|
نوى کور، نوى ژوند: ٢٠٥٦ تر ٢٠٥٨ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دترياکو له سوداګرۍ راولاړې ستونزې آدم خان، جانباز او ګل محمد د آدم خان په ديره کې راټول شوي دي؛ آدم خان وايي چې له کريم څخه به ارومرو بدل اخلي، خوجانباز ورته وايي چې له سړې سينې دې کارواخلي. آدم خان وايي چې له کريم سره يې زياته نيکي کړې ده، خو کريم دنيکۍ په لحاظ باندې هم نه پوهيږي او بې موجبه يې په هغه باندې ډزې کړي دي. جانباز وايي چې کريم هيڅ خبره نه پټوي؛ کيداى شي په آدم خان باندې کوم بل چا ډزې کړې وي؛ ښه به وي چې آدم خان دخپل اصلي دښمن دپيداکولو په لټه کې شي. کريم ډيرپه غوسه په آدم خان پسې ور روان دى؛ جانباز په مخه ورځي.
جانباز د کريم مخه نيسي خوکريم وايي چې آدم خان ورته لاره نيولې او په آدم خان داسې ګومان کوي چې ده ورباندې ډزې کړي دي. جانباز کريم ته نصيحت کوي چې له سړې سينې کارواخلي؛ په دې وخت کې آدم خان د دوى خواته راروان دى. کريم له جانبازڅخه په زوره ځان خلاصوي خو جانباز کريم ته وايي، چې له دې لانجې تيرشي. له سيلاب څخه د ستونز و راپيدا کيدل زرمينه د ارې او تبرپه لټولو بوخته ده؛ دهغې ميړه، اکبر پرې منت کوي، چې د اړتياوړشيان بايد چې په ښکاره ځاى کې کېښودل شي. زرمينه تبراواره پيدا کوي اوله اکبر څخه پوښتي، چې په تبراو اره باندې څه کوي؟ اکبر وايي، دتوت د يوې ونې ښاخونه پرې وهي . زرمينه وايي، د ونې وهلو ته څه اړتيا ده؟ اکبر وايي د سيلاب د مخنيوي له پاره يې د جوړکړاى شوي ديوال دلازيات ټينګښت له پاره د ديوال مخې ته اچوي. ډير تيز باران اوري؛ اکبر او قمبرګل، په داسې حال کې چې دونې دښاخونو په وهلو بوخت دي، سمندر راځي او پوښتي چې ولې د ونې ښاخونه وهي؟
اکبر وايي له سيلاب نه ويره لري، غواړي د وټي د ديوال ترمخ دتوت د ونې غټ غټ ښاخونه واچوي او له پاسه پرې غټې تيږي کيږدي چې د سيلاب د ورانې مخه و نيسي. سمندر د اکبرکار پر ځاى بولي. اکبر او قمبرګل د توت د ونې د ښاخونو تر وهلواو د وټي د ديوال ترمخ د هغې تر اچولو وروسته کورته ځي او د ډکې د جوړولو زرمينې ته وايي. زرمينه پوښتي، چې ډکه څرنګه جوړيږي؟ اکبر وايي: دتوت د ونې غټ ښاخونه مو د وټي د ديوال ترمخ واچول او له پاسه مو پرې غټې غټې تيږې کيښودې چې د سيلاب مخه بل لوري ته واړوي. راځه چې مونږ دواړه پخلاشو - زما اوستا څوک دي چې به مونږ پخلاکوينه رحيمداد او بابا اسلم، دوه پخواني دوستان، د ژرندې ترڅنګ ناست دي، چې له ليرې ناظر د هغوى خوا ته راروان دى. رحيمداد د ناظر په ليدلو غواړي ولاړ شي. بابااسلم يې د تلو مخه نيسي او ناظر ته وايي چې هرڅه ژر ځان راورسوي. ناظر د رحيمداد ستاينه کوي خو د رحيمداد زړه نه دى چې له ناظر سره روغبړ وکړي، ځکه ناظر يې د ناييتوب سامان خراب کړى و. بابااسلم او ناظر رحيمداد ته وايي، چې له خپګان نه تيرشي، خو رحيمداد وايي، ناظربايد ناغګي ورکړي. ناظر په ډيرې خوښۍ د رحيمداد ناغګي مني.
