|
نوى کور، نوى ژوند: ٢٠٨٩-٢٠٩١ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
زرمينه د جانداد دوى کرايي کور ته تلې ده او له فاطمې څخه د ولسوالۍ بازار ته د هغوى دکډې کولو پوښتي. فاطمه د هغوى د ايډز له ناروغۍ څخه د شفيقې او جانداد کرکه ددې کار يواځينى علت بولي. زرمينه هم د زلمي او شفيقې دا کار غندي او زياتوي چې د ايډزله ناروغانو سره بايد د هغوى نيږدې کسان ښه سلوک وکړي او له مهربانۍ څخه کارواخلي. زرمينه د شفيقې دوى کره ورځي او د جانداد او فاطمې سره د هغې ناوړه چلند غندنه کوي خو شفيقه بيا وايي چې هغه په دې برخه کې ملامتيا نلري، ځکه د فاطمې د ناروغۍ له کبله د هغې ژوند هم له ګواښ سره مخ شوى و. زرمينه وايي چې د شفيقې د وينې د معايناتو نتيجې وښوده چې د فاطمې د ايډز ناروغي هغې ته نه وه ورغلې اوپه دې برخه کې د شفيقې کرکه بې ځايه وه. د جانداد د کرايي کور څښتنه، بي بي ګل د فاطمې دوى کره ورځي او وروسته تر روغبړ څخه فاطمه خپله لور بولي. فاطمه خوښي څرګندوي چې د يوې ډيرې مهربانې ښځې کور يې په کرايه نيولى دى. کوچيان: ګل خان غواړي خپل تراکتور د دامان کلي د يوه اوسيدونکي د ځمکې قلبه کولو له پاره هغه ځاى ته بوځي. سميع الله هم ترې غواړي چې هغه له ځانه سره بوځي. ګل خان دامان کلي ته د سميع الله د تګ اړتيا پوښتي. سميع الله وايي چې انارګل دوى او نورو کوچيانو سږکال په دامان کلي کې کډې اړولي دي او هغه غواړي د انارګل ليدو ته ورشي. ګل خان د سميع الله غوښتنه مني.
سميع الله د انارګل دوى کيږدۍ ته ورځي. د انار ګل دوى سپى د انارګل په ليدوغاپي. انارګل په خوښۍ د سميع الله د راتګ خبرې کوي. پيرو د سميع الله په هکله پوښتي. درخانۍ وايي سميع الله د فتح خان زوى دى او زياتوي چې مور يې شکريه د هغې خورلڼه ده خو درخانۍ د سميع الله په راتګ پريشانه کيږي، ځکه کيداى شي کوم بد خبريې راوړى وي. انارگل سميع الله ته يو جام يخې شړومبې ورکوي، سميع الله شړومبي څښي او د هغې د خوند ستاينه کوي. سميع الله د درخانۍ د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي چې مور يې تل هغه يادوي. درخانۍ وايي چې په يوه مناسب وخت کې به د شکريې ليدوته ورشي. سميع الله له انارګل څخه غواړي چې د خپلو نورو انډيوالانو د ليدو له پاره د ده سره کلي ته ولاړ شي. انار ګل يې مني. درخانۍ يوه اندازه کورت دسميع الله په لاس شکريې ته ور استوي. په کم عمر کې واده: حميده په کورنۍ مجله کې د نوريې د ژوندکيسه لولي چې ګلالۍ راځي. حميده ورته د نوريې د اميدوارۍ او د ملا د درد د پيداکيدو وايي او هغه دزړه سوي وړ بولي. ګلالۍ د نوريې ناروغي د کلکې پاملرنې وړ بولي او حميدې ته وايي چې ډيرژر دې نوريې ته ووايي چې يادې ته اوياهم روغتيايي کلينيک ته د معايناتو له پاره لاړه شي. د ترياکوله سوداګرۍ راولاړې ستونزې: دوه موټرې د نسيم د دکان ترمخ سخت بريک نيسي. رحيمداد چې د نسيم په دکان کې وي ډير وارخطا کيږي، ځکه هغه ګومان کوي چې موټر به څوک وهلى وي.
