|
نوی کور، نوی ژوند: ٢٠٦٢-٢٠٦٤ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ګل محمدخپل دوکان ته ځي اونسيم ته وايي دوکان وتړي چې هغه د آدم خان کورته ورځي، ځکه آدم خان له کومې ستونزې سره مخ شوى دى. نسيم د آدم خان د ستونزې پوښتي، خو ګل محمد دآدم خان له خولې وايي چې دا خبرې به آدم خان ورته په خپل کور کې وکړي. ګل محمد نسيم ته وايي چې دهغوى کورته احوال يوسي، ځکه چې هغه ناوخته کور ته ځي. شپه ناوخته شوې ده. ګل محمد لاکور ته نه دى راغلى. مور يې، پريګل، ډيره خواشينې ده، ځکه کيداى شي ګل محمد د شپې په تياره کې کور ته راشي، چې دا کار زيات خطرونه له ځان سره لري. د پري ګل مېړه، سيدمحمد، ټوله ملامتي په ګل محمد اچوي چې ولې يې د خپل خسر د کور ساتنه په خپله غاړه اخيستې، ځکه آدم خان د قاچاقو کاروبار کوي او کيداى شي ګل محمد ته يې هم زيان ورسيږي. په دې وخت کې ګل محمد راځي او سيدمحمد د آدم خان په هکله ترې پوښتي. ګل محمد وايي، آدم خان په ناڅاپي توګه بې درکه شوى چې کورنۍ يې ورته ډيره خپه ده. ګل محمد د آدم خان د کور ساتنې ته ډيرخپه دى؛ سيدمحمد ورته وايي چې ولې يې د آدم خان د کور ساتنه منله؟ پريګله وايي چې آدم خان يې خسر دى بايد چې د کور ساتنه يې وکړي.
سيدمحمد، ګل محمد ته وايي چې نور دې د آدم خان دکور ساتنه پرېږدي، ځکه څوک چې د ترياکو کاروبارکوي نو دآدم خان په څير به يې مړى ژوندى نه وي مالوم. شپه ده، ګل محمد او مجيد دواړه د ملک آدم خان دکورساتنه کوي. په دې وخت کې د پيشو د ټوپ له امله مجيد ويريږي. ګل محمد ټوله ملامتي په آدم خان اچوي، ځکه دا ټول تشويشونه ورته هغه پيداکړي دي. مجيد ګومان کوي چې آدم خان به د قاچاقچيانو له ويرې تښتېدلى وي، خو ګل محمد بيا وايي چې کيداى شي آدم خان چا تښتولى يا وژلى وي. په دې وخت کې د کلا دروازه وهل کيږي. مجيد او ګل محمد وارخطا کيږي چې په دې توره شپه به څوک راغلي وي. غوره بولي چې د بام له سره ځانته مالومه کړي چې د دروازې تر شاڅوک دى؟! دايدز له ناروغانوکرکه،دهغوى دمايوسۍ سبب کيږي: فاطمه دديګ په پخولو بوخته ده، چې موريې، زرمينه راځي اوترې پوښتي چې ولې ديګ پخپله پخوي، ځکه پخوا به دا کار شفيقې کاوه. فاطمه خپه ده خو وايي چې پخپله خوښه کله ناکله ديګ هم پخوي. زرمينه وايي ښه به وي چې هغه درانده کارونه سرته ونه رسوي، ځکه د ايډز ناروغانو ته دا ډول کارونه ښه نه وي. فاطمه وايي چې ډاکتر هم له درندو کارونو څخه منع کړې ده، خو پخلې، جارو او چاى تيارول سپک کارونه دي اوناروغ ته کوم زيان نه رسوي.
فاطمه غواړي چې زرمينې ته چاى تيارکړي، خو زرمينه وايي چې هغې ته نه ښايي هيڅ راز کار وکړي او زياتوي چې هغه به ځانته پخپله چاى دم کړي. جانداد کورته راځي او دفاطمې له خپګان پوښتي. فاطمه دشفيقې دناوړه چلند يادونه کوي. جانداد ورته ډاډ ورکوي چې ډير ژر به دولسوالۍ په بازار کې کرايي کورپيدا کړي. ولس په ولايتي شورا کې له خپلو استازو څه غواړي؟ ګل خان د خپل تراکتور سره دچپه شوې لارۍ خواته ورځي. اکبر انجنير ته وايي چې ګل خان په خپله خوښه راغلى چې د مکتب د جوړولو مواد مکتب ته ورسوي. انجنير دګل خان دا کار دوطندوستۍ احساس ګڼي او ستاينه يې کوي. انجنير له اکبرڅخه غواړي چې د موادو په بارولو پيل وکړي. ګل خان د کلي له ځوانانو څخه، چې دمرستې له پاره راغلي دي، هيله کوي، چې ساختماني مواد تراکتور ته ورپورته کړي. ساختماني مواد دګل خان په تراکتور کې بار او انجنير هم د ګل خان سره په تراکتور کې سپريږي. تراکتور دلارې په اوږدو کې دريږي: انجنير د تراکتور د بې ځايه دريدوپوښتي. ګل خان وايي چې پخوا دلته خاره ځمکه وه خواوس پکې فصل ولاړ دى. انجنير د حل لاره پوښتي چې په دې و خت کې اجمل د دوى خواته راځي او خبره له هغه سره شريکوي.
