BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:34 گرينويچ 2007 ,20 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوى کور، نوى ژوند: ٢٠٥٣ تر٢٠٥٥
نوې رئيسه، ډاکتر اوګلالۍ
نوې رئيسه وايي چې د کلينک د هر راز ستونزو په لرې کولو کې به مرسته وکړي

د عامې روغتيا نوې رئيسه دکلنيک کتنې ته راغلې؛ له ډاکتر اوګلالۍ سره ترکتلو وروسته وايي، چې کلينک يو څه منظم دى.

خوهغې په خپله وليدل، چې ډاکتر اوګلالۍ د هغې (نوې رئيسې) دراتګ له پاره دا هرڅه ترسره کړي دي.

نوې رئيسه دهغوى دا کار انتقادوي او وايي چې کارونه بايد هميشه په خپل وخت ترسره شي، نه دکوم آمر د راتګ له پاره په موقتى توګه.

نوې رئيسه د کلنيک د لابراتوارڅخه د ليدنې پر مهال وايي، چې د کاروړسامان آلات نه تر سترګوکيږي.ګلالۍ وايي.

چې هغوى خپلې ستونزې له مرکز سره شريکې کړې، خومرکز په دې برخه کې له هغوى سره لازمې مرستې نه دي کړي.

نوې رئيسه د هغوى خبرې تاييدوي او وايي چې کيداى شي په مرکز کې دا راز ستونزې موجودې وي، خو هغه به يې په ليرې کولو کې له هيڅ رازهڅې ډډه ونه کړي.

ماين، دانسان پټ دښمن!

زرمينه د جامو په مينځلو بوخته ده؛ دهغې خاوند، اکبر، راځي اوخپل واسکټ هم د مينځلو له پاره ورکوي.

زرمينه له خپل زوى قمبرګل څخه غواړي چې دجامو په هوارولو کې ورسره مرسته وکړي. قمبرګل جامې ترې اخلي او پرتناب يې خوروي.

ګرم څوک دی؟
 زرمينه له خبل زوی قمبرگل څخه غواړي چې دجامو په هوارولو کې ورسره مرسته وکړي. کله چې قمبرگل جامې پر تناب خوروي تناب شليږي او ټولې جامې په ځمکه غورځي.

پر تناب باندې د زياتوجامو دخورولو له کبله تناب شليږي او ټولې جامې په ځمکه غورځي. زرمينه قمبرګل ملامتوي خو قمبرګل وايي چې تناب وروست شوى و.

زرمينه ټوله ملامتي دقمبرګل په پلار، اکبر، اچوي ، چې ولې نوى تناب نه راوړي؟ اکبر له زرمينې سره وعده کوي چې ډير ژر به ورته نوى تناب راوړي.

ګل خان، د روغې جوړې مخکښ

رحيمداد د ګل خان ويښتان جوړوي. ګل خان غواړي ويښتان يې ډيرکم نه شي، ځکه هغه دخارج له وختونوراپدې خوا له اوږدو ويښتانو سره ډيره مينه لري.
گل خان او رحيمداد
ګل خان له رحيمداد څخه غواړي چې ويښتان ورته ډيرکم نه کړ، ځکه هغه له اوږدو ويښتانو سره ډيره مينه لري

دويښتانو د قيچي کولو پر مهال، ګل خان د قيچي له پڅ والي څخه شکايت کوي؛ رحيمداد وايي چې ناظرورسره ناځواني کړې ده،ځکه کله چې يې دهغه ناييتوب سامان تښتولى و، بياتي يې پڅه کړې ده.

رحيمداد زياتوي، چې ناظر غوښتل د هغه دناييتوب سامان په بازار کې خرڅ کړي خو له نيکه مرغه ګلخان يې مخه نيولې وه او سامانونه يې بيرته ورڅخه اخيستي وو.

دترياکو له سوداګرۍ راولاړې ستونزې:

غوټۍ، چې په شپه کې يې د چا دپښو ښکالو (غږ) ترغوږو شوى دى، خپل ميړه، لالباز، راويښوي. لالبازوايي چې دکلاشاوخوا يې څوک ونه ليدل.