په دې وخت کې يو ناپېژندويه سړى له موټر څخه راکښته کيږي او د نسيم د کان ته ورځي. نوموړى کس د آدم خان د ځاى پوښتي. نسيم د آدم خان له پېژندنې منکريږي او ناپېژندويه کس بيرته ستنيږي. رحيمداد له نسيم څخه د هغه د دې کار علت پوښتي. نسيم نوموړى کس خطرناک بولي او خپله ځي تر څو د ګل محمد په واسطه آدم خان خبرکړي چې ځان ګوښه کړي. نسيم په بيړه په ګل محمد پسې د جانداد دکان ته ورځي او د دکان څخه د باندې ګل محمد ته د ناپېژندويه کس خبره کوي، ترڅو جانداد خبر نه شي. ګل محمد ګومان کوي، چې دا سړى به د ترياکو د هغو قاچاقبرانو له ډلې څخه وي، چې څه موده وړاندې يې هم له آدم خان سره ستونزې درلودې. نسيم له ګل محمدڅخه غواړي چې د احتمالي خطرونو څخه د مخنيوي په خاطر لاس په کارشي. ګل محمد مجيد پسې ورځي او له هغه څخه غواړي چې ورسره يوځاى په آدم خان پسې ولاړ شي. د ګل محمد د زيات ټينګار په وجه مجيد هم تلو ته تياريږي. جانباز او لالباز په خپل پټي کې په کاربوخت دي، چې په دې وخت کې د غونډۍ په لمنه کې دوه ښکلي موټرونه د لالباز پاملرنه ځانته وراړوي. په دې هکله له جانباز پوښتي؛ جانباز اندېښنه څرګندوي چې د آدم خان دښمنان به وي. لالباز شک څرګندوي، خو جانباز د آدم خان له خولې وايي چې معامله دارانو يې ورته څو ورځې وخت ورکړى و. غوټۍ، چې هغه هم په صحنه کې حاضره ده، آدم خان د ناوړو او ناروا کارونو د ترسره کولو له امله پړ بولي. مجيد او ګل محمد د آدم خان په موندلو نه بريالي کيږي غواړي د يوې ونې ترسيوري لاندې دمه جوړه کړي. په دې وخت کې دوه تيز رفتار موټرې د هغوې له مخې تيريږي. ګل محمد په يوه موټر کې آدم خان ويني او په لوړغږ ورباندې آوازکوي خو موټرې ورو، ورو ليرې کيږي. مجيد ګومان کوي، چې قاچاقبرانو آدم خان تښتولى وي. ماشومانو ته د ډاروونکو کيسو د کولو پايلې (نتيجې): زرمينه د سرورخان کور ته ورځي او تر روغبړ وروسته په خوب کې د پلوشې د ډار کيسه هغې ته کوي. ګلالۍ ترې غواړي چې ژرترژره دې پلوشه ډاکتر ته بوځي.
بله شپه پلوشه بيا هم په خوب کې ډاريږي او چيغې وهي. اکبر له زرمينې څخه د حل لار پوښتي. زرمينه وايي چې خبره يې له عابدې او ګلالۍ سره شريکه کړې ده او د عابدې له خولې وايي چې په پلوشې باندې سيورى شوى دى. اکبر په دې برخه کې د ګلالۍ د نظر پوښتي. زرمينه وايي ګلالۍ ورته لارښوونه کړې چې پلوشه ډاکترته بوځي. اکبر د ګلالۍ نظر تاييدوي، ځکه پخوا هم د ګلالۍ لارښوونې دوى ته ګټورې تمامې شوې وې. په کوزکلي کې ډيزلي ژرنده: شکيبا د هغې ډيزلي ژرندې دماشين ترڅنګ چې په حويلۍ کې ايښې ده تيريږي.
په دې وخت کې يې لمن دماشين په يوه ګوښه کې بنديږي او څيرې کيږي. شکريه ټوله ملامتيا په فتح خان اچوي، چې د ډيرې مودې راهيسې يې د ډيزلي ژرندې ماشين په انګړکې ايښى دى. فتح خان وايي، ګل خان ته يې دنده سپارلې چې له ښاره يو مستري راولي اود ډيزلي ژرندې ماشين په يوه مناسب ځاى کې ودروي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||