|
نوى کور،نوى ژوند: ٢٠٧١-٢٠٧٣ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
رابياګله، چې ډيره ويريدلې او نارامه ده، وايي هغې ګومان وکړ ګوندې مرمۍ ورباندې ولګيده. ګل محمد دا کارخپله تېروتنه بولي. کريم ګل محمد ته وايي، چې ولې يې د هغه له اجازې پرته ټوپک اخيستى؟ مور يې، رابياګله وايي، چې هغې د کريم ټوپک ګل محمد ته ورکړ کريم ټوپک ته د ګل محمد د اړتيا پوښتي. ګل محمدوايي چې دآدم خان د کور ساتنه ورغاړې ده. کريم وايي، چې هغه د آدم خان سره دښمني لري او د ستونزې حل د ګل محمد کار بولي. رابياګله د سيدمحمد دوى کره ځي او د پري ګلې، له تود هرکلي سره مخ کيږي. رابيا ګله وايي، چې ګل محمد اوس ټوپک ته هم لاس اچولى دى. پري ګله وايي شايد ګل محمد د خپل خسر د کور د ساتنې له پاره ټوپک ته اړتيا پيدا کړې وي، خو رابيا ګله وايي چې هغه د آدم خان سره په خطرناکو کارونو کې شريک شوى دى. پري ګله وارخطاکيږي او ځي چې سيدمحمد پرې خبر کړي. پري ګله سيد محمد ته وايي، چې د ګل محمد ژوند په خطر کې دى، ځکه هغه هڅه کوي چې ټوپک پيدا کړي. سيدمحمد د ټوپک اړتيا پوښتي. پري ګله وايي، چې ګل محمد هسې دخپل خسر د کور ساتنه بهانه کوي،خو د رابياګلې له خولې وايي، چې ګل محمد د آدم خان سره د هغه په خطرناکو کارونو کې شريک شوى دى. بايد مخه يې ونيول شي.
سيد محمد د ګل محمد د کان ته ورځي او ترې پوښتي، چې ولې په خپل سر کارونه کوي او د ټوپک په لټه کې دى؟ ګل محمد دا کار د اړتيا له مخې بولي. سيدمحمد د آدم خان په کور کې د ګل محمد اوسيدل له خطرڅخه ډک بولي، ځکه آدم خان خطرناک کارونه کوي اوله کوره هم تښتيدلى دى، خو ګل محمد وايي، چې خسر به يې په نيژدې ورځوکې بيرته کورته راستون شي. ګل محمد د آدم خان کره ور روان دى، چې د لالباز سره مخ کيږي. لالباز ورته وايي، چې ګل محمد د خپل خسر د کور د ساتنې د مسووليت په منلو ځان له خطر سره مخ کړى دى. ګل محمد وايي، پلار يې هم په همدې نظر دى خو بله لارنشته. لالباز د ملک آدم خان د پټنځاى په هکله پوښتي خو ګل محمد ځان ناګاره اچوي، چې دې وخت کې په دوى باندې ډزې کيږي او د دواړو چيغې اوريدل کيږي. ماشومانو ته د ډاروونکوکيسودکولوپايلې(نتيجې): ثمرګل د هغه کتاب په لټولو بوخت دى، چې پر مخ يې د زمري تصوير و. زرمينه وايي چې هغه کتاب يې خپلې لور، پلوشې، ته ورکړى دى. ثمرګل وايي هغه غوښتل لومړى په خپله کتاب ولولي اوبيا يې پلوشې ته کيسه وکړي، ځکه پلوشه د کتاب په لوستلو کې پوره وړتيا نه لري. پلوشه ښوونځي ته تلې ده. د شمس سترګې په يوه ښکلي او د رنګارنګ تصويرونو لرونکي کتاب لګيږي او له پلوشې غواړي چې نوموړى کتاب هغه ته د کتلو له پاره ورکړي، خو پلوشه د کتاب له ورکړې ډډه کوي.
