BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:39 گرينويچ 2007 ,20 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوی کور، نوی ژوند: ٢١٠٤-٢١٠٦
ګل غوټۍ، جانباز ،شمس زرمينه او فاطمه

کريم د آدم خان دېرې ته ورځي چې دآدم خان دګرم هرکلي سره مخ کيږي او دچاى څښلو ورته وايي.

کريم وايي چې هغه دچاى څښلوته نه دى راغلى بلکې راغلى چې خپلې پيسې ترلاسه کړي.

آدم خان وايي چې هغه هم په دې معامله کې تاواني شوى دى او نه شي کولاى دکريم پيسې ورکړي.

کريم په عصبانيت وايي چې همدا اوس يې بايد پيسې ورباندې وسپاري. آدم خان هم په غوسه وايي چې کريم ته به يوه روپۍ هم ورنه کړي.

سيد محمد د رحيم دوى کره ورځي اورحيم ته دکريم له خولې وايي چې کريم دآدم خان د ترياکو کارو بار کاوه،

کريم، سيد محمد، رحيم
سيد محمد له کريم څخه غواړي چې نور دې له آدم خان سره لانجه نه کوي.

او اوس په آدم خان پسې دخپلو پيسو د ترلاسه کولو له پاره ورغلى دى. په دې وخت کې کريم هم کورته راځي.

کريم د سيدمحمد د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي چې له آدم خان سره يې شخړه شوې ده.

رحيم وايي چې کريم هميشه لانجې رامنځته کوي. سيد محمد له کريم څخه غواړي چې نور په دې خبره غټه تيږه واړوي. رحيم هم د سيدمحمد خبره تاييدوي.

په کم عمر کې واده :

سمندر له مجيد څخه پوښتي، چې برکلي ته د نوريې د جنازې دوړلو له پاره تيارى نيول شوى دى که نه؟

مجيد مثبت ځواب ورکوي او سمندر ته وايي له کليوالو هيله وکړي چې جنازه په احتياط يوسي ځکه لاره ډيره خرابه ده.

ګل خان د برکلي خلک ملامتوي چې دسرک دجوړولو په برخه کې يې هيڅ کار نه دى کړى او زياتوي که چيرې سرک واى نو هغوى به له دومره ستونزو سره نه مخ کيدل.

سمندر سره له دې چې دګل خان خبرې تاييدوي دا کار د برکلي د خلکو بولي.

 برکلي خلک ملامتوي چې دسرک دجوړولو په برخه کې يې هيڅ کار نه دى کړى او زياتوي که چيرې سرک واى نو هغوى به له دومره ستونزو سره نه مخ کيدل.

د نوريې جنازه د غفاردوى کور ته وروړي. زيات شمير ښځې په چيغوچيغو په ژړاپيل کوي.

عابده نوريه ډيره بدبخته بولي او وايي کاشکې د هغې پرځاى دا مړه واى، ځکه دهغې د مړينې سبب شوې ده.

طاهره خپله مور د دې راز خبرو څخه منع کوي خو عابده وايي، که چيرې هغې په کم عمر کې د نوريې د واده مخه نيولې واى، داسې پېښه به نه رامنځته کيده.

په دې وخت کې غفار د څوتنو کليوالو سره راځي او د نوريې جنازه پورته کوي.

د نوريې د جنازې تر ښخولو وروسته يو زيات شيمرخلک د غفار د کور ترمخې راټول شوي دي.

غفار د ټولو هغو کسانو سره چې له دوى سره يې غمشريکي کړې ده، مننه کوي. په پاى کې ملا دعا کوي او زياتره خلک په خپلو کارونو پسې ځي.

فتح خان له غفار څخه د نوريې د مرګ پوښتي. غفار وايي چې نوريه په ولادت مړه شوه،

د نوريه د مرګ علت
 ډاکتر ويلي وو چې د مرګ اصلي علت يې په کم عمر کې د هغې واده او بيا د ماشوم زيږول وو.
سمندر

خو سمندر د اجمل له خولې وايي چې هغه ته ډاکتر ويلي وو چې د مرګ اصلي علت يې په کم عمر کې د هغې واده او بيا د ماشوم زيږول وو.

