BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 14:34 گرينويچ 2007 ,17 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوى کور، نوى ژوند: ٢٠٦٥-٢٠٦٧
ګل خان، معلم رحيم او سرور خان
سرور خان له معلم رحيم نه خوښي څرګندوي چې دټولګيو په جوړولو کې يې ډيره هڅه کړې
ګل مکۍ د شفيقې دوى کره ځي او شفيقه ترې هيله کوي چې دچاى څښلو له پاره کوټې ته لاړه شي. ګل مکۍ وايي چې هغه چاى څښلوته نه ده راغلې بلکې راغلې شفيقې ته اخطار ورکړي چې نور د هغوى په ژوندکې لاسوهنه ونه کړي!

شفيقه پوښتي، چې کله يې دهغوى په ژوند کې مداخله کړې ده؟ ګل مکۍ وايي چې دهغې مېړه، غفار، ته يې شيطاني کړې او هغه يې اوس دخپل ورور، اجمل ، کره نه پرېږدي چې ولاړه شي.

شفيقه وايي چې ګل مکۍ په خپله د نوريې په کارونو کې مداخله کوي او هغه آرام ژوند ته نه پرېږدي. ګل مکۍ وايي چې نوريه يې د خپل ورور ميرمن ده د چاورسره غرض نه شته.

ګل مکۍ زياتوي چې دشفيقې د مداخلې د تکرار په صورت کې به د نوريې ژوند له دې هم تريخ کړي. شفيقه هم اخطار ورکوي چې ګل مکۍ به هم ترې په ارامه ساه وانه خلي.

شفيقه خواشينې ناسته ده چې مېړه يې، زلمى، راځي او د هغې دخواشينۍ پوښتي. شفيقه وايي چې ګل مکۍ راغلې وه او له دې سره يې ډيرناوړه چلند او شخړه وکړه. زلمى پوښتي چې ګل مکۍ ولې داسې چلند کړى؟

ګرم څوک دی؟
 ګل مکۍ! ته په خپله د نوريې په کارونو کې مداخله کوي او هغه آرام ژوند ته نه پرېږدي.
شفيقه

شفيقه وايي چې ګل مکۍ تور لګوي چې ما غفار ته شيطاني کړې. زلمى هم شک کوي او وايي کيداى شي شفيقې همداسې کوم کار کړې وي.

شفيقه وايي چې غفار يې د نوريې سره د ګل مکۍ د ناوړه چلند څخه آګاه کړ. زلمى وايي چې همدا د نورو په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده او له شفيقې غواړي چې ګل مکۍ او شفيقه دې نوريه خپل ارام ژوندته پرېږدي!

سيلاب له ورانۍ پرته، شخړې هم له ځانه سره راوړي:

ملا د سمندر دځمکې دحدودو د بيا ټاکنې عرفي سند جوړ کړى او له فتح خان څخه غواړي چې ګوته پرې ولګوي. سمندر له ملا څخه هيله کوي چې اول دې سند ولولي ترڅويې ټول د څلور خواوو څخه خبر شي.

ملا سند لولي او فتح خان د شاهد په توګه خپله ګوته پکې لګوي. سمندر هم همداشان کوي. فتح خان له سيدمحمد څخه غواړي چې دشفع په توګه هغه هم بايد خپله ګوته په سندکې ولګوي.

سيدمحمد دګوتې له لګولو ډډه کوي، خو ملا وايي چې سيدمحمد بايد دکلي د جرګې پرېکړې ته غاړه کېږدي او په سند کې ګوته ولګوي.

ولس په ولايتي شورا کې له خپلو استازو څه غواړي؟

ساختماني مواد د مکتب انګړ ته رسول شوي دي. معلم رحيم دمعارف له رياست څخه مننه کوي، چې دولايتي شورا په غوښتنه يې دټولګيو له پاره ساختماني مواد تيار کړل.

