|
نوى کور،نوى ژوند: ٢٠٣٥ تر ٢٠٣٧ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
کريم ته به چې دغره په لمنه کې پروت دى څه پېښ شي؟ شفيقه او زلمى په کلينيک کې ولې ډيرخوشاله دي؟ ګل خان په خپلوځمکو کې ولې ګلاب کري؟ دسرورخان له کلا ولې تورې لوخړې پورته کيږي؟ چې بد ګرځي، بدبه پرزي قمبرګل او الله داد په څړ ځاى کې ويني ، چې دغره په يوه شېله کې کريم بې هوښه پروت دى. الله داد په بيړه ځي، چې کورنۍ يې ورته راخبره کړي. الله داد معلم رحيم ته احوال راوړي، چې کريم د غره په لمنه کې بې هوښه او ټپي پروت دى.رحيم غواړي پسې ولاړ شي. د کليوالو په مرسته کريم کلينک ته وړل کيږي.ډاکتر يې نبض ګوري، چې ژوندى دى اورحيم ته ډاډ ورکوي، چې دوى به يې په علاج کې خپله هڅه وکړي. کريم نوى د بي هوښۍ له حالت نه په هوښ راغلى دى.دهغه خور ګلالۍ او ورور يې نسيم ورځنې پوښتنه کوي. دکريم فکر لاهم ګډوډدى او وايي ، ذهن کې مې څه شى نه ګرځي. نسيم کورته راځي او خپله مور او مشرورور رحيم خبروي ، چې کريم په هوښ راغلى دى، خودپېښې په هکله چوپه خوله دى. رحيم وايي، چې اوس يې خبروته مه اړباسئ! نسيم په ښاپيرۍ باندې زيرى کوي،چې کريم له بې هوښۍ راوتلى دى.ښاپيرۍ غواړي ليدلو ته يې ورشي،خونسيم وعده ورکوي، چې بله ورځ به يې بوځي. بلا وه خو برکت يې نه و: شفيقه او زلمى خوښ دي، چې له فاطمې نه شفيقې ته دHIV ويروس نه دى ورغلى،ځکه څه موده دمخه شفيقې د فاطمې له لړم چيچلي لاس څخه په خوله وينه اوزهر ويستلي وو. شفيقه جانداد او فاطمې ته هم ډاډ ورکوي ، چې دمعايناتو نتيجه مالومه شوه او له فاطمې نه دې ته دHIV ويروس نه دى ورغلى.فاطمه اوجاندادخوښيږي.
شفيقه عابدې ترورته د خيرات حلوا ور وړي، چې له ډيرې مودې تشويش نه خلاصه شوه. له يوې خوادوينې معاينه مالومه شوه، چې ايډز نه ده ، او له بلې خوا يې دزلمي په هکله اندېښنې له زړه نه ووتې. ګلاب له اصله شهزاده دى رامبېل چامبېل يې نوکران نيولي دينه ګل خان دسميع الله په مرسته دګلابو بوټي کري.پلار يې فتح خان دايو بې ګټې کار بولي،خوګل خان وايي ،چې دګلابوله ګلونو عرق ګلاب،ګل قند او عطرجوړيږي او ډېره ګټه پکې ده. په لږعمر کې واده : عابده خپله لور طاهره دنوريې له اميدوارۍ خبروي.طاهره ددې په ځاى،چې خوښه شي په اندېښنې سره وايي،چې خداى دې نوريې ته خير پېښوي، ځکه وړه نجلۍ ده او اميدواري يې خطرناکه ده.
نوريه عابدې ترورته راځي او له هغې نه مرسته غواړي ، چې ترکلينکه پورې ورسره لاړه شي،ځکه ګلالۍ ورته ويلي دي ، چې دتيتانوس واکسين ورته کوي. دخوړ پټي کره،زړه مه پورې تړه : سيدمحمد له فتح خان نه دتراکتورمرسته غواړي،چې دغره له لمنې خپلې سيلاب وړې ځمکې ته تيږې راوړي. سيد محمد غواړي دخوړغاړې ته تيږوديوال جوړکړي. سيد محمد او د هغه زوى ګل محمدپه خپله سيلاب وړې ځمکه کې کار کوي. ګل محمد په شک کې دى، چې دوى له خپل بريد نه ورهاخواد بل چا ځمکه هم په خپله ځمکه کې ورګډه کړې ده،خو سيدمحمد يې نه مني. ناظر که شپون : رحيمداد دژرندې تر مخ دبابااسلم سر خريي. په دې وخت کې يې سترګې د سرورخان په کلالګيږي،چې لوګي ترې پورته کيږي. له ها خوا د ناظر چيغې او کوکې ددوى غوږ ته راځي، چې دمرستې غوښتنه کوي. خو مالومه نه ده، چې پېښه به څه وي؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||