BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:06 گرينويچ 2007 ,08 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوى کور، نوى ژوند: ٢١١٣-٢١١٥
 ګل خان او مجيد




ګلخان او سميع الله د ناظر د ليدو له پاره د کلا څخه د باندې ورځي.

ناظر په خوب کې له خولې څخه عجيب او غريب آوازونه باسي. ګلخان په خندا وايي چې ناظر په خوب کې ټراکټور چلوي. په دې وخت کې ناظر هم له خوبه راويـښيږي.

سميع الله په توره شپه کې د ناظر د راتګ پوښتي. ناظر وايي د ګلخان راتګ ته سترګې په لاره و، چې ټراکټور ورزده کړي. سميع الله په شپه کې د ټراکټور زده کول لازم نه بولي.

شپه تياره ده. حميده له چاټۍ څخه اوبه رااخلي چې د ديوال په سرباندې يوتن دهغې پاملرنه وراړوي.

حميده په ډار خبره د سرور سره شريکوي. سرور د نوموړي کس په ليدو د حميدې خبره تاييدوي.

 سميع الله خانه! زه د ګلخان راتګ ته سترګې په لاره وم، چې راشي او ټراکټور رازده کړي.
ناظر

حميده د حل لار پوښتي. سرور خپل ټوپک راخلي؛ حميده د سړي د تېښتې خبره کوي؛

سرور د ټوپک ډز کوي چې ورسره له ديوال څخه د يوه کس د لويدو او د ناظر د چيغو غږ تر غوږو کيږي.

ناظر په داسې حال کې چې نالښت کوي له سرور څخه غواړي چې د لاټين په رڼا کې يې ټول بدن ښه وګوري چې ډير ژوبل نه وي .

سرور وايي چې هغه هسې هوايي ډز کړى او په ناظر هيڅ هم نه دي شوي.

ناظر د سرور ديوې پوښتنې په ځواب کې وايي، دا چې نه يې غوښتل د هغوى خوب خراب کړي، نو ځکه د ديوال له لارې کورته راتلو.

سرور په توره شپه کې دهغه دتګ پوښتي. ناظر وايي غوښتل يې ټراکټور زده کړي.

دايډز له ناروغانو کرکه، د هغوى د مايوسۍ سبب کيږي:

فاطمه خپه ده. جانداد د هغې د خپګان پوښتي. فاطمه دشفيقې له چلند څخه شکايت کوي.

جانداد ورته ډاډګيرنه ورکوي او کور ته بيرته راتګ د زلمى د غوښتنې له مخې ګڼي او له دوى سره دهغه ښه سلوک مهم بولي.

بي بي ګله او ګلاب شاه
 ته په خپله ملامت ىې چې له بيړې دې کارواخيست او هغوى دې له کوره وايستل.
بي بي ګله

زرمينه غواړي د فاطمې پوښتنې ته ورشي خو اکبر يې د تلو څخه منع کوي، ځکه کيداى شي زرمينه په خپل تګ سره هغوى ته کومه بله ستونزه پيدا کړي.

زرمينه ډاډ ورکوي چې يوازې د فاطمې ليدوته ورځي.

اکبر ترې غواړي چې فاطمې ته نصيحت وکړي ترڅو په ګډ کور کې د حوصلې او تيرېدنې څخه کار واخلي.

بي بي ګله د هغو کوټو په جاروکولو بوخته ده چې جانداد دوى په کې اوسيدل. په دې وخت کې ګلاب شاه راځي او بي بي ګله ملامتوي چې ولې يې فاطمه اوجانداد دوى له کوره وايستل؟!

بي بي ګله بيا ټوله ملامتي په ګلاب شاه اچوي چې له بيړې يې کارواخيست او هغوى يې له کوره وايستل.

ګلاب شاه خپل دا کار د هغوى دايډز له ناروغۍ څخه ډار بولي او پښېماني څرګندوي چې هسې يې هغوى د کور پرېښودلو ته اړکړل.

ګلاب شاه د بښنې دغوښتلو له پاره د جانداد دکان ته ورځي. جانداد توضيح غواړي.

فاطمه او جانداد
فاطمه د شفيقې له ناوړه چلند څخه شکايت کوي.

ګلاب شاه د کلينيک د ډاکتر له خولې وايي چې ايډز له يوځاى ناستې پاستې او ډوډۍ خوړلو څخه له يوه کس نه بل کس ته نه ورځي.

ګلاب شاه له جانداد څخه غواړي چې بېرته دې خپله کډه دهغوى کره يوسي، خو جانداد وايي چې نور کرايي کور ته اړتيا نلري، ځکه چې هغوى اوس بيرته کلي ته کډه کړې ده.

ګلاب شاه بيرته خپل کور ته ستنيږي او د بي بي ګلې ديوې پوښتنې په ځواب کې وايي،

چې له جانداد څخه د بښنې دغوښتلو له پاره د هغه دکان ته ورغلى و او هم له بي بي ګلې څځه غواړي چې فاطمې ته د بښنې دغوښتنې له پاره ورشي.

په کوز کلي کې ډيزلې ژرنده :

مجيد پرته له دې چې له ګلخان سره روغبړ وکړي د هغه له څنګ څخه تيريږي.

ګلخان مجيد دروي او د هغه د خپګان علت پوښتي. مجيد دفتح خان له خوا د ډيزلي ژرندې په نامه د شريکې ځمکې د نيولو خبره کوي.

ګلخان هغه موضوع حل ګڼي خو مجيد وايي چې ستونزه دکليوالو د مخالفت له کبله حل شوه

او گلخان مجيد
 فتح خان غواړي چې د ډيزلي ژرندې په نامه شريکه ځمکه د خپل ولکې لاندې راولي.
مجيد

او له ګلخان څخه غواړي چې فتح خان نه بايد په راتلونکې کې داډول تيروتنې وکړي. ګلخان ډاډ ورکوي.

