BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوى کور، نوى ژوند: ٢٠٥٠ تر ٢٠٥٢
لالباز او معلم صاحب رحيم

سيلاب له ورانۍ پرته ، شخړې هم له ځانه سره راوړي:

سمندر دسيلاب وړې ځمکې د بريد د تيږو د پيدا کولو له پاره د ځمکې په کيندلو بوخت دى. اکبر ورته وايي که ډير ستړى شوى وي ښه به وي چې کار بلې ورځې ته پرېږدې!

سمندروايي، چې سيدمحمد ډير سرتمبه بنيادم دى، هغه ورته همدانن ورځ ټاکلې چې دبريد تيږې پيدا کړي، که نه بيايې دعوه نه مني.

وروسته له ډيرو هلو ځلواو کيندنې کلند له يوې تيږې سره لګيږي؛ سمندر خوښي څرګندوي او اکبر ته وايي، چې دبريد تيږې يې پيداکړې.

اکبر سمندر د شپې د ډوډۍ له پاره خپل کور ته بيايي. هغوى د ډوډى په خوړلو بوخت وي، چې له ورايه يې د کلند د وهلوغږ ترغوږو کيږي.

سمندر وارخطا کيږي او اکبر ته وايي، چې کيداى شي سيدمحمد راغلي وي چې دبريد تيږې بې ځايه کړي.

سمندر دسيلاب وړې ځمکې پرسر
سمندر دسيلاب وړې ځمکې د بريدتيږې يې پيداکړې

اکبر او سمندر الکين له ځانه سره اخلي او دپټي په لور ځي. ټاکلي ځاى ته له رسيدو سره سم د الکين په رڼا کې سمندر ويني، چې د بريد تيږې بې ځايه شوې دي.

په دې وخت کې د سمندر پښه په کلندلګيږي. اکبر او سمندر پوهيږي چې سيدمحمد په رښتيا هم راغلى او کيداى شي بياهم راشي.

نو غوره بولي چې سمندر شپه همالته په پټي کې تيره کړي.

په سبا سيد محمد د سمندر دوى کور ته ورځي او دبريد د تيږو په هکله ور ځينې پوښتي. سمندر ورته وايي چې دبريد تيږې يې موندلي دي.

سيدمحمد دسمندر خبره نه مني او وايي چې سيدمحمد دخپلې ځمکې بريدونه ټاکلي دي، نور بريدونه نه شي منلى؛ خوسمندر وايي چې داخبره به دکلي سپين ږيري فيصله کوي.

د کلي تر مخ ميدانۍ کې د کلي مشران را ټول شوي دي. سمندر وايي چې دبريد تيږې يې موندلي خو سيد محمد يې نه مني او وايي، چې هغه سمندر نوې ښخې کړي دي.

جرگه
سمندر وايي چې داخبره به دکلي سپين ږيري فيصله کوي

د کلي ملا له فتح خان څخه غواړي، چې په دې برخه کې رښتيا خبره وکړي ځکه چې سيدمحمد ته ځمکه دفتح خان له کورنۍ څخه په ميراث رسيدلې ده.

فتح خان د بريد پيدا شوې تيږې پر ځاى بولي. ملااو دکلي نور مشران سيد محمد ملامتوي، چې دسمندر په ځمکه يې په ناحقه دعوه کړې وه.

په دفترونو کې يوازې دتفتيش په وخت کې کارونه ګړندي کيږي:

دعامې روغتيا نوې رئيسه دکلنيک کتلو ته راځي، ډاکتر اړکيږي چې پخپله د کلينک پاکولو ته مټې راونغاړي.

ګلالۍ راځي؛ هغه هم د ښيښو په پاکولو پيل کوي، چې په دې وخت کې ناظر دسرور په کلي ګانو پسې، چې ګلالۍ له ځا نه سره راوړې وي، راځي .

ناظرچې کله ګلالۍ دصفايۍ په کارونو بوخته ويني، په چاپلوسۍ له هغې څخه صافي اخلي او پخپله د ښيښو په پاکولو پيل کوي.

ډاکتر چې کله ناظر په کار بوخت ويني ورته غوسه کوي او ترې غواړي چې نور کار بس کړي، ځکه ناظر د پاکۍ پر ځاى ښيښې لاپسې چټلې کړې دي.

ناظر له چوکۍ څخه دراکښته کيدو پر مهال د ډېرې وارخطايۍ له کبله له چوکۍ څخه

ناظر او ډاکتر
ناظر د صفايۍ پر مهال له چوکۍڅخه راغورځي
راغورځي اود دوا ګانو المارۍ هم ورسره رالويږي، چې يو زيات شمير د دوا بوتلونه ماتيږي.

د ناظر لاس يو څه ټپي کيږي؛ ډاکترپه داسې حال کې چې په لاس يې دوا وهي، هغه ملامتوي، چې هرڅه يې ګډوډکړل.

