|
نوى کور، نوى ژوند: ٢٠٩٢-٢٠٩٤ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سميع الله د انارګل سره دکلي په لور روان دى، چې د هديرې ترڅنګ د کوزکلي د يوشمير خلکو ټوليدنه يې پاملرنه ورګرځوي. د خلکو په منځ کې سميع الله خپل پلار، فتح خان ويني چې سترګې موښي. سميع الله ګومان کوي، چې کوم نيږدې خپلوان به يې مړ شوى وي ځکه فتح خان ژاړي، هغه هم په ژړا پيل کوي. انارګل يې آرامتيا ته رابولي خو سميع الله يې نه مني. سميع الله د خپل پلار سره يوځاى کور ته ستنيږي او د پلار د غوسې سره مخ کيږي. شکريه علت پوښتي. فتح خان وايي هغه د يو شمير کليوالو سره د ډيزلي ژرندې له پاره د ځاى د ټاکلو له پاره د هديرې ترڅنګ ولاړ و او دخپلې پګړۍ په پيڅکه يې خپلې خولې پاکولي.
سميع الله ګومان وکړ چې کيداى شي کوم نيژدې خپلوان يې مړ شوى وي او پلار يې ژاړي، نو ده هم په ژړاپيل وکړ. شکريه د دې سره سره چې سميع الله پړ نه بولي، د هديرې ترځنګ د ډيزلي ژرندې ځاى په ځاى کول لازم نه ګڼي. د ايډز له ناروغانوکرکه، د هغوى د مايوسۍ سبب کيږي: زرمينه بيرته کور ته ستنيږي او د فاطمې د يوازيتوب او زړه تنګۍ خبره له اکبر سره شريکوي. اکبر فاطمه او جانداد ملامتوي چې پرته له موجبه يې د ولسوالۍ بازار ته کډه کړې ده. زرمينه د فاطمې له خولې وايي، چې زلمي او شفيقې د هغوى د ايډز له ناروغۍ کرکه کوله ځکه يې کډه کړې ده. اکبر هم خپه کيږي او وايي چې وروسته له پوښتنې ګروېږنې به په دې برخه کې وړګام پورته کړي. بي بي ګله يو قاب سابه فاطمې ته وروړي او هغه يوځاى له هغې سره خوري. په دې وخت کې زرمينه هم راځي او د بي بي ګلې سره يې پېژندګلوي کيږي. زرمينه د فاطمې سره د بي بي ګلې د ښې رويې له کبله خوښي څرګندوي. دکرنې ميکانيزه کول : سرور ناظر ته دنده سپارلې چې يوه ټوټه ځمکه قولبه کړي، خو د کار په اوږدوکې سپاره ماتيږي. غوايان رمباړې وهي او ناظر ورسره په خوله ډول وهي. سرور راځي او د کار د پرچاوۍ له ناظر څخه پوښتي. ناظر د سپارې ماتيدل د کار دځنډيدو لامل ګڼي او له سرور څخه غواړي چې دکار دچټکتيا له پاره د ګل خان ټراکتور په کرايه راولي.
ګل خان د خپل تراکتور سره په نامالوم لوري روان دى چې ناظر يې درولو ته رابولي. ګل خان علت پوښتي. ناظر ورته وايي چې د ګټې څخه ډک کار يې ورته پيدا کړى دى. ګل خان توضيح غواړي. ناظر ترې په دې برخه کې د کميشن غوښتنه کوي. ګل خان يې مني او د کار د ځاى پوښتي. ناظر د ګل خان په تراکتور د سرور خان د ځمکو د اړولو وايي او د کميشن اخيستل د خپل واده له پاره د تيارۍ پيلامه بولي. ګل خان له ناظر سره د سرورخان د ځمکې په لور روانيږي چې په لاره کې يوه لويه وياله د تراکتور د تيريدو خنډ کيږي. ناظرغواړي چې وياله له تيږوډکه کړي خو ګل خان د ناظر دا نظر ردوي اوغواړي چې يوه بله لاره چاره ورته پيداکړي. په کم عمر کې واده : ګلالۍ د نوريې ليدوته ورځي او د هغې د ناروغۍ پوښتي. نوريه د درد د زياتوالي ورته وايي. ګلالۍ تر معايناتو وروسته د هغې ناروغي جدي بولي او ترې غواړي چې ډير ژرځان کلينيک ته ورسوي.
