|
نوى کور، نوى ژوند: ٢١٠٧-٢١٠٩ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
وروسته له هغې چې مجيد د ډيزلي ژرندې دجوړولو مانع کيږي، سميع الله بيل او کلند بيرته کورته وړي. مور يې ترې علت پوښتي. سميع الله د مجيد له خولې هغه ځمکه شريکه ګڼي او زياتوي چې مجيد کارته پرې نه ښودل. په دې وخت کې فتح خان راځي او سميع الله ته غوسه کوي چې ولې يې مزدور کاران يواځې پرې اېـښي دي؟ شکريه د کليوالو له خولې هغه ځمکه شريکه بولي او له فتح خان څخه غواړي چې په خپله ځمکه ډيزلي ژرنده ولګوي. فتح خان په شريکه ځمکه کې دډيزلي ژرندې سره د خلکو د مخالفت خبره له اکبر او سمندر سره شريکوي. اکبر مشوره ورکوي چې ډيزلي ژرندې ته بل کوم وړ ځاى پيدا کړي. فتح خان د اکبر غوښتنه نه مني او وايي هرڅوک يې چې په مخ کې ودريد، ژوند به يې له ګواښ سره مخامخ کړي. سمندر مهلت غواړي چې خبره له کليوالو سره شريکه او د حل لاره ورته پيداکړي. اکبر او سمندر د لارې په اوږدو کې له مجيد سره مخ کيږي او موضوع له هغه سره شريکوي. مجيد فتح خان غاصب ګڼي او وايي چې هغه په دې پلمه غواړي دکليوالو شريکه ځمکه په خپله ولکه کې راولي. سمندر شک څرګندوي. مجيد له هغوى غواړي چې د خبرې د ثبوت له پاره دې د ده سره يوځاى ولاړ شي او ځمکه دې له نيږدې وګوري ترڅو هرڅه ورته مالوم شي. مجيد، اکبر او سمندر ټاکلي ځاى ته رسيږي، مجيد هغه لويه ساحه چې ګل خان د ډيزلي ژرندې له پاره په چونه خط اندازي کړه ده،
هغوى ته ورښيي. اکبر او سمندر حيرانيږي او له مجيد څخه د زياتو مالوماتو غوښتنه کوي. مجيد وايي فتح خان غواړي چې په چل او دوکه په عامه شتمنۍ خېټه واچوي. سمندر د حل لار پوښتي. مجيد وايي له يو شمير کليوالو سره يې خبرې کړي چې د فتح خان له دې کار سره مخالفت او مقابله وکړي. اکبر او سمندر دفتح خان ديرې ته ورځي او دکليوالو نظر له هغه سره شريکوي او هم د کليوالو انتقاد تر ډيره بريده پر ځاى بولي. فتح خان جدى کيږي او کليوال د خپل خير غوښتونکي کار په وړاندې په ناشکرۍ تورن کوي. سمندر د فتح خان خبرې ردوي ځکه هغه د ژرندې په نوم څو جريبه ځمکه لاندې کړې په داسې حال کې چې ډيزلي ژرنده کيداى شي په ډيرکم ځاىکې ولګيږي. فتح خان وايي هيڅ اړتيا نه لري داسې خلکو ته چې د ډيزلي ژرندې په قدر نه پوهيږي ډيزلي ژرنده ولګوي. فتح خان کور ته ځي او له ګل خان څخه غواړي د ډيزلي ژرندې ماشين بيرته وپلوري. ګل خان علت پوښتي. فتح خان په شريکه ځمکه کې د ډيزلي ژرندې د لګولو سره دکليوالو د مخالفت خبره کوي. شکريه ترې غواړي چې ډيزلي ژرنده دې په خپله ځمکه کې ولګوي، خو فتح خان وايي، هغه غوښتل په دې پلمه څو جريبه شريکه ځمکه خپله کړي. ګل خان وايي چې په هغې صورت کې فتح خان تر قانوني پوښتنې ګروېږنې لاندې راځي. سيلاب اودهغه ناوړه پايلې (نتيجې) : شيرمحمد تر اوږدې مودې مسافرت وروسته کورته راستنيږي چې د خپلو ميرمنو، صابرې او طاهرې له ګرم هرکلي سره مخ کيږي. شيرمحمد له کلي څخه د خپل ليري والي په موده کې د رامنځته شوو پېښو په هکله پوښتي. صابره په کلي دسيلاب دراتلو وايي.
شيرمحمد د ځاني زيان پوښتي. طاهره په خوښۍ د ځاني زيان د نشتوالي خبره کوي خو صابره د نوريې دمرګ ورته وايي او د شيرمحمد د يوې پوښتنې په ځواب کې د نوريې د مرګ علت په کم عمر کې د هغې واده ګڼي. شيرمحمد ديوه کار دسرته رسولو له پاره دسربند کلي ته ځي، چې په لاره کې د سيدمحمد سره مخ کيږي چې تر روغبړ وروسته له هغه څخه د وروستي سيلاب په هکله پوښتي. سيدمحمد د سيلاب په وجه په شاوخوا کليو کې دورانۍ خبره کوي. شير محمد د سيلاب په وړاندې د هغوى دتدبيرونو په هکله پوښتي. سيدمحمد په خپله ځمکه کې د سيلاب په وړاندې د ديوال د جوړولو او د اکبر له خوا دونې د غټو ښاخونو څخه د ډکې دجوړونې او د هغې د ګټې خبره کوي. شيرمحمد د هغوى دا کارستايي.