په دې وخت کې د موټرو څو پرله پسې هارنونه تر غوږوکيږي؛ ډاکتر او ګلالۍ وارخطاکيږي، ځکه کيداى شي دعامې روغتيا نوې رئيسه راغلې وي.

ولس په ولايتي شوراکې له خپلو استازو څه غواړي؟

پلوشه او نور شاګردان د ښوونځي په انګړ کې له لمر او تودوخې څخه سرټکوي. معلم رحيم وايي، چې دنويو صنفونو د جوړولو يې په ولايتي شورا کې ويلي دي .

شمس له رخصتۍ وروسته کورته ځي اوپه خپله مور، غوټۍ، باندې زيرى کوي، چې دوى ته په ښوونځي کې صنفونه جوړوي .

موريې له شمس څخه پوښتي، چې هغه ته چاوويل چې نوې کوټې ورته جوړوي، که دا خبره رښتياوي ډير ښه کاربه وشي، ځکه کله له ګرمۍ شاگردان په تنګ وي او کله هم له خاورو دوړو او بارانو نوڅخه .

شمس دخپل معلم، رحيم، له خولې وايي، چې هغه ورته ويلي دي. دشمس پلار، لالباز، د شمس خبرې تاييدوي او وايي چې هغه او دکلي نورو اوسيدونکو له معلم رحيم سره په دې هکله خبرې کړې وي.

معلم رحيم او لالباز
معلم رحيم به ډير ژر د معارف رياست په مرسته دکوټې آبادې کړي

لالباز زياتوي، کيداى شي معلم صاحب رحيم په ولايتي شورا کې د هغوى له ټاکلې شوې وکيلې سره د دې ستونزې د اوارۍ په هکله خبرې کړې وي.

اکبر، چې د هغه لور پلوشه هم په ياد شوي مکتب کې سبق وايي، د معلم رحيم دليدو له پاره مکتب ته ورځي او له هغه څخه د نويو ټولګيو دآبادولو په هکله پوښتي.

رحيم ډاډ ورکوي او وايي چې د اوس له پاره يې د معارف رياست په مرسته خيمې راوړي، خو ډير ژر به د کوټو د جوړولو له پاره هم لاس په کار شي.

په کم عمر کې واده

شفيقه د ګل مکۍ دوى کره ځي او ګل مکۍ د هغې تود هرکلى کوي او دچاى څښلو ورته وايي.

خو شفيقه ګيله منه ده، چې ولې له نوريې سره ناوړه چلند کوي؟

شفيقه او ګل مکۍ
شفيقه ګل مکۍ ته اخطار ورکوي چې نور دې د نوريې په ژوند کې مداخله بس کړي

ګل مکۍ، نوريه بې کاره ښځه بولي او له شفيقې غواړي، چې د هغوى په ژوند کې مداخله ونه کړي.

شفيقه هم جدي کيږي او اخطار ورکوي، چې خبره به دګل مکې د ميړه، غفار، غوږ ته ورسوي.

د ترياکو له سوداګرۍ راولاړې ستونزې

جانباز د خپلې ځمکې په خړوبولو بوخت دى. آدم خان راځي او له هغه سره روغبړکوي. جانباز له آدم خان څخه غواړي چې له بې ځايه ګشت او ګذار څخه ډډه وکړي.

جانباز زياتوي، چې کريم ټوپک په لاس دآدم خان دوژنې په نيت ورروان و، خو ده يې مخه ونيوله.

جانباز او آدم خان
جانباز، آدم خان خبروي چې کريم د ده دوژنې نيت کړی

آدم خان کريم ليونى بولي او وايي، چې دکريم هيڅ هم له لاسه نه کيږي.

جانباز د کريم او آدم خان ترمنځ د راپيدا شوې لانجې پوښتي، خو آدم خان خبره تيروي او د ترياکو دقاچاق خبره ترې پټوي.

دانجنير شيرمحمد تبديلي

مجيد د خپلې خور، صابرې، دوى کره ځي. صابره ډيره غمجنه مالوميږي. مجيد د صابرې څخه پوښتي چې ولې خپه مالوميږي؟ .
مجيد او صابره
صابره د خپل ميړه، انجينر شيرمحمد، په تبديلي ډيره خپه ده
صابره وايي، چې ميړه يې، انجنير شيرمحمد، بل ولايت ته تبديل شوى دى، چې دا کار به هغوى ته ډيرې ستونزې راولاړې کړي

مجيد صابرې ته ډاډ ورکوي، چې د هر راز ستونزو په ليرې کولو کې به هغه ورسره مرسته وکړي او دوى به يوازې پرې نه ږدي.

ګل خان او رحيمداد نوى کور، نوى ژوند
٢٠٤٧ تر ٢٠٤٩
نوى کور،نوى ژوندنوى کور،نوى ژوند
٢٠٣٥ تر ٢٠٣٧ برخه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>