اجمل او عابده نوريه کلينيک ته رسوي. ګلالۍ د هغې په کم عمر کې دواده او ناوړه روغتيايي حالت مساله له ډاکتر سره شريکوي. ډاکتر په دې برخه کې د مور او پلار نه پاملرنه دخواشينۍ وړبولي. ګلالۍ هم د ډاکتر نظر تاييدوي او زياتوي چې دا ډول ناوړه پيـښې د کورنيو د نه پاملرنې له کبله رامنځته کيږي. ډاکتر له ګلالۍ غواړي چې ډير ژر دې د نوريې مرستې ته ځان ورسوي. اجمل او عابده د کلينيک څخه دباندې انتظار باسي. عابده ژاړي او وايي کيداى شي نوريه له کومې بدې پېښې سره مخ شي. اجمل يې آرامتيا ته رابولي او وايي چې په کلينيک کې به يې علاج وشي. عابده يې نه مني او د ګلالۍ له خولې وايي چې د نوريې عمر کم دى او د ماشوم د زېږېدنې وخت يې هم نه دى پوره شوى چې دې کار نوريه د مرګ له ګواښ سره مخ کړې ده. په دې وخت کې اجمل د عابدې پاملرنه د ګلالۍ راتګ ته وراړوي. دترياکوله سوداګرۍ راولاړې ستونزې: مجيد له ګل محمدڅخه غواړي، چې د آدم خان د تښتونې موضوع له حکومت سره شريکه کړي، ګل محمديې مني. په دې وخت کې لالباز راځي او وايي څوشيبې مخکې يې آدم خان د غونډۍ په لمنه کې له څوکسانوسره د ځمکې داندازې کولو پرمهال وليد.
مجيد وايي، کيداى شي دا کسان د آدم خان معامله داران وي، خو لالباز د مجيد خبرې ردوي او وايي، هغه کسان د آدم خان دځمکې اخيستونکي ښکاريدل، ځکه آدم خان پيسوته د زياتې اړتياله امله خپله ځمکه پلوري. آدم خان د ګل محمد دکان ته ورځي. ګل محمد د هغو کسانو په هکله ترې پوښتي چې ورځ مخکې له هغه سره ليدل شوي وو. آدم خان د هغوى يو کس د خپلې يوې ټوټې ځمکې اخيستونکى بولي. په دې وخت کې نوموړى کس د ګل محمد دکان ته راځي. آدم خان وايي که چيرې يې د ځمکې اخيستلو ته زړه وي، يوه اندازه پيسې دې د بيعانې په توګه ورکړي. نوموړى کس د نغدو پيسو د نشتوالي وايي. آدم خان وايي په دې صورت کې دې راتلونکې ورځ د بيعانې پيسې ګل محمد ته ورکړي. ماشومانو ته دډاروونکوکيسودکولوپايلې(نتيجې): اکبر پلوشه ډاکتر ته بيايي. ډاکتر په خوب کې د پلوشې د ډار خبره له پلوشې پوښتي. پلوشه وايي مور يې ورته د تور ډاروونکي ديو کيسه کړې وه، چې يوه وړه نجلۍ يې تښتولې وه او غوښتل يې هغه وخوري.
ډاکتر وايي چې د پلوشې د ډار اصلي سرچينه په ډاروونکو کيسو کې ده او له اکبر څخه غواړي چې ماشومانوته د داسې کيسو له کولو څخه ډډه وکړي او په ښو خبرو پلوشه وپوهوي چې په راتلونکې کې له هيڅ شي څخه ونه ډاره شي. پلوشه د خپل پلار سره بېرته کورته ستنيږي. زرمينه د هغې دوا په هکله پوښتي چې ډاکتر پلوشې ته ورکړې. اکبر وايي چې ډاکتر پلوشې ته هيڅ راز دوا نه ده ورکړې. زرمينه په حيرانۍ علت پوښتي. اکبر وايي چې د پلوشې د ډار علت د زرمينې له خوا پلوشې ته د ډاروونکو کيسو په کولو کې دى. پلوشه هم دا خبره تاييدوي. اکبر له زرمينې غواړي چې په راتلونکې کې ماشومانو ته د ډاروونکو کيسو له کولو ډډه وکړي. کوچيان انارگل خپله رمه بيرته کورته راولي او له درخانۍ غواړي چې په شپاله کې درمې دځاى پر ځاى کولو په کار کې ورسره مرسته وکړي. په دې وخت کې پيرو وايي چې په رمه کې يې يوه مېږه کمه بريښي. پيرو انارګل ته غوسه کوي او ترې غواړي چې ډير ژر د مېږې لټون پيل کړي. درخانۍ له پيروغواړي چې هغه هم په دې کار کې د انارګل ملګرتياوکړي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||