دوى لا په همدې خبرو کې وي، چې دکوم چا د کلا دروازه وهل کيږي. لالبازګومان کوي، چې کيداى شي د ملک آدم خان ميلمانه وي .

د ماشيندارې دڅوپرله پسې ډزو آواز اوريدل کيږي. غوټۍ وارخطاکيږي او وايي چې ضرور آدم خان ته څه پېښ شوي دي.

په سبا ورځ آدم د خپلې کلا په دروازه، چې مرميو سورې کړې ده، ميخونه وهي. لالباز راځي او تر روغبړ وروسته د پېښې په هکله ترې پوښتي.

هره لانجه بايد د سولې حل شي
 جانباز له آدم خان څخه هيله کوي، چې له ډيرو لانجو او تاوتريخوالي تير شي او خبره دجرګو مرکو او سولې له لارې حل او فصل کړي.

آدم خان په پيل کې خبره پټوي، خو د لالباز د زيات ټينګار په وجه وايي چې کوم چا د هغه د وژلو نيت کړى و خوآدم خان خداى له مرګه بچ کړ.

لالباز د آدم خان د مدعي په هکله پوښتي؛ آدم خان وايي چې دشپې د تيارې په وجه ونه توانيد، چې خپل دښمن وپيژنې خو په لټه کې يې دى چې دخپلو مدعيانو له منځه اصلي کس پيدا کړي.

آدم خان د خپل زوم، مجيد، کورته ورځي او له هغه څخه غواړي، چې ټوپک را واخلي او د دښمنانو په وړاندې دآدم خان ترڅنګ ودريږي.

مجيد د آدم غوښتنه نه مني، او وايي چې هغه لا پخوا وسله پرځمکه ايښې ده او دترکاڼۍ کاروبار کوي؛ نور به هيڅکله وسلې ته لاس ورنه وړي.

آدم خان په يوه ګوښه کې له څو ناپېژندل شوي کسانو سره کمين نيولى دى. جانباز راځي او له هغه څخه د پټ کښېناستلو په هکله پوښتيي؛ آدم خان خبره پټوي.

جانباز وايي چې آدم خان ضرور کريم ته لاره نيولې ده. آدم خان خبره تاييدوي او وايي، چې آدم خان به کريم ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي.
.

لالباز او آدم خان
آدم خان د خپلې کلا په دروازه، چې مرميو سورې کړې ده، ميخونه وهي

جانباز له آدم خان څخه هيله کوي، چې له ډيرو لانجو او تاوتريخوالي تير شي او خبره دجرګو مرکو او سولې له لارې حل او فصل کړي.

جانباز په لاره کې د کريم سره مخامخ کيږي او د آدم خان له ناوړه نيت څخه ورته وايي. کريم پوښتي، چې آدم خان ولې د هغه لاره نيولې ده؟

جانباز وايي، چې څه موده وړاندې په آدم خان باندې دکوم نامالوم کس له خوا ډزې شوې وې. د کلي خلک او آدم خان د هغې فيرونو عامل کريم ګڼي.

کريم دا خبرې ردوي او وايي چې هغه په هيچا باندې ډزې نه دي کړي. جانباز له کريم څخه غواړي چې د واقعيت تر مالومولوپورې دې کريم خپل ځان ته متوجه و اوسي.

په کم عمر کې واده:

شفيقې اوحميدې له چينې څخه منګي ډک کړي او غواړي لاړې شي، چې له ليرې نوريه د دوى په لور راروانه ده، چې دوى هم له تلوڅخه صرف نظر کوي.

نوريه ډيره خپه او ژړه غونې ده. شفيقه او حميده د هغې دخپګان پوښتي؛ نوريه وايي له کومې ورځې چې شفيقې ګل مکۍ ته نصيحت کړى د ګل مکۍ رويه ورسره ډيره خرابه شوې ده.

