|
نوى کور، نوى ژوند: ٢٠٧٧-٢٠٧٩ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
غفار راځي او عابدې ته وايي، شفيقه لادرکه شوې ده. عابده وايي چې شفيقه د هغوى په کور کې ده. غفار علت پوښتي. عابده وايي، شفيقه د زلمى له اجازې پرته له کوره وتلې ده. غفار د شفيقې خپل سري ردوي خو عابده وايي چې شفيقه د جانداد او شفيقې د ايډز له ناروغۍ څخه کرکه کوي چې، هغې ته ور نه شي. غفار شفيقه راغواړي چې موضوع ورته روښانه کړي. عابده غواړي شفيقه بېرته خپل کورته ولېږي، خو شفيقه نه ځي او وايي، چې زلمى بايد د خپل ورور، جانداد، او دې ترمنځ يو غوره کړي، ځکه جانداد اوفاطمه د ايډز وايرس لري. عابده د شفيقې خبرې پر ځاى بولي، ځکه د ايډز ناروغي وژونکې ده خو د کور پرېښودل غوره لار نه بولي او له شفيقې غواړي په دې هکله له زلمي سره خبرې اترې وکړي. زلمى ډېر نارامه دى، خو عابده يې آرامۍ ته رابولي. شفيقه وايي، هغه به هيڅکله د جانداد او فاطمې سره، چې د ايډز وايرس لري، يوځاى ژوند ونه کړي.
زلمى وايي چې جانداد يې ورور دى اوله شفيقې غواړي چې حوصله دې وکړي. عابده هم د زلمي خبرې تاييدوي خو شفيقه يې نه مني. زلمى وايي شفيقه بايد د مشورې له پاره کورته ورسره لاړه شي. زلمى او شفيقه کورته ځي، خو څوک د انګړ دروازه نه بېرته کوي. شفيقه ګومان کوي، چې جانداد او فاطمه به په لوى لاس ورنه بېرته کوي، خو زلمى د شفيقې شک بې ځايه بولي. شفيقه وايي، کيداى شي جانداد دوى له کومې ناوړې پېښې سره مخ شوي وي. زلمى غواړي دروازه ماته کړي خو شفيقه ورته وايي چې د شيرمحمد له کوره دې زينه راوړي او په ديوال دې ورواوړي. ماشومانو ته دډاروونکوکيسودکولوپايلې(نتيجې) : په صنف کې له پلوشې غواړي د زمري او لرګي ماتوونکي کيسه خپلو همصنفيانو ته ووايي. پلوشه وايي: په يوه ځنګل کې ديوه لرګي ماتوونکي او زمري سره انډيوالي شوه. لرګي ماتوونکي يوه ورځ لرګي ماتول چې د زمري پښه په تبر باندې خوږ شوه، چې لرګي ماتوونکې د هغه د پښې په تړلو پيل وکړ. په دې وخت کې لرګي ماتوونکي زمري ته وويل چې خوله دې بدبوي لري. وروسته له څه مودې، لرګي ماتوونکى د زمري سره مخ کيږي او د هغه د ټپ (زخم) پوښتنه کوي. زمرى وايي، د هغه د پښې ټپ جوړ شوى، خوهغه ټپ چې د لرګي ماتوونکي له ژبې ورته پېښ دى لانه دى جوړ.
غوټۍ هغه توشکه څنډي چې تازه يې ډکه کړې ده. زوى يې، شمس، راځي او ترې غواړي چې يوه کيسه ورته وکړي، ځکه معلم ورته دنده ورکړي، چې راتلونکې ورځ يې په صنف کې ووايي. غوټۍ د خپلې بوختيا وايي. شمس په ژړا کيږي چې لالباز راځي او د هغه د ژړا پوښتي. شمس وايي چې مور يې ورته کيسه نه کوي. لالباز يې له ځان سره بلې کوټې ته بيايي چې کيسه ورته وکي. شمس مکتب ته ځي او معلم رحيم ترې غواړي چې خپله کيسه واوروي. شمس د مات وزرې مرغۍ کيسه داسې پيل کوي: ژمى نيژدې و، ټول الوتونکي ګرموسيمو ته تلي وو، خو يوازې مات وزرې مرغۍ پاتې وه. دا مرغۍ بيلابيلو ونو ته ورغله خو هيچا ورته د ژمي تيرولو له پاره ځاى ورنه کړ. مرغۍ په ژړا پيل وکړ. د صبر ونې د هغې د ژړا وپوښتل. مرغۍ خپله ټوله کيسه ورته وکړه. د صبر ونې هغه په ډيرې مهربانۍ خپل ځانته راوبلله. پلوشې د صبر د ونې مهربانې وستايله. شمس وايي همدا وجه ده چې د صبر ونه هميشه تازه وي. معلم رحيم د کيسې نتيجه د مظلومو او اړو کسانو سره مرسته بولي. کوچيان : الله داد شپېلۍ غږوي، چې قمبرګل راځي او د هغه د شپېلۍ ستاينه کوي. الله داد وايي، شپېلۍ وهل يې له انارګل کوچي نه زده کړي دي.