لعلباز، غوټۍ او شمس
لعلباز له غوټۍ څخه مارتول غواړي چې په مکتب کې د نويو ټولګيو د جوړولو لپاره دغره له ډډې تيږې راوړي

سرورخان بيا د معلم رحيم څخه خوښي څرګندوي او وايي چې داټول کارونه د هغه د منډوترړو پايله (نتيجه) ده. ګل خان وايي چې بايد ژرترژره دټولګيو د جوړولو کار پيل شي.

ناظر له سرور څخه غواړي چې دټولګيو د جوړونې کار هغه ته وسپاري، خو معلم رحيم وايي چې دټولګيو جوړول کليوال د حشر په بڼه سرته رسوي .

معلم رحيم د خپلو خبرو په دوام زياتوي، چې اوس د تهداب تيږو او شګې ته اړتيا ده. ګل خان وايي هغه حاضر دى دکليوالو په مرسته په خپل تراکتور کې تيږې اوشګې راوړي.

لعلباز له خپلې ميرمنې، غوټۍ، څخه مارتول غواړي چې دغره له ډډې تيږې پرې را وباسي. زوي يې، شمس، پوښتي چې تيږې د څه له پاره راباسي؟

مور يې وايي چې له تيږو څخه په مکتب کې د نويو ټولګيو په جوړولو کې کار اخلي. شمس ډيرخوښيږي او وايي چې له دې وروسته به هغوى نور په آزاده هواکې سبق نه وايي.

غوټۍ پوِښتي، چې هغه ته د کار په بدل کې پيسې هم ورکوي که نه؟ لعلباز وايي چې ټول کليوال په خپله خوښه کارکوي. غوتۍ د کليوالو دا کار ستايي او د ټولو ماشومانو په ګټه يې بولي.

ګل خان، نسيم او د کلي نور وګړي
ګل خان نسيم ته وايي، د هغې مينې له کبله چې د ماشومانو له زده کړې سره يې لري، دې کار ته يې ملا وتړله.

لعل باز دغره په ډډه کې تيږې ماتوي او له نسيم څخه، چې د تيږې په ټولولو بوخت دى، غواړي چې د تيږو په ټولولو کې دې احتياط وکړي چې ځان ژوبل نه کړي.

ګل خان دخپل تراکتور سره راځي. نسيم ګل خان ته وايي چې هغه باورنه کاوه چې ګل خان دې وړيا کار ته زړه ښه کړي. ګل خان وايي د هغې مينې له کبله چې د نجونو او هلکانو له زده کړې سره يې لري، دې کار ته يې ملا وتړله.

دترياکوله سوداګرۍ راولاړې ستونزې :

مجيد او ګل محمد ونه کړاى شول دبام له سره د دروازې تر شا کس وپېژني. مجيد غوره بولي چې په ډير احتياط دروازه پرانيزي.

ګل محمد د دروازې ترشاکس څخه پوښتي چې څوک په دې توره شپه کې دروازه ډبوي؟ آدم خان په ټيټ غږ ګل محمد ته وايي چې هرڅه ژر دروازه بيرته کړي.

مجيد له آدم خان څخه پوښتي چې ولې داسې پريشان ښکاري؟ آدم خان د مجيد ځواب نه وايي خو ګل محمد ته وايي چې هغه ته به په پټه دخپلې پرېشانۍ ووايي.

ګل محمد له آدم خان څخه غواړي چې موضوع ورته روښانه کړي. آدم خان له ګل محمد څخه مننه کوي، چې هغه او مجيد يې د کور د ساتنې په برخه کې ډير زيار ګاللى دى.

د آدم خان د کور ساتنه او راولاړې ستونزې
 مجيد په داسې حال کې چې ځمکه ځاى نه ورکوي، وايي چې نور د ملک د کور ساتنه نه شي کولاى. ګل محمد ترې غواړي چې هغه دې په دې کار کې يوازې نه پرېږدي، خو مجيديې نه مني

ګل محمد پوښتي چې ولې په ناڅاپي توګه بيرته کورته راغى؟ آدم خان وايي غوښتل يې ځانته مالومه کړي، چې د کور او فاميل څخه يې څوک سرپرستي کوي او که نه!