عابده له يوشمير ښځو سره د نوريې د مرګ د درېيمې د مراسمو د ترسره کولو په خاطر هديرې ته تلې ده،

چې په دې وخت حميده چې د نوريې نږدې خورلڼه وه، د دوى خواته رارسيږي او په ژړا پيل کوي. صابره يې له ژړاڅخه منع کوي. نوريه وايي هغه څه به هيڅکله هير نه کړي چې نوريې د خپلې نامزدۍ په پيل کې دې ته ويلي وو.

صابره توضيح غواړي. حميده وايي، نوريې ورته ويلي ووچې د هغې عمر دواده له پاره ډير کم و، خو چا يې هيڅ خبرې وانه وريدې.

د ايډز له ناروغانوکرکه، د هغوى د مايوسۍ سبب کيږي :

زرمينه وروسته تر هغې چې خبريږي، چې فاطمه او جانداد بي بي ګلې د هغوى د ايډز د ناروغۍ له د درلودلو له کبله له خپل کور څخه ځواب کړي په غوسه کيږي، خښته راپورته کوي او غواړي له بي بي ګلې سره خبره سپينه کړي.

فاطمه يې مخنيوى کوي او وايي شفيقه چې د هغې دليور ميرمن ده له دوى څخه کرکه کوي، له بي بي ګلې څخه هيڅ ګيله په کار نه ده.

فاطمه، زرمينه او بي بي ګله
 که ايډز له يوځاى ناستى او خوراک څخه له يوه نه بل ته نه ورځي، ولې مو زرمينه خپل کورته نه بيايي. نور نه پوهيږم، ډير ژر بايدکور خالي کړی.
بي بي ګله

زرمينه وايي چې له شفيقې سره يې لا پخوا خبره سپينه شوې ده. خپل ځان د فاطمې له منګولو خلاصوي او په بي بي ګلې پسې ورځي.

بي بي ګله په زرمينې باندې دکوزې ګوزار کوي خو کوزه په ديوال لګيږي.

زرمينه اخطار ورکوي چې د بي بي ګلې کوڅۍ به وشلوي. بي بي ګله وايي نه غواړي چې د ايډز خطرناکه ناروغي هغوى هم ونيسي.

فاطمه وايي چې ايډز له يوځاى ناستى او خوراک څخه له يوه نه بل ته نه ورځي، خو بي بي ګله وايي چې داسې ده نو ولې يې زرمينه خپل کورته نه بيايي او اخطار ورکوي چې ډير ژر بايدکور خالي کړي.

ماښام تياره دى. نسيم او ګل محمد د کور په لور روان دي، څو تنه، چې دله يو کور څخه د کور سامان را باسي، د دوى پاملرنه ځانته وراړوي. ګل محمد ګومان کوي چې غله به وي.

نسيم غواړي چې ولاړ شي او مخه يې ونيسي خو ګل محمد يې له تګ څخه منع کوي او وايي چې هر کار بايد په پوره تدبير سرته ورسول شي او له نسيم څخه غواړي چې له ده سره يوځاى ولاړشي.

ثمرګل د جانداد د خياطۍ دکان ته ورځي چې په دکان کې د فاطمې او جانداد او د هغوى د کور له سامان سره مخ کيږي.

ګل محمد، جانداد نسيم او فا‌طمه
 ماښام تياره دى. نسيم او ګل محمد د کور په لور روان دي، څو تنه، چې دله يو کور څخه د کور سامان را باسي، د دوى پاملرنه ځانته وراړوي. ګل محمد ګومان کوي چې غله به وي.

ثمرګل د هغوى د کډې کولو په هکله پوښتي. فاطمه وايي چې د کرايي کور ميرمن د هغوى د ايډز له ناروغۍ کرکه درلوده.

ثمرګل پوښتي چې څنګه يې په يوازې ځان دومره ډيرسامان راووړ؟ جانداد وايي چې ګل محمد او نسيم هغوى ليدلي وو او د غلو ګومان يې پرې کړى و، خو کله چې له پېښې خبر شول له هغوى سره يې د سامان په راوړلو کې مرسته وکړه.

تياره ماښام دى، ثمرګل له خپلې خور فاطمې سره په دکان کې دى. په دې وخت کې جانداد راځي او د کرايي کور دنه پيداکيدو وايي.