قمبرګل وايي کيداى شي انارګل دوى سږکال بل ځاى کېږدۍ وهلې وي او له الله داد څخه غواړي د انارګل پته پيدا کړي، چې ليدلو ته يې ورشي. شکيبا له خپلې مور، شکريې، غواړي چې شپې ته کورت وزدويي، خو مور يې وايي په کور کې کورت نشته. شکيباوايي، چې سميع الله دې بازار ته په کورتو پسې وليږي. شکريه د بازار کورت ښه نه بولي او وايي چې درخانۍ سږکال نه ده راغلې. شکيباوايي کيداى شي درخانۍ يې له موره خپه شوې وي. شکريه وايي سميع الله به ورواستوي چې احوال يې راوړي. دترياکوله سوداګرۍ راولاړې ستونزې : ګل محمد او سيدمحمد تياره ماښام د ملک آدم خان کورته ورځي چې د هغه د کور سامان ټول او خپل کورته يې يوسي، ځکه کيداى شي دورځې په رڼاکې له کومې بدې پېښې سره مخ شي. په دې وخت کې د کلا دروازه ټکول کيږي. ګل محمدغواړي دروازه پرانيزي، خو پلار يې، په داسې حال کې چې پريشانه دى، نه پرېږدې چې ګل محمد دروازې ته ولاړ شي.
کله چې دروازه پرانيزي، د دروازې تر شا آدم خان ويني. آدم خان د تړلې کډې په ليدوحيرانيږي. سيدمحمد ورته موضوع روښانه کوي او زياتوي چې هغه د ګل محمد ژوند هم له ګواښ سره مخ کړى دى. آدم خان د کډې کولو اړتيا ردوي. سيدمحمد توضيح غواړي. آدم خان وايي، د پيسو د يوې ډيرې غټې ماملې له کبله يې ژوند په خطر کې و، چې اوس هغه مساله حل شوې ده. آدم خان د غفار دکان ته ورځي او هغه ترياک ترې غواړي، چې پخوا يې له ده څخه پيسې پرې اخيستې وې. غفار وايي چې هغه کوکنار کرلي وو خو حکومت يې فصل ورته واړاوه. آدم خان په غوسه کيږي او وايي، چې دا خبرې په هغه پورې اړه نه لري او غفار ته دوې ورځې مهلت ورکوي، کنه نو بيا به يې ګېله له ځانه وي. غفار سيدمحمد ته ورځي او په ترياکو باندې د آدم خان څخه د پيسو د اخيستلو ورته وايي. سيدمحمد د غفار دا کار بې ځايه بولي، خو غفار وايي چې هغه د اړتيا له مخې دا کارکړى او خپل دکان يې پرې آباد کړ.
غفار وايي هغه ترياک کرلي وو، خو د حکومت د فرمان له مخې ترياک واړول شول. سيدمحمد وايي په دې توګه آدم خان د ترياکو مستحق نه دى او وايي چې هغه به يې وپوهوي. سيدمحمد آدم خان ته ورځي او د غفار سره د هغه دپيسو د ماملې ورته وايي. آدم خان غفار يو وعده خلاف کس بولي، خو سيدمحمد وايي چې د هغه د کوکنار فصل حکومت اړولى دى. سيدمحمد له آدم خان څخه غواړي، هغه پيسې چې غفار ته يې ورکړي بيرته واخلي. آدم خان وايي، دا چې مامله دارانو يې په تنګ کړى دى، نو د سيدمحمد غوښتنه به ومني. په برکلي کې ډيزلي ژرنده: فتح خان راځي اوله شکېبا څخه د هغې د مور پوښتي. شکيبا وايي، په کور کې اوړه خلاص وو، مور يې د ګاونډ يانو کره په اوړو پسې تلې ده. فتح خان وايي، ولې سميع الله ژرندې ته غنم نه دي وړي؟ شکيبا وايي چې سميع الله دا کار کړى دى، خو په ژرنده کې وار نشته. فتح خان يوه ژرنده دڅوکليو له پاره کمه بولي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||