ګلخان کور ته ستنيږي او د مجيد د نيوکې په هکله فتح خان ته وايي.

فتح خان مجيد يو لانجمن سړى او خپل ځان د کلي خان بولي او وايي په راتلونکې کې به هڅه وکړي چې ياده شوې ځمکه هرڅنګه چې کيږي په خپله ولکه کې راولي.

ګلخان وايي هغه نه شي کولاى تر دې زيات د کليوالو پيغورونه واوري.

فتح خان ګلخان ليونى بولي او ترې غواړي چې نور يې په کارونو کې مداخله ونکړي . ګلخان خپه کيږي او له کوره وځي.

کوچيان :

پيرو بازار ته دتګ په لاره له سميع الله سره مخ کيږي. سميع الله ترې د انارګل پوښتي.

پيرو د انارګل د روغتيا ډاډ ورکوي او زياتوي چې هغه دغره دلمنې څړځاى ته رمه بېولې ده.

 ما يو نوې څړځاى پيدا کړې دى او هغه ځاى پريمانه واښه لري رمه مې هم ډير ژر هلته مړيږي.
انار گل

سميع الله دغره دلمنې په څړځاى کې د انارګل دنشتوالي خبره کوي. پيرو وارخطا کيږي خو سميع الله وايي

کيداى شي انارګل نن رمه څړځاى ته نه وي بيولي. پيرو يې نه مني او په خپله د انارګل په لټه کې کيږي.

پيرو ستړى ستومانه بيرته کور ته ستنيږي او په څړځاى کې د انارګل د نشتوالي خبره درخانۍ ته کوي.

درخانۍ وارخطاکيږي چې په دې وخت کې انارګل دخپلې رمې سره رانيږدې کيږي. درخانۍ په خوښۍ د انارګل د راتګ وايي.

پيرو په انارګل په غوسه کېږي او د غره د لمنې په څړ ځاى کې د انارګل او د هغه د رمې د نشتوالي وايي.

انارګل ديوه نوي څړځاى دپيدا کولو خبره کوي او زياتوي چې پريمانه واښه لري او رمه يې ډير ژر هلته مړيږي.

په کم عمر کې واده:

ګلالى کلينيک ته د يوې ١٤ کلنې نجلۍ د راتګ خبره ډاکتر ته کوي چې د واکسين د ترسره کولو له پاره راغلې وه.

ډاکټر اړ ګلالۍ، ١٤ کلنه نجلۍ او د هغې مور
 ګلالۍ بايد په مجلسونو کې ميندې وپوهوې چې خپلې لوڼې په کم عمرکې واده نه کړي .
ډاکټر

ډاکتر خواشيني څرګندوي او په کم عمر کې واده د مرګ سبب بولي. ګلالۍ دهغه خبره تاييدوي او د نوريې مړينه مثال راوړي.

ډاکتر هيله څرګندوي چې د نوريې مړينه د نورو له پاره پند شي ترڅو خپلې لوڼې په کم عمر کې واده نه کړي.

ګلالۍ د خلکو د پوهې کچه ټيټه بولي. ډاکتر له ګلالۍ غواړي چې په مجلسونو کې دې ميندې وپوهوي چې خپلې لوڼې په کم عمرکې واده نه کړي.

ماشومانو ته دډاروونکوکيسودکولو پايلې(نتيجې) :

معلم رحيم له زده کوونکو غواړي يوه نوې کيسه ووايي. ټول زده کوونکي دکيسې ويلو ته تيارى ښيي.

عاقله وايي چې د ډاروونکو کيسو له ويلو دې ډډه وشي ځکه هغه د داراز کيسو له اوريدلو ترخه تجربه لري.

وروسته پلوشه د موږک او زمري کيسه داسې پيل کوي: ((يوه ورځ يوه زمري يو موږک ونيو.

 هيڅکله نه ښايي څوک کمزورى او ناتوان وبولو، ځکه کوچني او ناتوان خلک هم ستر، ستر کارونه ترسره کولاى شي.
معلم رحيم

موږک ورته ډير عذر وکړ چې هغه خوشې کړي، ځکه کيداى شي کومه ورځ يې په درد وخوري.

زمرى پرې ملنډې وهي او موږک يو کوچنى موجود بولي او هغه پرېږدي.

څه موده وروسته زمرى د ښکاريانو په جال کې نښلي، هر څه کوښښ کوي ځان نه شي خلاصولاى.

په دې وخت کې هماغه موږک راځي او په خپلو غاښونو د جال تارونه پرې کوي او زمرى له بند څخه ژغوري.))

ټول زده کوونکي پلوشې ته چک چکې کوي. معلم رحيم وايي، هيڅکله نه ښايي څوک کمزورى او ناتوان وبولو، ځکه کوچني او ناتوان خلک هم ستر، ستر کارونه ترسره کولاى شي.

مجيدنوى کور، نوى ژوند
٢١١٠-٢١١٢
اکبر فتح خان او سمندرنوى کور، نوى ژوند
٢١٠٧-٢١٠٩
ګل غوټۍ، جانباز او شمسنوی کور، نوی ژوند
٢١٠٤-٢١٠٦
ګل خان او سمندرنوى کور، نوى ژوند
٢١٠١-٢١٠٣
پيرو او درخانۍنوی کور، نوی ژوند
٢٠٩٨-٢١٠٠
پيرو او انارګل نوی کور، ژوند
٢٠٩٥-٢٠٩٧
گل خان او ناظرنوى کور، نوى ژوند
٢٠٩٢-٢٠٩٤
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>