ګل محمد پوښتي کومه اړتياوه چې آدم خان کلى کورپرېښود؟ آدم خان دځينو خطرناکو کسانو سره دپيسو د غټې معاملې يادونه کوي، چې هغه خلک اوس دده په لټه کې دي. آدم خان له ګل محمدغواړي چې له مجيد څخه دې دا خبره پټه کړي.

ګل محمدوايي چې شايدهغه کسان د آدم خان کورته راشي او دى او مجيد تهديد کړي. آدم خان ترې غواړي چې په دې برخه کې دې احتياط وکړي او دخپل ځان ساتنه دې هم کوي.

آدم خان بيرته ځي. مجيد له ګل محمدڅخه د آدم خان د ناڅاپي راتګ او بيرته تګ په هکله پوښتي. ګل محمد وايي چې خسر يې دکوم ضروري شي د وړلو په خاطر کورته راغلى و.

مجيد پوښتي چې آدم خان له ده سره څه پټې خبرې لرلې؟ ګل محمد وايي چې خسريې ورته ويلي دي، چې راز يې هيچا ته ونه وايي.

مجيد په داسې حال کې چې ځمکه ځاى نه ورکوي، وايي چې نور د ملک د کور ساتنه نه شي کولاى. ګل محمد ترې غواړي چې هغه دې په دې کار کې يوازې نه پرېږدي، خو مجيديې نه مني.

د لارې په اوږدو کې مجيد د ګل محمد د پلار، سيدمحمد، سره مخ کيږي. سيدمحمد له مجيد څخه پوښتي چې ترڅو به هغه او ګل محمد د آدم خان د کور د ساتنې چارې پر مخ بيايي.

ګل محمد ته د سيد محمد لارښونه
 کله چې ګل محمد کور ته راغى نو هغه به مې دآدم خان کور ته له تلو منع کاوه، ځکه هغه د آدم خان سره لاس يو کړى او په خطرناکو کارونو کې ګوتې وهي.
سيدمحمد

مجيد وايي چې دآدم خان د ناوړو کارونو له کبله يې د هغه د کور ساتنه پرې اېښې ده او له دې وروسته به دا کار يوازې ګل محمد سرته رسوي.

مجيد زياتوي، چې ګل محمد هم د آدم خان سره لاس يو کړى دى. سيد محمد يې نه مني، خو مجيد وايي چې تيره شپه آدم خان له ګل محمد سره پټې خبرې لرلې؟

سيدمحمد کور ته ځي او له پرې ګل څخه پوښتي چې ګل محمد کور ته راغلى دى او که نه؟ پري ګل وايي چې ګل محمد لا تر اوسه نه دى راغلى او له سيدمحمد نه پوښتي، چې ولې ګل محمدته په غوسه دى؟

سيدمحمد وايي کله چې ګل محمد کور ته راغى نو هغه به يې دآدم خان کور ته له تلو منع کړي، ځکه هغه د آدم خان سره لاس يو کړى او په خطرناکو کارونو کې ګوتې وهي.

دايډزله ناروغانوکرکه، دهغوى دمايوسۍ سبب کيږي:

شفيقه له خپل مېړه، زلمي، څخه غواړي چې لاسونه پريمينځي ځکه ډوډى تياره ده. زلمى وايي ښه به داوي چې جانداد او فاطمې ته ماطل وکړي.

شفيقه يې په ځواب کې وايي، هغوى د مخه خپله ډوډۍ خوړلې ده، زلمى پوښتي، چې جانداد او فاطمې ولې يوازې ډوډۍ خوړلې ده؟

شفيقه بايد غلط فهمي لرې کړي
 دا يوه غلط فهمي ده. شفيقې ته ددې سوء تفاهم په ليرې کولو کې لاس په کار شه، ځکه کيداى شي خبره له بدوبتره شي
زلمی

شفيقه وايي، هغوى خپه شوې دي، ځکه چې دفاطمې دغوڅې شوې ګوتې په وينه ککړه چاړه دوى په تنورکې سوځولې وه، زلمى وايي چې دا کار يې د احتياط له پاره کړى، خو شفيقه وايي چې هغوى ګومان کوي چې دوى ورڅخه کرکه کوي.

