BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:52 گرينويچ 2007 ,30 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوى کور، نوى ژوند: ٢٠٨٠-٢٠٨٢
لالباز او ادم خان
آدم خان لالباز هڅوي، چې يوه ټوټه ځمکه يې وپيري ځکه آدم خان پيسوته ډيره اړتيا لري
لالباز په داسې حال کې دونې لاندې خپله دمه جوړوي، چې په ونوکې د مرغيو آوازونه هم اوريدل کيږي.

آدم خان راځي او په چالاکۍ هغه هڅوي، چې يوه ټوټه ځمکه يې وپيري.

لالباز دآدم خان د ځمکې خرڅول مناسب نه بولي، خو ملک آدم خان وايي، چې پيسوته يې ډيره اړتيا ده. لالباز ترې وخت غواړي ترڅو موضوع له خپلې کورنۍ سره ياده کړي.

لالباز کور ته ځي او د ملک آدم خان د ځمکې د پلورلو موضوع د خپل پلار، جانباز او خپلې ميرمنې غوټۍ سره يادوي.

پلار يې د آدم خان د ځمکې د پلورلو اړتيا پوښتي. لالباز وايي آدم خان د ترياکو دکاروبار له کبله ځمکې پلورلو ته اړشوى دى.

غوټۍ د آدم خان د ځمکې اخيستل غوره بولي، خو جانباز وايي چې آدم خان يو ځل امتحان ورکړى، بيا يې آزمويل غلط دي او له هغه سره بايد هيڅ ډول مامله تر سره نه شي.

آدم خان د جانباز کور ته ورځي او له هغه څخه د ځمکې د اخيستلو په هکله پوښـتي.

غوټۍ، لالباز او جانباز
 غوټۍ د آدم خان د ځمکې اخيستل غوره بولي، خو جانباز وايي چې آدم خان يو ځل امتحان ورکړى، بيا يې آزمويل غلط دي او له هغه سره بايد هيڅ ډول مامله تر سره نه شي.

جانباز وايي چې دومره پيسې نه لري چې ځمکه پرې واخلي او له آدم خان څخه غواړي چې د ځمکې له خرڅولو څخه تير شي، ځکه بيا به پښېمانه وي.

آدم خان وايي چې له خطرناکو کسانو سر ه يې د پيسو مامله ده او زياتوي، چې هغه د يوه ښه خريدار په لټه کې دى، بيا به جانباز د شفعې په توګه له ده څخه شکايت نه کوي.

آدم خان د سرور خان ديرې ته ورځي او پيسو ته دخپلې اړتيا کيسه ناظر ته کوي. ناظر ورسره خواخوږي څرګندوي او ورته وايي کولاى شي خپلې پيسې د هغه په واک کې ورکړي. آدم خان ترې مننه کوي.

سرور راځي او آدم خان له هغه څخه په دې برخه کې مرسته غواړي. سرور وايي، چې نغدې پيسې نه لري. آدم خان وايي د اړتيا له مخې خپله يوه ټوټه ځمکه پلوري. که چيرې سرور يا بل څوک يې اخلي ده ته دې احوال ورکړي.

په برکلي کې ډيزلي ژرنده:

بابا اسلم د ژرندې پل تيره کوي چې فتح خان راځي او په هغه نيوکه کوي، چې ولې يې د هغه اوړه په خپل وخت نه دي اوړه کړي؟

بابا اسلم وايي، همدا چې د ژرندې پل تيز شو، تر نورو مخکې به د فتح خان غنم اوړه کړي.

د ډيزلي ژرندې د مفکوره!
فتح خان او ګل خان
 د بابا اسلم ژرنده له يوې خوا خرابه ده او له بلې خوا ژر وار نه ور رسيږي اوس بايد په خپل کلي کې د ډيزلي ژرنده ودرول شي.
فتح خان

فتح خان وايي، کاشکې په کلي کې د ښارونو په څېر ډيزلي ژرندې واى، چې په لږ وخت کې يې ډيرغنم اوړه کولاى. بابا اسلم هم د فتح خان خبره تاييدوي.