شمس دپلوشې له لاسه کتاب کش کاږي، چې په دې وخت کې معلم رحيم ټولګي ته راځي. پلوشه معلم رحيم ته شکايت کوي، چې شمس په زور ورڅخه کتاب اخلي. معلم رحيم دپلوشې څخه کتاب اخلي او هغه ګوري او په اړه يې له پلوشې پوښتي. پلوشه وايي چې د ايوه په زړه پورې کيسه ده او زياتوي، چې ورور يې، ثمرګل، دا کتاب له بازاره راوړى دى. پلوشه کتاب بيرته کورته وړي او په المارۍ کې يې ږدي. ثمرګل راځي او د کتاب په ليدو پلوشې ته په غوسه کيږي، چې ولې يې دکتاب پاڼه شلولې ده؟ پلوشه وايي، چې هغې کتاب ښوونځي ته وړى و او د هغې هم صنفي، چې شمس نوميږي، د کتاب پاڼه وشلوله. ثمرګل پوښتي، چې آيا ټولګيوالو يې کتاب خوښ کړ که نه؟ پلوشه وايي، چې ټولګيوالو يې د کتاب کيسه ډيره خوښه کړه او له ثمرګل څخه هيله کوي، چې دا راز نورکتابونه هم راوړي. ثمرګل د هغې غوښتنه مني. ولس په ولايتي شورا کې له خپلو استازو څه غواړي؟ سمندر، وروسته له هغې چې له کارڅخه خلاصيږي،په وياله کې خپل مخ او لاسونه مينځي. فتح خان راځي او له هغه څخه د نويو ټولګيو د جوړولو په هکله پوښتي. سمندر وايي، چې نوي ټولګي په پاخه ډول د نقشې له مخې جوړيږي. فتح خان په دې برخه کې د ولايتي شوار کړنې د ستاينې وړبولي. سمندر وايي، معلم رحيم هم په دې برخه کې زياتې هڅې کړي دي. فتح خان وايي، هغوى ته ښايي چې د وکيلانو په ټاکنه کې دقيق واوسي، چې ستونزې يې په ښه توګه حل کړاى شي. ماين، دانسان پټ دښمن : الله داد خپله رمه د غره ډډې ته بيايي، چې زلمى يې وړاندې تګ ته نه پرېږدي. الله داد يې علت پوښتي، زلمى وايي، چې د غره په ډډه کې نوي ماينونه ليدل شوي دي. الله داد د حل لاره پوښتي. زلمى وايي، چې همدا مهال ماين پاکان راغلي ترڅو سيمه په نښه کړي. زلمى له الله داد څخه غواړي چې له دې خطر څخه نور کليوال هم خبر کړي.
الله داد خپله رمه بيرته کور ته بيايي. پلار يې، رحيمداد، ورته په غوسه کيږي، چې ولې يې رمه ژر بيرته کورته راوستله؟ الله داد د زلمي له خولي وايي، چي په څړځاى کې ماينونه ليدل شوي دي. پلار يې له الله داد څخه غواړي، چې له هغې سيمې دې لږ ليرې رمه بوځي، خو الله داد وايي، زلمي ورته ويلي دي، چې رمه دې ډيره ليرې بوځي، ځکه ماين پاکان ماينونه چوي او هغه سيمه هم ترخطرلاندې ده. دايډزله ناروغانوکرکه ،دهغوى دمايوسۍ سبب کيږي : فاطمه د ديګ په پخولو بوخته ده؛ شفيقه راځي او ترې غواړي، چې د ديګ پخلى هغې ته پرېږدي او فاطمه دې آرام وکړي، خو فاطمه وايي، شفيقه کولاى شي هرڅه چې يې زړه غواړي خپل ځان او زلمي ته يې پاخه کړي. شفيقه وايي، چې جلا دېګ ته اړتيا نه شته خو فاطمه په خپله خبره ټينګه ولاړه ده او وايي، چې هغې او مېړه يې، جانداد پرېکړه کړې، چې له دې وروسته يې ژوند او خوراک جلا وي.
تياره ماښام دى. زلمى کورته راځي او له شفيقې غواړي د شپې ډوډۍ تياره کړي. شفيقه وايي دا چې فاطمې ځان او جانداد ته جلا ديګ پخاوه، نو دې باندې د پخلي ناوخته شو. زلمى علت پوښتي. شفيقه وايي فاطمې دوى ګومان کوي، چې مونږ ورنه کرکه کوو، ځکه يې خپل خواړه بيل کړي دي. زلمى وايي چې دا غلط فهمي بايد له منځه يوړل شي. شفيقه وايي ښه به وي، چې سره جلاشي، خو زلمى د شفيقې خبرې ردوي او وايي چې جانداد او فاطمه د ايدز په وايروس اخته دي او د ده سرپرستۍ ته اړ دي. په کم عمر کې واده: اجمل کوزه له اوبو ډکوي چې خپل مخ اولاسونه پرې مينځي. خور يې، ګل مکۍ، راځي اوپه کنايه ورته وايي:
لکه چې نوريه ويده ده او د کور کارونه لاهم ستا ترغاړې دي، چې دا کارونه به نوريه نوره هم نازدانه کړي!)) اجمل د ګل مکۍ خبرې ردوي او وايي چې ګل مکۍ دهغوى په ژوند کې لاسوهنه کوي، خو ګل مکۍ د اجمل دا خبرې د نورو د شيطانۍ له کبله ګڼي. اجمل ګل مکۍ ته اخطار ورکوي، چې له دې وروسته بايد له نوريې سره غرض نه لري، ځکه هغه په کم عمر کې واده شوې او ډيرې نادودې يې ليدلي دي. ناظر که شپون ؟ ناظر پيسې شماري. نسيم له ليرې راځي او ترې پوښتي، چې ولې له ځان سره بونګيده او د هغه په ليدو يې کوم څه په خپل جېب کې پټ کړل.
ناظر وايي چې خپلې حقې حلالې پيسې يې شميرلې او له نسيم نه غواړي يو څو ګامه ليرې ودريږي تر څو هغه وکولاى شي په بېغمه زړه خپلې پيسې وشمېري. ناظر د پيسو په شميرلوکې څوځلې تيروځي. نسيم د ناظر د پيسو په شميرلو کې مرسته کوي خو وايي چې د ناظر په پيسو کې ناچل نوټونه هم شته. ناظر د دې خبرې په اوريدو وارخطاکيږي او د خپلې تباهۍ چيغې پيل کوي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||