اجمل په مکتب کې دنويو کوټو د جوړولو په خبره خوښي څرګندوي او ګل خان ته وايي کولاى شي تراکتور د هغه د فصل په يوه برخه کې تير کړي. د کلي ځوانان د ساختماني موادو په کښته کولو بوخت دي. سرور خان راځي او پوښتي چې تراکتور په کومه لار ترمکتب پورې راغلى دى؟ ځکه په لاره کې د خلکو شنه فصلونه ولاړ دي. اجمل وايي هغه دخپل فصل يوه برخه کې دتراکتور د تيرېدو اجازه ورکړه. لعلباز سرور ته وايي چې هغه دې دبرکلي دسرک د جوړولو په برخه کې هم لاس په کارشي. سرور وايي، هرکله چې دمکتب کوټې جوړې شوې، بيابه هم دولايتي شورا سره اړيکې ټينګې کړي او دسرک د جوړولو موضوع به ورته ياده کړي. ماين، دانسان پټ دښمن: قمبرګل بيل او کلند اخيستى او د غره ډډې ته په سيم پسې روان دى. معلم رحيم په مخه ورځي اوله هغه څخه د بيل او کلند داړتيا په هکله پوښتي. قمبرګل وايي چې دغره په ډډه کې يې يو سيم ليدلى چې نيم يې په ځمکه کې ښخ دى، غواړي هغه راوباسي اوپه کور کې د تناب کار ترې واخلي. معلم رحيم قمبرګل ته وايي چې له دې کار څخه دې تيرشي خو قمبرګل په خپله خبره تينګارکوي. معلم رحيم وايي چې کيداى شي د سيم راايستل له ځمکې څخه کوم خطر ولري. قمبرګل بيرته کورته ځي. موريې، زرمينه، سيم ترې غواړي، خو قمبرګل د معلم رحيم له خولې وايي چې کيداى شي دسيم راايستل ورته د سر زيان ورسوي. د قمبرګل مور ددې خبرې په اوريدو دخداى شکر کاږي چې معلم رحيم قمبرګل سره مخ شوى دى او هغه يې له لوى خطر څخه ژغورلى دى.
معلم رحيم زلمي ته، چې دماين پاکۍ په موسسه کې کار کوي، ورځي او د قمبرګل دسيم د راايستلو کيسه ورته کوي، زلمى پوښتي چې آيا قمبرګل ياد شوي سيم ته لاس وروړى که نه؟ معلم رحيم وايي چې قمبرګل يې پرې نښود چې سيم راوکاږي. زلمى دمعلم رحيم دا کار پر ځاى بولي او وايي چې کيداى شي دسيم بل سرله ماين سره تړاو ولري. معلم رحيم وايي چې دکار چاره به څه وي؟ زلمى وايي چې هغه په خپله دقمبرګل په مرسته يادشوي ځاى ته ورځي اوموضوع به له نيږدې په خپلو سترګو وګوري. زلمى د قمبرګل دوى کره ورځي اوزرمينې ته وايي چې قمبرګل دهغه سره دغره لمنې ته واستوي، ځکه هغه سيم چې قمبرګل ليدلى، کيداى شي له ماين سره تړلى وي . زلمى او قمبرګل ټاکلي ځاى ته رسيږي او دسيم په ليدلو وايي چې دايو ډول ماينونه دي، چې دسيم په کشولو چوي او انسان معيوبوي او يايې وژني. په دې وخت کې الله داد راځي اوګومان کوي، چې قمبرګل د سيم د را ايستلو له پاره زلمى له ځانه سره راوستى دى. خو زلمى ورته وايي چې سيم ته نږدې نشي، ځکه د سيم بل سر له ماين سره تړلى دى. الله داد وايي چې په څړځايونو کې د داسې شيانو شتون د هغوى ژوندله خطرسره مخامخ کوي. زلمى وايي چې داوس له پاره به ټاکلى ځاى په تيږو په نښه کړي او له قمبرګل دوى څخه غواړي چې نورکليوال هم له دې خطرڅخه خبر کړي. ناظر که شپون ؟ ناظر دخپلو مېږوشيدې لويشي چې حميده راځي اوله ناظرڅخه دهغه کار پوښتي. ناظر ورته وايي چې دميږو شيدې لويشي. حميده د ناظر د مېږو لويشلو طريقه غلطه بولي.
ناظر د حميدې خبره نه مني او خپل کارته دوام ورکوي. په دې وخت کې مېږه لغته وهي او دشيدو ديګ چپه کوي. حميده ناظرملامتوي چې اول دې د مېږو لويشل زده کړي. ناظر حميدې ته وايي چې آيا دمېږو په لويشلو باندې پوهيږي که نه؟ حميده وايي چې هو پوهيږي. ناظر وايي چې هغه ته دې هم دا کار ورزده کړي چې له دې وروسته د مېږوشيدې دشيدو په مرکزکې وپلوري. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||