمى د نوريې کره تلى دى. نوريه د چاى تيارولو له پاره ځي.

اجمل، نوريه او زلمی
نوريه په کم عمر کې واده شوې، ځکه هغه مهربانۍ ته اړتيالري

زلمى اجمل ته وايي، چې ګل مکۍ د نوريې په کورنيو چارو کې بې ځايه لاسوهنه کوي او د هغې سره ناوړه چلند کوي.

اجمل د زلمي خبرې تاييدوي. زلمى وايي، چې له يوې خوا د نوريې عمر کم دى او له بلې خوايې ډيرې بدې ورځې ليدلي دي.

ځکه هغې خپله ټوله کورنۍ په زلزله کې له لاسه ورکړې او اوس مهربانۍ ته اړتيالري.

ګل خان او نسيم نوى کور، نوى ژوند
٢٠٦٥-٢٠٦٧
الله داد او زلمینوی کور، نوی ژوند
2062-2064
لالباز او آدم خان نوی کور، نوی ژوند
٢٠٥٩ تر٢٠٦١
بابا اسلم او رحيمدادنوى کور، نوى ژوند
٢٠٥٦ تر ٢٠٥٨
گل خان نوى کور، نوى ژوند
٢٠٥٣ تر٢٠٥٥
 د سپين ږيري جرگهنوى کور، نوى ژوند
٢٠٥٠ تر ٢٠٥٢
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>