زلمى وايي چې دا يوه غلط فهمي ده اوله شفيقې غواړي، چې ددې سوء تفاهم په ليرې کولو کې دې لاس په کار شي، ځکه کيداى شي خبره له بدوبتره شي.

ناظر که شپون ؟

ناظر، په داسې حال کې چې دشيدولوښىيې په وريښمين دستمال کې تړلى او په پطنوس کې يې ايښى، د اجمل د شيدو مرکز ته ورځي. اجمل ګومان کوي، چې ناظر خپله د نامزدۍ شيريني راوړې ده.

ناظر خاندي اووايي، د نامزدۍ شيريني خونه ده، بلکې د هغه د نامزدۍ، واده او داسې نوروخوښيو د پيل شيريني ده.اجمل د ديګ سرپوښ ليرې کوي اوپه ديګ کې شيدې ويني.

ناظر وايي د خپلو مېږو شيدې يې د خرڅلاو له پاره راوړي دي. اجمل شک څرګندوي چې دا به د ناظر د خپلومېږو شيدې نه وي.اوترڅو چې خبره په اثبات نه وي رسيدلې، هغه يې شيدې نه شي اخيستلاى.

په بله ورځ ناظر دخپلو مېږوسره د شيدو مرکزته ورننوځي او له رحيمداد څخه غواړي چې نوبت مراعات کړي ترڅو ناظر هم د خپلو مېږو شيدې اجمل ته وسپاري!

د ناظر نامزادي
د نامزدۍ شيريني مې نه ده، بلکې زما د نامزدۍ، واده او داسې نوروخوښيو د پيل شيريني ده
ناظر

اجمل د شيدو په مرکزکې دمېږوپه ليدلو په غوسه کيږي او له ناظر څخه غواړي چې ډير ژر دې مېږې د شيدو له مرکز څخه بيرته دباندې وباسي !

ناظروايي چې تيره ورځ اجمل ګومان کړى و، چې ناظر د بل چاشيدې غلا کړي وې، نو ځکه يې خپلې ميږې اجمل ته راوستې چې په خپل لاس يې ولويشي. اجمل وايي له دې وروسته ناظر کولاى شي د خپلو مېږوشيدې راوړي.

ماين، دانسان پټ دښمن

زرمينه خپل زوى قمبرګل ته وايي، چې ولې يې نن ميږې څړځاى ته نه دي بېولي؟ قمبرګل وايي چې څړځاى په دې ورځوکې له خطرونو څخه ډک دى.

مور يې پوښتي چې په څړځاى کې د څه شي خطر موجود دى، چې قمبرګل هسې بانې جوړوي؟ قمبرګل د زلمي له خولې وايي، چې هلته د ماين د شتون خطر موجود دى.

قمبرګل زياتوي، هغه سيم، چې ده غوښتل دتناب له پاره يې راوړي او معلم رحيم له دې کار څخه منع کړى و، له ماين سره تړلى و. موريې په داسې حال کې چې دخداى شکر ادا کوي، قمبرګل ته وايي چې مېږې دې بلې ډډې ته بوځي.

الله داد او زلمینوی کور، نوی ژوند
2062-2064
لالباز او آدم خان نوی کور، نوی ژوند
٢٠٥٩ تر٢٠٦١
بابا اسلم او رحيمدادنوى کور، نوى ژوند
٢٠٥٦ تر ٢٠٥٨
گل خان نوى کور، نوى ژوند
٢٠٥٣ تر٢٠٥٥
 د سپين ږيري جرگهنوى کور، نوى ژوند
٢٠٥٠ تر ٢٠٥٢
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>