جانباز او لعلباز د خپل نوي کور په بامونو د پلاستيک په هوارولو بوخت دي، چې شيرمحمد راځي او د هغوى سره روغبړ کوي. لعلباز د هغوى دنوي کور په هکله دشيرمحمد نظر پوښتي. شيرمحمد يې کوټې ښې هوادارې ګڼي خو ځاى يې مناسب نه بولي، ځکه د خوړ مخه ده چې دخطرناک سيلاب د راتلو امکان ترې تر سترګو کيږي. جانباز وايي چې له ډيروکلونو را پدې خوا پکې سيلاب نه دې راغلى. کوچيان: انارګل د شپيلۍ په وهلو بوخت دى، چې الله داد راځي او برکلي ته د هغوى په راتګ خوښي څرګندوي. انارګل د الله داد ديوې پوښتنې په ځواب کې وايي، چې د دامان دکلي په څړځايونو کې دماينونو د شتون له کبله له هغه ځايه کډې کولو ته اړشول.
الله داد په برکلي کې ديو ډول نويو ماينونو په هکله وايي. انارګل توضيح غواړي. الله داد د ماين پاکانو له خوا د هغو سيم لرونکو ماينونو له چاودنو څخه يادونه کوي چې د سيم بل سر د ځمکې په سروي، چې د سيم د راکاږلو له کبله څوماينونه چوي. انارګل کورته ستنيږي او د سيم لرونکو ماينونو د شتون خبره له پيرواودرخانۍ سره شريکوي او د ماين پاکانو له خواد هغود انفجار ورکولو ورته وايي. دايډزله ناروغانوکرکه، دهغوى دمايوسۍ سبب کيږي : په ځمکه د فلزي کاسې په لګيدو فاطمه په زوره چيغه کوي. زرمينه يې ملامتوي چې ولې له ډير وړوکي غږ څخه دومره ډاريږي؟ فاطمه د دې کار پړه په زرمينې اچوي چې د هغوى د کرايي کور څښتنه يې د دې او جانداد د ايدز له ناروغۍ خبره کړې چې په پايله کې يې دې ته دا راز ستونزې پيدا شوې دي. زرمينه بيا دهغوى دکرايي کور څښتنه ملامتوي چې ولې يې له وړې خبرې غټې ستونزې راولاړې کړې؟ فاطمه وايي د کرايي کورڅښتنه ګومان کوي چې ايدز د يوځاى ناستې ولاړې او ډوډۍ خوړلوله يوه نه بل ته ورځي. زرمينه وايي چې نور به هيچاته نه وايي. زرمينه د زلمي دوى کره ورځې چې دزلمي او شفيقې له ګرم هرکلي سره مخ کيږي، خو زرمينه دا هر څه مصنوعي بولي ځکه د هغوى دناوړه چلند او دجانداد او فاطمې له ايدز څخه دشفيقې د کرکې له کبله، هغوى کډې کولوته اړشول. شفيقه دا کار د خپل ژوند د خونديتوب له کبله بولي. زلمى زرمينه آرامتيا ته رابولي او وايي چې هغه او اکبر په دې هڅه کې دي چې جانداد او فاطمه بيرته کلي ته راستانه کړي. زلمى د جانداد دکان ته ورځي او جانداد ملامتوي چې د ده له مشورې پرته يې ولې له کوره کډه کړې ده؟ جانداد ددوى د ايدز له ناروغۍ څخه د شفيقې کرکه ددوى دکډې کولو لامل بولي خو زلمى دا خبرې نه مني. ثمرګل له زلمي څخه غواړي چې دې ستونزې ته کومه مناسبه لاره پيداکړي. زلمى وايي هغه غواړي دجانداد دوى کډه بيرته کلي ته ولېږدوي. جانداد مخالفت څرګندوي خو زلمى ثمرګل په کراچۍ پسې استوي چې دهغوى کډه پکې بارکړي. دکرنې ميکانيزه کول : شپه ده او ټول په درانده خوب ويده دي. ګلالۍ د کلاد دروازې د خلاصولو په غږ له خوبه راوېښيږي او په بيړه سرور له خوبه را پاڅوي او خبره له هغه سره شريکوي.
سرور وايي کيداى شي ګلالۍ خوب ليدلى وي، خو ګلالۍ په خپله خبره ټينګار کوي. سرور لاټين اخلي چې انګړ ته ووځي، خو ګلالۍ ورته وايي چې ناظرهم له ځان سره بوځي، هسې نه چې غل ورباندې بريدوکړي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||