نجونې د چينې پر غاړه
 شفيقه د ګل مکۍ دوى کره ځي خو ګل مکۍ په کور کې نه وي. هغه د ګل مکۍ ميړه، غفار ته د نوريې سره دګل مکۍ دناوړه چلند په هکله وايي

شفيقه او حميده، په داسې حال کې چې نوريې ته تسلي ورکوي، له هغې غواړي چې دګل مکۍ خبروته دې غوږ نه نيسي په دې برخه کې دې له صبر او تحمل څخه کار واخلي.

شفيقه د ګل مکۍ دوى کره ځي خو ګل مکۍ په کور کې نه وي. شفيقه د ګل مکۍ ميړه، غفار ته د نوريې سره دګل مکۍ دناوړه چلند په هکله وايي.

شفيقه له غفار خخه غواړي چې ګل مکۍ ته نصيحت وکړي او هم له هغه څخه هيله کوي، چې ګل مکۍ دشفيقې له راتګ څخه خبره نه کړي.

ولس په ولايتي شوراکې له خپلو استازو څه غواړي؟

شمس، عاقله، پلوشه او نورشاګردان د نويو درول شوو خيمو له کبله زياته خوښي څرګندوي چې له باران او ګرمۍ څخه په امن کې شول.

معلم رحيم هغوى ته ډاډ ورکوي، چې ډيرژر به د ولايتي شوراپه مرسته نوې کوټې جوړې شي. شمس د ولايتي شورا په هکله پوښتي.

معلم رحيم وايي، چې ولايتي شورا د خلکوله استازو جوړه شوې ده، چې دخلکو ستونزې حکومت ته رسوي اودحکومت غوښتنې خلکوته.

ښوونکى په ټولګي کې نشته. شمس د عاقلې توش قلم اخلي او په خيمه باندې خپل نوم ليکي. عاقله له شمس څخه غواړي چې د هغې نوم هم وليکي.

ښونځی
معلم رحيم ماشومانو ته ډاډ ورکوي، چې ډيرژر به د ولايتي شوراپه مرسته نوې کوټې جوړې شي

پلوشه د هغوى دا کار د خيمې د خرابيدو لامل ګڼي او هغوى له دې کار څخه منع کوي، چې په دې وخت کې معلم رحيم راځي اودهغوى دلانجې پوښتي.

پلوشه له شمس څخه شکايت کوي چې په خيمه په توش ليکنې کوي.

معلم رحيم له شاګردانو هيله کوي چې د خيمې او ټولګي په پاک ساتلو کې هڅه وکړي. ځکه نظافت دايمان برخه ده.

سيلاب له ورانۍ پرته، شخړې هم له ځانه سره راوړي:

سيدمحمدبيل او کلند په کور کې بې ځايه غورځولي دي. د هغه ميرمن، پريګلې، پښه په بيل کې بنديږي او ژوبليږي.

پري ګله سيدمحمد ملامتوي، چې د کار سامان يې بې ځايه ايښى دى.

ګل محمدخپل پلار د هغه د ناوړه عملونو له کبله پريشان بولي. پريګله سيدمحمد ملامتوي او وايي چې د هيچا خبرو ته غوږ نه نيسي.

ګل محمد دسمندر پرځمکه د سيدمحمد ناحقه دعوه، په کلي کې د هغوى دشرمنده ګۍ لامل ګڼي.

له سيلاب څخه د ستونز و راپيدا کيدل :

اکبرله خپلې ميرمنې، زرمينې او خپل زوى، قمبرګل سره په کوټه کې ناست دي، چې دتالندې اوبرېښنا د غږ په اوريدو قمبرګل وارخطا کيږي، چې کيداى شي سيلاب راووځي اودهغوى ځمکې بياهم خرابې کړي.
د سيلاب څخه مخنيوی
 د سيلاب مخې ته مې دشګو ډکې بوجۍ ايښي دي او ښه به وي چې د اوبو اوروونه پاک کړو
اکبر

اکبر ورته ډاډ ورکوي، چې د سيلاب مخې ته يې دشګو ډکې بوجۍ ايښي دي. قمبرګل دهغوى په انګړ کې د زياتو اوبو دټوليدو وايي. اکبر ورته وايي ښه به وي د اوبو اوروونه پاک کړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>