|
نوى کور، نوى ژوند: ٢٠٨٦-٢٠٨٨ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پلوشه بې هوشه پرته ده، اکبر او زرمينه پرې غږ کوي خو پلوشه ځواب نه ورکوي. قمبرګل په جام کې لږې اوبه راوړي او د پلوشې پرمخ يې شيندي، خو بياهم پلوشه نه په هوش کيږي. زرمينه، په داسې حال کې چې ډيره وارخطا ده، پلوشې ته چيغې وهي، خو اکبر يې آرامتيا ته رابولي او ګومان کوي چې پلوشه به کوم څه شي چيچلې وي. په دې وخت کې قمبرګل د پلوشې د په هوش کيدو وايي. شپه نيږدې نيمايي ته رسيدلې ده خو ثمرګل د کتاب په لوستلو بوخت دى. پلار يې، اکبر، ترې غواړي چې څراغ مړ کړي او ويده شي. ثمرګل وايي چې کتاب يې له بل چا څخه امانت راوړي او کيسه په زړه پورې ده. په دې وخت کې د زرمينې د چيغو غږ اوريدل کيږي. اکبر له ليرې په زرمينې غږ کوي؛ زرمينه د مرستې غوښتنه کوي. اکبر او ثمرګل په بيړه د هغې مرستې ته ورځي. اکبر په توره شپه کې د زرمينې د چيغوعلت پوښتي. زرمينه وايي چې پلوشه په خوب کې ويريدله. اکبر د دې کار علت له پلوشې پوښتي. پلوشه د يوه ډاروونکي خوب د ليدلو وايي.
هغه وايي په خوب کې ښوونځي ته روانه وه، چې يو تور ديو غوښتل هغه وتښتوي. پلار يې ترې پوښتي چې کله يې په خوب کې هم ديو ليدلى؟ پلوشه منفي ځواب ورکوي. اکبر وايي، چې داسې فکرونه دې له سره وباسي! عابده د زرمينې دوى کره ورځي او د کلا د دروازې ترخوا پلوشه ويني چې خوله يې وتلې ده. عابده د پلوشې په هکله له زرمينې پوښتي. زرمينه وايي، چې پلوشه هره شپه ډاروونکي خوبونه ويني او چيغې وهي. عابده له زرمينې غواړي چې د خپلې لور علاج وکړي. زرمينه په دې برخه کې توضيح غواړي. عابده وايي چې په پلوشې باندې سيورى شوى، خو زرمينه د هغې خبرو ته د شک په سترګه ګوري. په کوز کلي کې ډيزلي ژرنده: ګل خان د تراکتور سره ناوخته کور ته ستنيږي. فتح خان ورته غوسه کوي. ګل خان علت پوښتي. فتح خان وايي هغوى بايد ډير ژر ډيزلي ژرنده واخلي او کلي ته يې راوړي. ګل خان وايي چې اول دې د ژرندې له پاره ځاى او کوټه جوړه شي او بيا دې ژرنده واخيستل شي خو فتح خان وايي چې د ژرندې اخيستل او راوړل تر ټولو ضروري دي. ګل خان ډيزلي ژرنده اخيستې او کلي ته يې راوړې ده. په دې وخت کې ناظر راځي او وروسته له هغې چې دډيزلي ژرندې له اخيستلو خبريږي، هغه يو بې ګټې کار بولي، ځکه چې په کلي کې د سرورخان ژرنده شته.
فتح خان يوازې د سرورخان ژرنده د ټولو خلکو له پاره کافي نه بولي خو ناظر وايي چې هغوى بايد د سرورخان څخه اجازه واخلي ځکه چې د دې کار په ترسره کولو سره هغه ته زيان رسيږي. فتح خان د ناظر خبرې له شيطنت څخه ډکې بولي. ناظر په داسې حال کې د بابا اسلم ليدو ته ورځي چې رحيمداد هم د بابا اسلم ترڅنګ ناست دى. ناظر له بابا اسلم څخه غواړي چې ژرنده د تل له پاره وتړي. بابه اسلم ددې کارعلت پوښتي. ناظر په کوز کلي کې د فتح خان د ډيزلي ژرندې د لګولو خبره کوي. رحيمداد هم دا کار د بابا اسلم په زيان بولي، خو بابا اسلم وايي چې ډيزلي ژرنده د خلکو په ګټه ده او زياتوي که اړتيا پېښه شوه نو له سرورڅخه به هيله وکړي، چې هغه هم ډيزلي ژرنده ولګوي. دايډزله ناروغانوکرکه ،دهغوى دمايوسۍ سبب کيږي: ماښام په تيريدو دى. ډاکتر د جانداد د خياطۍ دکان ته خپلې يوه جوړه جامې د ګنډلو له پاره وروړي او له جانداد څخه پوښتي چې ولې ترناوخته په دکان کې کار کوي؟ جانداد وايي د ولسوالۍ بازار ته يې کډه راوړې، ځکه د هغه د ورور ميرمن د دوى د ايډز له ناروغۍ کرکه کوله. ډاکتر د شفيقې دا کار رټي او زياتوي چې ايډز له ناستې ولاړې او يوځاى ډوډۍ خوړلو له يوه څخه بل ته نه ورځي.