په بله ورځ رحيمداد د بابااسلم ژرندې ته ورځي او وايي چې رحيمداد د ناظر د ناغګۍ داخيستلو په تمه دسهار چاى نه دى څښلى. بابااسلم ناظر يو بې وعدې انسان بولي. رحيمداد او بابااسلم له ليرې ناظر ويني چې مېږه يې له ځان سره راروانه کړې ده. رحيمداد ګومان کوي، ناظر ورته په ناغه کې مېږه راوستې چې کباب يې کړي. رحيمداد له ناظر څخه مننه کوي چې په خپله وعده يې وفاکړې ده. او له بابااسلم نه تيره چاړه غواړي وايي د ناظر مېږه پرې حلالوم. ناظر وارخطا کيږي او وايي هغوى غلط پوه شوي دي. ناظروايي، مېږه يې د دې له پاره راوستې چې رحيمداديې په خپلو لاسونو شيدې ولوشي او شيرچاى ترې جوړکړي. بابااسلم او رحيمداد پوښتي، ولې ناظر د مېږې پرځاىشيدې نه راوړې؟ ناظر وايي مېږه يې ددې له پاره راوستې چې هغوى يې دشيدو په خالص والي باور وکړي. په کم عمر کې واده ګل مکۍ دخپل ورور اجمل کره د تلو نيت لري؛ د هغې ميړه، غفار، ورته وايي چې له نوريې سره دې ښه چلند وکړي او د کور د کارونو په زده کولوکې دې له هغې سره مرسته وکړي. ګل مکۍ د غفار خبرې ردوي او وايي هغه غواړي نوريې ته سبق ورکړي، چې نور غفار ته شيطاني ونکړي. غفار ورته وايي چې ګل مکۍ غلطه پوهه شوې ده.
ګل مکۍ نوريه ناپوهه او بيکاره ښځه بولي، خو غفار وايي چې نوريه په کم عمر کې واده شوې ده او د کور په کارونو کې پوره تجربه نلري. ګل مکۍ وايي چې نوريې د هغې د ورور، اجمل، ژوند تباه کړى، خو غفار د ګل مکۍ خبرې نه مني او ګل مکۍ د نوريې دوى کره له تګ نه منع کوي. ګل مکۍ هم اخطار ورکوي چې په دې صورت کې نوريه هم د غفار دوى کره نه شي راتلاى. په دفترونو کې يوازې دتفتيش په وخت کې کارونه ګړندي کيږي : د کلنيک ډاکتر د کلنيک د سامان آلاتو د جدول په جوړولو بوخت دى، خو ګلالۍ ورته وايي چې هغه د غوښتنيلک په عملي کيدلو شک لري، ځکه پخوا هم هغوى دا راز غوښتنې کړې وې خو پرځاى نه شوې. ډاکتر د عامې روغتيا نوې رئيسه فعاله بولي او هيله څرګندوي چې داځل به د هغوى غوښتنې پوره کيږي. ګلالۍ ډاکتر ته وايي، چې د کلنيک د پرسونل د پوره کيدو له پاره هم يو غوښتنليک تيار کړي.
ګلالۍ چې له رخصتۍ وروسته کورته ځي د هغې مېړه، سرور، ورڅخه د نوې رئيسې د راتلو پوښتي. ګلالۍ د نوې رئيسې د راتګ پر مهال د هغوى د کارونو څخه د رئيسې د انتقاد وايي. سرور وايي که چيرې هغوى خپل کارونه په خپل وخت تر سره کولاى، نو هيڅکله به چاد انتقاد سره نه واى مخامخ شوي. ګلالۍ هم د سرور خبره تاييدوي. دايډز له ناروغانو څخه کرکه دهغوىد مايوسۍ سبب کيږي: شفيقه د ديګ په پخولو بوخته ده؛ فاطمه راځي او شفيقې ته وايي چې هغه هم ورسره مرستې کولو ته تياره ده. شفيقه فاطمه بيماره بولي او ورته وايي، ښه به وي آرام وکړي. فاطمه وايي، له ډير استراحت څخه ستړې شوې ښه به وي کار وکړي ترڅو يې پام غلط شي. شفيقه وايي چې فاطمه دې د ديګ له پاره پياز ميده کړي. فاطمه د پياز د ميده کولو پر مهال خپله ګوته غوڅوي اوله شفيقې غواړي چې په وينوککړه ګوته يې په يوه ټوټه وتړي. شفيقه د فاطمې د ګوتې له تړلو ډډه کوي. فاطمه شفيقې ته وايي: ته له ما کرکه کوې! فاطمه ژاړي؛ دهغې مېړه جانداد، چې هغه هم د HIV وايروس لري، راځي او د فاطمې د ژړا پوښتي. فاطمه ورته ټوله کيسه کوي.
جانداد د فاطمې دا خبره بې ځايه بولي او وايي، شفيقه داسې ښځه نه ده، چې له فاطمې دې کرکه وکړي، خو فاطمه په خپله خبره ټينګار کوي او وايي شفيقه ورڅخه کرکه لري. زلمى په پخلنځي کې چاړه لټوي؛ شفيقه وايي چې هغوى چاړه نلري ښه به وي زلمى له بازاره نوې چاړه راوړي. زلمى وايي، هغوى په کور کې چاړه درلوده. شفيقه وايي، په هغې چړې د فاطمې ګوته غوڅه او په وينه ککړه شوې وه، نو شفيقې هغه چاړه په پټ ځاى کې ايښې ده چې د فاطمې مرض دوى ته ورنه شي. زلمى وايي، چې چاړه دې ورکه کړي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||