BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوى کور، نوى ژوند: ٢٠٨٣-٢٠٨٥
فاطمه او جانداد

اکبر د پلوشې د ډار پوښتي. پلوشه وايي، کله چې يې مور ورته ډاروونکې کيسه کوله، هغې ګومان وکړ، چې تور ديو له مرۍ نيولې او نس يې څيرې کوي.

اکبر زرمينه ملامتوي او ورته وايي، نه ښايي ماشومانو ته ډاروونکې کيسې وکړي.

زرمينه وايي د کيسې په پاتې برخه کې ښې خبرې هم وې، خو پلوشه مخکې له دې چې ټوله کيسه واوري وډاره شوه.

شپه ده، زرمينه له پلوشې غواړي چې د لاس مينځلو له پاره له دهلېز څخه کوزه او چلمچي راوړي.

پلوشه له خپلې مور هيله کوي چې هغه دې هم ورسره ولاړه شي.

زرمينه، اکبر او پلوشه
پلوشه له خپلې مور هيله کوي چې هغه دې هم په کوزه او چلمچي پسې ورسره ولاړه شي.

مور ورته منت کوي.اکبرپلوشه اړباسي چې يوازې ولاړه شي.

پلوشه په نه زړه ځي. اکبر زرمينه له ماشومانو سره په بدسلوک پړه بولي.

په دې وخت کې دکوزې او چلمچي د غورځيدلو او ورسره جوخت د پلوشې د چيغو آواز اوريدل کيږي.

دايډزله ناروغانوکرکه ،دهغوى دمايوسۍ سبب کيږي :

جانداد دکان ته ځي اوله ثمرګل څخه د زلمي د راتګ په هکله پوښتي. ثمرګل وايي چې زلمى د جانداد او فاطمې د کډې کولو څخه خبرشوى دى.

جانداد وايي چې له زلمي څخه خوابدى دى او دا چې شفيقې د هغوى د ايډز له ناروغۍ کرکه کوله، نو ځکه يې د ولسوالۍ بازار ته کډه کړې ده. ثمرګل هم د شفيقې دا کار د انتقاد وړګڼي.

زرمينه د جانداد او فاطمې دکډې کولوله امله ډيره خواشينې ده او نه پوهيږي چې هغوى چيرې کډه کړې ده.

په دې وخت کې ثمرګل راځي او د ولسوالۍ بازار ته د هغوى د کډې کولو وايي.

جانداد او ثمرگل
ثمرګل وايي چې زلمى د جانداد او فاطمې د کډې کولو څخه خبرشوى دى.

زرمينه د ولسوالۍ بازار ته د هغوى د کډې کولو علت پوښتي.

ثمرګل د جانداد له خولې وايي، چې زلمي او شفيقې د هغوى د ايډز له ناروغۍ کرکه کوله.

فاطمه ژاړي چې جانداد راځي او د هغې د ژړا علت پوښتي.

فاطمه وايي چې يوازې يې په کور کې زړه تنګيږي،

له جانداد څخه غواړي چې وروسته له دې، دې دوخته کورته راځي. جانداد د دې ټولو سرګردانيو سبب فاطمه بولي.

په کوزکلي کې ډيزلي ژرنده:

څو ورځې وشوې خو د بابا اسلم په ژرنده کې د فتح خان د غنمو د اوړو کولو وار نه دى رسيدلى.

ګل خان د ډيزلې ژرندې د مفکورې په هکله پوښتي. فتح خان وايي پرېکړه يې کړې چې په کلي کې ډيزلي ژرنده ولګوي.

شکريه دا کار بې ګټې بولي خو فتح خان وايي د دې ترڅنګ چې دکلي خلکو ته په دې برخه کې آسانتيا پېښيږي،

گل خان، فاطمه او شکريه
فتح خان پرېکړ کړې چې په کلي کې ډيزلي ژرنده ولګوي.

دوى ته هم يو څه اندازه ګټه رسيږي. ګل خان له پلار څخه غواړي چې ډيرژر په ډيزلي ژرنده کار پيل کړي.

فتح خان له سمندر سره ويني اوپه کوز کلي کې د ډيزلې ژرندې د جوړيدو او د هغې د آسانتياوو خبره ورسره شريکوي.

سمندر هم د فتح خان دا کار ستايي او ترې غواړي چې ژر دا کار پيل کړي.

د ترياکو له سوداګرۍ راولاړې ستونزې:

کريم په خپله ځمکه کې کارکوي، چې سرور راځي او د آدم خان له خولې د هغه د يوې ټوټې ځمکې د خرڅولو خبره ورسره شريکوي او کريم ته وايي که چيرې ځمکه اخلي نو له آدم خان سره دې وګوري.

کريم د دې خبرې په اوريدو غواړي چې آدم خان پسې ولاړشي او زياتوي چې اوس د دې وخت راغلى چې له آدم خان سره خپله حسابي وکړي.

سرور او کريم
کريم په خپله ځمکه کې کارکوي، سرور راځي او د آدم خان د ځمکې د خرڅولو خبره ورسره شريکوي.