د فاطمې مور، زرمينه ډېره خپه ده. ثمرګل د هغې د خپګان علت پوښتي. زرمينه د ولسوالۍ بازار ته پرته له کوم علت څخه د فاطمې د کډې کولو او هلته د هغې د يوازې اوسيدنې اندېښنه کوي. ثمرګل وايي چې راتلونکې ورځ به د فاطمې احوال راوړي، خو زرمينه وايي چې هغه غواړي د ثمر ګل سره يوځاى د فاطمې ليدلو ته ولاړه شي. دترياکو له سوداګرۍ راولاړې ستونزې: سيد محمد او رحيم د آدم خان کره ورځي او د کريم د پيسو معامله د هغې سره يادوي. آدم خان وايي هغه کسان چې کريم يې وهلى او مال اوپيسې يې ځينې وړي دي، د ترياکو قاچاق وړونکي او لاره وهونکي دي. سيدمحمد د آدم خان خبرې نه مني او وايي چې کيداى شي آدم خان هم د هغوى په ناوړو کارونو کې شريک وي. آدم خان دا خبرې ردوي او وايي چې هغوى دې کريم ته نصيحت وکړي چې نور د هغه د سرخوږي سبب نه شي.
رحيم کورته ستنيږي او خبره له خپلې مور او کريم سره شريکوي او وايي چې کريم هم د آدم خان په ناوړو کارونو کې لاس لري او زياتوي چې آدم خان به هيڅکله د کريم پيسې ورنه کړي. کريم په ډيره غوسه وايي چې په آدم خان پسې به ولاړ شي او خپلې پيسې به ترې واخلي، خو رحيم ترې غواړي چې له دې کار څخه تير شي، کنه نو بيرته دې کور ته نه راځي! کريم ډير نارام دى. ميرمن يې، ښاپيرۍ، د هغه د نارامۍ علت پوښتي. کريم وايي چې ورور يې رحيم او تره يې سيد محمد د هغه پيسې ملک آدم خان ته وربښلي دي. ښاپيرۍ د دې کار علت پوښتي. کريم د رحيم له خولې وايي، چې هغه پيسې د مخدره موادو د قاچاق له درکه وي. ښاپيرۍ هم د رحيم خبره تاييدوي، خو کريم وايي چې له آدم خان څخه به ارومرو خپل حق تر لاسه کوي.
آدم خان جانباز ته ورځي او له هغه څخه يوه اندازه نغدې پيسې غواړي او وايي جانباز کولاى شي د پيسو په بدل کې د هغه کور او ياهم ځمکه په ګروۍ کې واخلي. جانباز منفي ځواب ورکوي او ترڅنګ يې له آدم خان څخه د پيسو د اړتيا پوښتي. آدم خان له خطرناکو کسانو سره د ډيرو زياتو پيسو د راکړې ورکړې خبره کوي او وايي که نوموړو کسانو ته يې په خپل وخت پسې ورنه کړي، نو ژوند يې په خطر کې دى. په کم عمر کې واده: حميده د نوريې دوى کره ورځي او يو منګى اوبه هم له ځان سره وروړي. نوريه له حميدې څخه خوښي څرګندوي. حميده د نوريې د روغتيا پوښتي. نوريه په ملا کې د ناڅاپي درد د پيداکيدو وايي. حميده ورته وايي چې په دې شپو ورځوکې دې له ډيراحتياط څخه کار واخلي چې له نورو سختو ستونزوسره لاس او ګريوان نه شي او زياتوي چې ګلالۍ ته به هم د نوريې د ستونزې ووايي. کوچيان: نسيم په داسې حال کې له سميع الله سره مخ کيږي چې د سميع الله سره يو سپى هم شته. نسيم د سميع الله د سپي په هکله پوښتي.
سميع الله وايي چې هغه ورته انارګل ورکړى دى او افسوس کوي چې سږکال کوچيان نه دي راغلي. نسيم د پيرو کوچي سره د خپلې ليدنې او د کوچيانو د کډو د راتګ خبره کوي. سميع الله په ډيرې دلچسپۍ د کوچيانو د اوسيدنې د ځاى پوښتي. نسيم د پيرو له خولې وايي، چې هغوى سږکال په دامان کلي کې کډې اړولي دي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||