فتح خان کور ته ځي او له ګل خان څخه غواړي چې په تراکتور کې له بازار څخه اوړه راوړي.

ګل خان وايي چې په کور کې غنم لري له بازار څخه د اوړو اخيستلو ته څه اړتيا ده؟

پلار يې وايي چې د بابا اسلم ژرنده له يوې خوا خرابه ده او له بلې خوا ژر وار نه ور رسيږي او په دې ترڅ کې په خپل کلي کې د ډيزلي ژرندې د مفکورې يادونه کوي. ګل خان هم د ډيزلي ژرندې شتون په کلي کې ضروري ګڼي.

ماشومانو ته د ډاروونکوکيسو د کولو پايلې(نتيجې) :

زرمينه د کاليو په مينځلو بوخته ده، چې پلوشه راځي اوترې غواړي د کورهر ډول کار هغې ته وسپاري. مور يې ترې علت پوښتي. پلوشه وايي هغه دې ورته ډيره ښه کيسه وکړي.

پلوشه زياتوي، چې شمس، د هغوى ټولګيوال، د ښې کيسې په ويلو ډير وستايل شو. مور يې د پلوشې سره وعده کوي، چې همداسې يوه ښه کيسه به دې ته هم وکړي.

زرمىنه او پلوشه
پلوشه د ډاروونکي کيسې په اوريدو، په زوره چيغه کوې او بې هوښه کيږي.

شپه رارسيږي؛ د پلوشې مور داسې کيسه پيلوي:

(( و نه و يو تور بد شکله ديو و، چې يوه ورځ په يوه ځنګله کې تيرېده چې يو ناڅاپه يې سترګې په يوې نجلۍ ولګيدې چې د پلوشې په عمر به وه .))

پلوشه په وارخطايۍ پوښتي چې بيا څه وشول؟ مور يې وايي: (( ديو نجلۍ تښتوي، له اوو غرونو او اوو سيندونو يې اړوي او خپل کور ته يې رسوي، په زنځيرونو يې تړي او پخلنځي ته يې وړي.))

زرمينه زياتوي: (( نجلۍ کم بخته ډيره ژاړي، خو ديو يو غټ ديګ په اور باندې ږدي چې نجلۍ په هغې کې پخه کړي...)) په دې وخت کې د پلوشې دوى دکوټې دروازه باد په زوره بندوي. پلوشه په زوره چيغه کوې او بې هوښه کيږي.

دايډزله ناروغانوکرکه، د هغوى د مايوسۍ سبب کيږي:

زلمى په ديوال کور ته اوړي او دروازه پرانيزي. شفيقه کور ته ننوځي او په ډيره بيړه له زلمى څخه غواړي په خپلو سترګو وګوري چې څه پېښ شوي دي؟!

زلمى د پېښې په هکله پوښتي. شفيقه وايي، پرته له دې چې جانداد او فاطمه دوى ته څه ووايي، له کوره يې کډه کړې ده.

شفيقه او زلمى
کله چې زلمى او شفيقه د جانداد دوى کره ورځي، گوري چې کور خالي دى او هيڅوک نشته.

زلمى ټوله ملامتي په شفيقې اچوي، ځکه د هغې د کور پرېښودل اوله شفيقې دوى څخه کرکه کول د هغوى د مايوسۍ سبب شول.

شفيقه خپلې کړنې مناسبې بولي، خو زلمى وايي چې شفيقې په خپل دې کار هغه له خپل ورور او وريندارې څخه جدا کړ.

په دې وخت کې د هغوى پاملرنه هغه ليک ته وراوړي چې ددروازې په سر په يوه ميخ کې بندشوى دى.