سرور کور ته ځي او د کريم سره د هغه د ليدو خبره ګلالۍ ته کوي.

سرور وايي چې د آدم خان د ځمکې د خرڅلاو خبره يې کريم ته وکړه ، خو کريم هيجاني شو او د خپل حساب د مالومولو له پاره آدم خان پسې ولاړ.

ګلالۍ کريم ملامتوي وايي چې کريم ډير پساتي بنيادم دى او زياتوي چې څه موده وړاندې د همدې ناوړو کارونو په پايله کې د نامالومو کسانو له خوا وهل شوى هم و.

کريم آدم خان ته ورځي او له هغه څخه غواړي د هغه د کار مزدوري ورکړي، چې د آدم خان له پاره يې سرته رسولى و،

خو آدم خان وايي چې کريم د هغه شته او پيسې د غلو په لاس ورکړي او ده ته يې ډير زيان اړولى دى.

کريم وايي د هغه کسانو له ډلې چې دى يې وهلى، يو تن يې پېژندلى اوپه مناسب وخت کې به يې له آدم خان سره مخ کړي.

آدم خان کريم پخلاکوي او ترې غواړي چې د موضوع د حل او فصل کولو له پاره دې رحيم او سيدمحمد له ځان سره راولي.

ادم خان او کريم
کريم آدم خان ته ورځي او له هغه څخه غواړي د هغه د کار مزدوري ورکړي.

کريم بېرته کورته ستنيږي. ښاپيرۍ يې ملامتوي او ورته وايي چې له ډيرې مودې راهيسې يې ونه شوکړاى خپل دکان بېرته جوړکړي.

کريم وايي ډير ژر به له آدم خان څخه ډيرې زياتې پيسې ترلاسه کړي.

مور يې، رابياګله، آدم خان يو دروغجن سړى بولي خوکريم وايي چې دا ځل آدم خان ورته عذر کړى او ورته يې ويلي چې رحيم او سيدمحمد دې د حسابۍ له پاره له ځان سره د آدم خان کره بوځي.

ناظر په ډيرې غوړه مالۍ د سرور خان پښې کښېکاږي او له هغه څخه غواړي چې د آدم خان ځمکه ده ته وپيرې، خو سرور وايي چې ترټولو مخکې بايد د ناظر د واده غم وخوړل شي.

ماين، د انسان پټ دښمن:

الله داد غواړي خپله رمه د څرولو له پاره د غره ډډې ته بوځي خو پلار يې شک څرګندوي او وايي پرته له دې چې الله داد رمه وڅروي، تش نس يې بيرته کورته راولي.

الله داد د خبرې علت پوښتي. پلار يې وايي چې دغره په ډډه کې سيم لرونکي ماينونه ليدل شوي دي، خو الله داد د زلمي له خولي وايي چې هغه سيمه ماين پاکانو لا دوخته له ماينونوڅخه پاکه کړې ده.

کوچيان :

ثمرګل د نسيم د ليدو له پاره د هغه دکان ته ورځي، چې په دې وخت پيرو کوچى د ځان او

انارګل له پاره د څپليو د اخيستلو په نامه د نسيم دکان ته ورځي

پيرو، نسيم او ثمرگل
پيرو دوى سږکال په دامان کلي کې اړولي دي.

او د نسيم د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي چې هغوى سږکال په دامان کلي کې اړولي دي.

نسيم د هغوى د دې کار علت پوښتي؛ پيرو وايي، چې هلته له يوې خوا واښه ډير دي او له بلې خوا د اوبو چينه ورته نيژدې ده.

په کم عمر کې واده :

ګل مکۍ او حميده په اوبو پسې چينې ته تلي دي. حميده له ګل مکۍ څخه د نوريې پوښتنه کوي.

ګل مکۍ وايي چې نوريه يوه مکاره اوچالاکه ښځه ده،

گل مکۍ او حميده
ګل مکۍ او حميده په اوبو پسې چينې ته تلي دي

خو حميده د ګل مکۍ دا خبرې ردوي او وايي چې نوريه ډيره عاجزه او بې ضرره ښځه ده.

ګل مکۍ وايي چې نوريې له واده وروسته د هغې د ورور ژوند تريخ کړى دى

او تل په دروغو ځان ناروغ ښيي او په دې ډول د کور له کارونو ځان خلاصوي.

زرمينه او پلوشهنوى کور، نوى ژوند
٢٠٨٠-٢٠٨٢
گل محمد او سيد محمدنوى کور، نوى ژوند
٢٠٧٧-٢٠٧٩
پري گله او نسيم نوى کور نوى ژوند
٢٠٧٤-٢٠٧٦
 زلمی او الله دادنوى کور،نوى ژوند
٢٠٧١-٢٠٧٣
لعل باز او غوټۍنوى کور،نوى ژوند
٢٠٦٨-٢٠٧٠
ګل خان او نسيم نوى کور، نوى ژوند
٢٠٦٥-٢٠٦٧
الله داد او زلمینوی کور، نوی ژوند
٢٠٦٢-٢٠٦٤
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>