BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 12:20 گرينويچ 2007 ,29 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوى کور، نوى ژوند: ٢٠٤٧ تر ٢٠٤٩
سرور، ډاکتر او ګلالۍ

احمد په پوهنتون کې دڅه شي زده کړه کوي؟

سيدمحمد او سمندر ولې په خپلو کې لاس او ګريوا ن شفيقه ولې له نوريې سره د اوبو په راوړلو کې مرسته کوي ؟

ګل خان دروغې جوړې مخکښ

ناظر، چې دخپل وري په بدل کې يې درحيمدادنه د نائيتوب سامانونه تښتولي وو، په بازار کې يې خرڅولوته ايښي وو، ګل خان پرې راځي او حيرانيږي؛ خوناظردرحيمداد په ليدلو سامانونه بيرته ټول کړل او له هغه ځايه يې پښې سپکې کړې.

ناظر، گل خان او رحيمداد
ګل خان د رحيـــمداد اونــــاظــر تـــرمــنځ مـــنځــــګړيـــتوب کــوي

ګل خان د رحيمداد اوناظر ترمنځ منځګړيتوب کوي. ورى له رحيمدادنه اخلي او بيرته يې ناظرته سپاري، خو ناظر درحيمداد دنائيتوب په بکس کې تيږې اچولې وي.

ګل خان له ناظرنه د رحيمداد دنائيتوب سامانونه اخلي او غواړي، کورته يې ور وړي او هم ناظر ملامتوي، چې ولې يې له بکس نه سامانونه ايستلي وو؟

دبرکلي شاګردانوپوهنتون ته لاره ومونده

زده کوونکي په ښونځي کې
په ښونځي کې تفريح ده او زده کوونکي لوبې کوي

احمد پوهنتون ته کامياب شوى او له کلي نه تلى دى. دهغه کشره خور، حميده، په کورکې د احمد ساعت پيدا کوي او خپه ده، چې احمد به ساعت ته اړتيا لري.

خوداحمد وريندار، ګلالۍ، ورته ډاډ ورکوي، چې هغه به په ښارکې ځانته بل ساعت واخلي.

سيلاب له ورانۍ پرته شخړې هم له ځان سره راوړي

سيد محمد غوښتل په کوز کلي کې دپري ګلې ميراثي ځمکه، چې سيلاب وړې وه، جوړه کړي. دځمکې د جوړولو پر مهال يې دسمندريوه ټوټه ځمکه هم په خپله ځمکه کې ورګډه کړې وه.

سيدمحمد دسمندرددعوې خبره په کور کې يادوي . ګل محمد او پري ګله يې ملامتوي، چې سيدمحمد بايدپه اول کې دغه فکر کړى واى او پردۍ ځمکه يې په خپله ځمکه کې نه واى ورګډه کړې!

سيد محمد او سمندر دځمکې په بريد باندې له يو بل سره لاس اچوي. اکبر راځي او هغوى سره خلاصوي.

سمندر وايي چې نيکه يې دځمکې په بريد کې غټې تيږې ښخې کړې وې. سيدمحمدنه تيږوثبوت غواړي.

سيدمحمد،ګل محمد او پري ګله
سيدمحمد دسمندرددعوې خبره په کور کې يادوي

سمندر دخپلې ځمکې په تيږو پسې سرګردانه دى او څوځايونه يې په بيل او کلنګ راسپړلي دي. سيد محمد په زړه کې ګوړې ماتوي ، چې تيږې به پيدا نه شي او دسمندر يوه ټوټه ځمکه به ده ته ورپاتې شي .

سمندر ستړى او نااميده دى، ځکه چې تيږې يې نه دي پيدا کړي. سيد محمد ورته وايي، چې ناحقه دعوه يې کړې وه او که تيږې پيدا نه شوې نو دعوه يې باطله ده..

په دفترونو کې يوازې د تفتيش په وخت کارونه ګړندي کيږي

دکلينيک ډاکتر ګلالۍ ته دصحت عامې دنوې رئيسې مکتوب ښيي او وايي چې ډيره پوه او په کارونو کې جدي ده او هيله ښکاره کوي چې ددوى دکلينيک ستونزې به هوارې کړي.

ګلالۍ سهار دوخته غواړي کلينيک ته ولاړه شي. سرورپه حيرانۍ ورڅخه پوښتي.

ګلالۍ وايي چې په ولايت کې دصحت عامې نوې رئيسه مقرره شوې ده او ډيره جدي ښځه ده، هسې نه ، چې ناببره کلينيک ته راشي.

سرور او ډاکتر

ډاکتر په وارخطائۍ ګلالۍ ته وايي، چې دنوې رئيسې دراتلو اوازه ده او مونږ بايد کلينيک پاک کړو.

دکلينيک دوه تنو ملازمينو رخصت اخيستى دى؛ ډاکتر او ګلالۍ وارخطادي او په خپله د کلينيک پاکولو ته مټې رانغاړي.

ولس په ولايتي شورا کې له خپلو استازو څه غواړي؟

معلم رحيم په ولايتي شوراکې له خپلې منتخبې وکيلې، ملالۍ، څخه غواړي ، چې ددوى دمکتب دکوټوجوړولو مسئله دتعليم او تربيې له رياست سره ياده کړي تر څو هغوى په دې برخه کې يو عملي اقدام وکړي. ملالۍ د مرستې وعده ورکوي.

دژوند هيله

جاندادفاطمې ته وايي، چې دده کشرورور، زمرى، په پوهنتون کې دډاکترۍ سبق وايي او هيله څرګندوي، چې يو وخت دايډز دناروغۍ په علاج بريالى شي. ديادولو وړ ده، چې جانداد او فاطمه د HIV ويروس لري.

په کم عمر کې واده

ګلالۍ، نوريه او عابده ترور
نوريه، چې په کم عمر کې اميدواره شوې له عابدې ترور سره کلنينک ته راغلې

نوريه، چې په کم عمر کې واده شوې ده اوداميدوارۍ ستونزې هم ورته پېښې دي، دخپلې نندرور، ګلمکۍ، له ناوړه چلند نه شفيقې ته سرټکوي.

شفيقه ډاډ ورکوي او وايي، چې له چينې نه به داوبو په راوړلو کې ورسره مرسته کوي.

نوى کور،نوى ژوندنوى کور،نوى ژوند
٢٠٣٥ تر ٢٠٣٧ برخه
د نوي کور ، نوي ژوند ډرامهسريزه
دنوي کور ، نوي ژوند ډرامه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>