زلمى ليک د لوستلو له پاره قمبرګل ته ورړي، ځکه چې خپله د سواد له نعمت څخه بې برخې دى.

په ليک کې ليکل شوي دي: ((مونږ له دې کورڅخه کډه وکړه، ځکه چې ستاسې د نارامۍ سبب شوي وو...))

د فاطمې مور چې کله له دې موضوع خبريږي په وارخطايۍ د هغوى د کډې کولو علت پوښتي.

زلمى او شفيقه
د زلمي او شفيقې پاملرنه هغه ليک ته وراوړي چې ددروازې په سر په يوه ميخ کې بندشوى دى.

زلمى وايي دهغوى په منځ کې کومه غټه خبره نه ده شوې، او زياتوي هغه ګومان کاوه چې جانداد دوى به د زرمينې دوى کره راغلي وي.

زلمى د جانداد دکان ته ورځي او له ثمرګل څخه د جانداد پته پوښتي. ثمرګل په يو، دوه ورځوکې د جانداد دنه راتګ خبره کوي، خو ناڅاپه يې پام کيږي چې جانداد د دکان په لور راروان دى.

زلمى په لوړغږجانداد را بولي، خو جانداد د زلمي په ليدلوخپل تګ لورى بدلوي. زلمى وايي، دا چې جانداد ترې خپه دى، نوځکه يې خپله لاره بدله کړه.

په کم عمر کې واده :

نوريه دکوټې کړکۍ پرانيزي، چې کوټه ښه پاکه کړي. اجمل د نوريې کار بې ځايه بولي، ځکه چې هغه اميدواره ده، او د ډاکتر له خولې وايي، چې په داسې حالت کې بايد درانه کارونه ونه کړي.

نوريه دا کارونه درانه نه بولي او له اجمل څخه غواړي، له کوټي ووځي، چې خاورې دوړي يې په عذاب نه کړي. دکار په اوږدو کې يو ناڅاپه د نوريې دچيغوغږ اوريدل کيږي.

نوريه په ځاى پرته ده، اجمل ورڅخه پوښتي، چې کيداى شي ډيره ژوبل شوې وي، خو نوريه وايي يو ناڅاپه يې په ملاکې سخت درد پيدا شو.

د اميدوارۍ پر مهال کار کول
اجمل او نوريه
 نوريه کوټه پاکوي. اجمل د نوريې کار کول بې ځايه بولي، ځکه چې هغه اميدواره ده، او د ډاکتر له درانه کار څخه منع کړې.

ګل مکۍ راځي او د نوريې د استراحت کولو علت پوښتي. اجمل وايي چې د کار کولو په وخت کې يې ملا په درد شوې ده.

ګل مکۍ د نوريې داټول کارونه مکر او دروغ ګڼي.

عابده راځي، نوريه ورسره ښه روغبړکوي او په دې ترڅ کې يې سترګې د نوريې تکليف ته ور اوړي او په دې هکله ورڅخه پوښتي.

نوريه وايي د کار کولو پر مهال له دې ستونزې سره مخ شوه.

عا بده وايي په دې ورځو کې دې له پوره احتياط څخه کار اخلي.

نوريه يې مني او د ګل مکۍ د پېغور ورته وايي. عابده وايي دګل مکۍ په خبرو پسې دې هيڅ سر نه ګرځوي.

گل محمد او سيد محمدنوى کور، نوى ژوند
٢٠٧٧-٢٠٧٩
پري گله او نسيم نوى کور نوى ژوند
٢٠٧٤-٢٠٧٦
 زلمی او الله دادنوى کور،نوى ژوند
٢٠٧١-٢٠٧٣
لعل باز او غوټۍنوى کور،نوى ژوند
٢٠٦٨-٢٠٧٠
ګل خان او نسيم نوى کور، نوى ژوند
٢٠٦٥-٢٠٦٧
الله داد او زلمینوی کور، نوی ژوند
٢٠٦٢-٢٠٦٤
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>