|
نوی کور، نوی ژوند: ٢٠٥٩ تر٢٠٦١ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
کريم دآدم خان په ديره کې آدم خان ته وايي، چې ولې يې ورته لاره نيولې وه اودهغه د مرګ تابيايې کړې وه؟ آدم خان خپل داعمل د هغه په وړاندې دکريم دناوړه قصد بدل ګڼي. کريم د آدم خان خبرې ردوي، خو آدم خان وايي چې کريم ټوپک په لاس دده په مرګ پسې راروان و، خوپه لاره کې يې جانبازمخه نيولې وه. کريم دآدم خان خبره تاييدوي او وايي چې آدم خان په خپلو شريکانو هغه وهلى دى ځکه يې په رڼا ورخ په آدم خا ن پسي ټوپک راخيستى و، خو وايي چې د غلوپه څير په توره شپه کې دچاپه وژلوياوهلوپسې نه ځي. آدم خان د کريم په وهلو کې دهغه لاس لرل ردوي، خو کريم وايي چې هغه له هغو کسانو څخه چې دى يې وهلى، يوتن يې له آدم خان سره ليدلى و. آدم خان له کريم څخه غواړي چې هغه سړى وروښايي. شپه ده، غوټۍد دوه دريو موټرسايکلونو غږ اوري او ډېره وارخطاکيږي. خپل ميړه، لالباز، له خوبه راويښوي او په توره شپه کې د موټرسايکلونودغږ ورته وايي. لالباز او غوټۍ حويلۍ ته راوتلي چې په دې وخت کې په کوڅه کې دچا دچيغو او فرياد غږونه اوريدل کيږي، چې د مرستې غوښتنه کوي. لالباز وايي کيداى شي په آدم خان باندې چابريد کړى وي. جانباز غواړي مرستې ته ورشي خو غوټۍ ورته وايي ښه به وي چې جانباز اکا او نور کليوال هم له ځان سره ملګري کړي، ځکه په داسې حالت کې يوازې تګ له خطرونو ډک وي.
دکلي خلک د آدم خان مرستې ته ورغلل. دآدم خان لاسونه نامالومو کسانو شاته تړلي دي. آدم خان له جانباز څخه غواړي چې لاسونه يې ورته پرانيزي. لالباز د هغوکسانو په هکله پوښتي چې دآدم خان لاسونه يې تړلي دي. آدم خان وايي، دشپې دتيارې له کبله ونه توانيدهغه کسان وپېژني. لالباز ګومان کوي دا کسان له هغو کسانو سره څه اړيکي ولري چې کريم يې هم يوځل وهلى و. آدم خان دلالباز خبره تاييدوي. جانباز بيادکريم، آدم خان اودې کسانو ترمنځ د کومې پټې ماملې يادونه کوي. کله چې لالباز بيرته کورته ستنيږي، غوټۍ ته وايي که چيرې ګاونډيان دآدم خان مرستې ته نه واى رسيدلي، نامالومو کسانو آدم خان له ځان سره بيوه. غوټۍ وايي کيداى شي آدم خان په خپلوناوړو کارونو کوم وخت خپل ژوند له لاسه ورکړي. بله ورځ آدم خان د خپل زوم، ګل محمد، دکان ته ورځي او دپيښې په هکله ورته وايي. ګل محمد دخلکوپه هکله پوښتي؛ آدم خان ګل محمد ته وايي چې کورته دې ورشي ټوله کيسه به ورته وکړي. دايډزله ناروغانوکرکه، دهغوى دمايوسۍ سبب کيږي: شفيقه په تنور کې ډوډۍ پخوي اوسوځېدلې څنډې يې په لرګي توږي. دهغې مېړه، زلمى، راځي او دوه نوې چړې ورکوي، چې له هغې څخه کارواخلي! همدا راز زلمى شفيقې ته وايي، دفاطمې په وينه ککړه هغه چاړه چې شفيقې په ټوټه کې تاوه کړې وه، رادې وړي او په تنور کې دې يې وسوځوي.
بله ورځ چې فاطمه له تنور څخه ايرې راباسې، شفيقه په وارخطايۍ راځي او فاطمې ته وايي چې د ايرو د راايستلو کار هغې ته پرېږدي، خو فاطمه يې نه مني. په دې وخت کې له ايرو سره يوه سوځېدلې چاړه هم راوځي. فاطمه له شفيقې پوښتي چې ولې يې دپخلنځي چاړه په تنور کې اچولې وه؟ شفيقه داکار د زلمي بولي ځکه چاړه دفاطمې په وينه ککړه وه اودايډز دسرايت له ډاره يې په تنور کې اچولې وه. فاطمه خپلې خوږ شوې ګوتې ته ژاړي؛ د هغې مېړه، جانداد، راځي. فاطمه ټوله کيسه ورته کوي او وايي چې دولسوالۍ په بازار کې ورته کوم کرايي کور پيدا کړي، ځکه په ګډکور کې ورته اوسيدل ګران شوي دي. جانداد په لومړي سرکې دفاطمې خبرې غلط فهمي بولي، خو دفاطمې دزيات ټينګار په وجه وايي چې دولسوالۍ په بازار کې دکرايي کورپه هکله به فکر وکړي. ګل خان، دروغې جوړې مخکښ ناظر سندرې وايي او رحيمداد ورته په خوله ډول وهي. ګل خان په لاره تيريږي. ناظر يې راغواړي چې ددوى څنګ ته ورشي، خو ګل خان خپه دى، ځکه ناظر او رحيمدادښه سره پخلا دي، هسې بې ځايه يې ګل خان ځورولى دى. ناظر او رحيمداد وايي، داټول د ګل خان برکت دى چې دواړه سر ه بيرته پخلا شوي دي. ګل خان له هغوى غواړي چې په دې صورت کې دې خپلو سندروته دوام ورکړي ترڅو ګل خان هم ددوى په خوښۍ کې شريک شي. ناظر که شپون ؟ ناظر مېږې څروي او سندرې ورته واي چې وري يې د ميږو دشيدو په رودلو بوخت دي. عابده ترور راځي اوناظر ته وايي، چې مېږې يې د څه له پاره ساتلي دي؟
ناظر وايي، ددې له پاره چې وري يې غټ شي او خرڅ يې کړي او په پيسو يې ځانته واده وکړي. عابده دناظر داکار بې ځايه بولي او ورته وايي چې وري دې نه پريدې چې د مېږو شيدې ورودي. ناظر دعابدې داکاردوريو سره ظلم بولي اووايي چې شيدې د وريو حق دى. خو عابده ورته وايي چې شيدې دې دشيدو مرکز ته دخرڅلاو له پاره يوسي او وريوته دې تازه واښه ورکوي. ماين، دانسان پټ دښمن : قمبرګل ا والله داد ديوه غره په ډډه کې خپلې مېږې اوپسو نه څروي. قمبرګل له الله داد څخه غواړي، چې دهغه سيم په راايستلو کې چې يو څه په ځمکه کې ښخ دى ، ورسره مرسته وکړي. الله داد د سيم داړتيا په هکله پوښتي؛ قمبرګل وايي چې په کور کې تناب شلېدلى دى، غواړي هغه له ځان سره کورته يوسي، ځکه له دې سيم څخه تناب جوړيږي.
الله داد وايي چې اوس ناوخته دى، بله ورځ به ورسره مرسته وکړي، خو قمبرګل په خپله خبره ټينګ ولاړ دى، خو په دې وخت کې دقمبرګل ميږې دخلکو فصلو نو ته ورګډيږي او قمبرګل په خپلو مېږو پسې ورځي. قمبرګل کورته ځي او خپلې مور، زرمينې، ته وايي چې پاکې جامې ورته ورکړي. زرمينې د تناب د نشتوالي له کبله جامې نه دي مينځلي او قمبرګل ته وايي چې ولې يې تناب نه دى راوړى؟ قمبرګل وايي، دغره په ډډه کې يې ښه کلک سيم ليدلى چې تر پلاستيکي پړي ټينګ دى اوښه تناب ترې جوړيږي، بله ورځ به يې له ځان سره راوړي. ولس په ولايتي شورا کې له خپلو استازو څه غواړي؟ اکبر دخپلې ځمکې د ويالې په پاکولو بوخت دى، سمندريې هم ترڅنګ راځي؛ په دې وخت کې له ليرې يوه غټه لارۍ وينې چې کلي ته راروانه ده. لارۍ دکوچني پله په لور روانه ده خو په پله نشي تيريدلى. سمندر غواړي چې دلارۍ څښتن ته ووايي چې نور دې مخکې نه ځي، ځکه د موټردتګ لاره نشته. په همدې مهال لارۍ چپه کيږي. اکبر او سمندر دواړه وارخطاکيږي ځکه کيداى شي په لارۍ کې ناست کسان مړه يا ټپيان شوي وي. اکبر او سمندر دواړه د مرستې له پاره د لارۍ په لور ځي. اکبر او سمندر چې کله د لارۍ څنګ ته رسيږي له يوه ساختماني انجنير سره مخ کيږي او د پېښې په هکله ترې پوښتي. انجنيروايي، چې څوک پکې نه دي ژوبل شوي.
سمندر کلي ته دلارۍ دراتګ په هکله پوښتي؛انجنير وايي چې دبرکلي د ښوونځي دنويو کوټو دآبادۍ له پاره يې ساختماني مواد راوړي دي خو برکلي ته رسول ورته ستونزمن ښکاري. اکبر ورته وايي چې د کلي اوسيدونکي به دموادو په انتقال کې ورسره مرسته وکړي، ځکه د هغوى ماشومان د برکلي په ښوونځي کې زده کړه کوي . اکبر خره له ځان سره روان کړي، ګل خان له خپل تراکتور سره په مخه ورځي او اکبر ته وايي چې خره يې چيرته روان کړي دي؟ اکبر ورته ټوله کيسه کوي او وايي چې اوس دې اړشوى ترڅو ساختماني مواد په خرو باندې مکتب ته ورسوي، ځکه بر کلي ته د موټر دتلو لاره نشته. ګل خان ښوونځى يو ټول ګټې ودانۍ بولې او وايي هغه حاَضر دى په خپل تراکتور کې ټول ساختماني مواد د برکلي تر ښوونځي ورسوي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||