فاطمه خواشينې کيږي او په ژړا پيل کوي. ثمر ګل ترې غواړي چې بيرته کلي ته کډه وکړي.

فاطمه وايي هغه کور ته چې شفيقه د هغوى له ناروغۍ کرکه کوي، هيڅکله بيرته نه ورځي. جانداد ترې غواړي چې د کرايي کور تر پيداکيدو پورې دې دثمرګل دوى کره ولاړه شي.

سيلاب اودهغه ناوړه پايلې (نتيجې) :

لالباز دخپل نوي کور په سرطاق کې د ميخونو په ټکوهلو بوخت دى. جانباز خوښ دى چې د نوى کور کار يې سرطاق ته ورسيد.

لالباز، جانباز او آدم خان
د پخو خښتو له پاره د زياتو پيسو اړتيا ياده او جانباز سره دومره پيسې نشته.

په دې وخت کې آدم خان راځي او د هغوى د نوي کور د جوړولو مبارکي ورکوي.

آدم خان وايي ښه به واى که دوى د کور په ودانۍ کې د خامو خښتو پرځاى له پخوخښتو کار اخيستى واى.

جانباز د پخو خښتو له پاره د زياتو پيسو اړتيا يادوي. آدم خان وايي چې د کاهګل او پوښښ په کار کې دې بيړه وکړي چې باران يې کار ونه ځنډوي.

د شمس په لاس کې يو کاغذ وى اوله مور څخه د هغو تصويرونو په هکله پوښتي چې په ياد شوي کاغذ پورې نښلول شوي دي.

جانباز متوجه کيږي او هغه کاغذ قواله بولي او غوټۍ ملامتوي چې ولې ضروري اسناد نه پرځاى کوي؟

غوټۍ ملامتي په لالباز اچوي او وايي چې څه موده وړاندې هغه له دې څخه قواله اخيستې وه.

ګل غوټۍ، جانباز او شمس
جانباز غوټۍ ملامتوي چې ولې ضروري اسناد نه پرځاى کوي؟

جانباز له غوټۍ غواړي چې قواله ده ته ورکړي چې خپله يې وساتي.

دکرنې ميکانيزه کول :

ګل خان له خپل تراکتور سره دکوم کليوال د ځمکې د اړولو له پاره روان دى چې له ناظر سره مخ کيږي.

ناظر په ډيرې چاپلوسۍ د ټراکتور په پاکولو بوخت کيږي او په دې ترڅ کې يوه اندازه پيسې ګل خان ته ورکوي.

ناظر هغه پيسې د سرورخان د ځمکې داړولو اجوره بو لي. ګل خان ديادوو شوو پيسو څخه يوه اندازه ناظرته د سوغات په توګه ورکوي

خو ناظر دپيسو د اخيستلو څخه ډډه کوي او وايي چې دهغې په بدل کې ده ته ټراکتور ورزده کړي.

په کوز کلي کې ډيزلې ژرنده

سميع الله د څو تنو کارګرانو سره د ډيزلي ژرندې له پاره دځاى په جوړولو بوخت دى چې مجيد راځي او د هغوى ددې کار علت پوښتي.

مجيد سميع الله او مزدورکاران
سميع الله د څو تنو کارګرانو سره د ډيزلي ژرندې له پاره دځاى په جوړولو بوخت خو مجيد يې د کار مخه نيسي.

سميع الله د خپل پلار له خولې وايي چې د ژرندې له پاره کوټه، او د هغو خلکو او څارويو له پاره چې ژرندې ته غنم راوړي ځايونه جوړوي.

مجيد وايي چې دا عامه شتمني ده او زياتوي چې فتح خان حق نلري په هغې کې ډيزلي ژرنده ولګوي اوهم له کارګرانو غواړي چې کار کول بس کړي.

ګل خان او سمندرنوى کور، نوى ژوند
٢١٠١-٢١٠٣
پيرو او درخانۍنوی کور، نوی ژوند
٢٠٩٨-٢١٠٠
پيرو او انارګل نوی کور، ژوند
٢٠٩٥-٢٠٩٧
گل خان او ناظرنوى کور، نوى ژوند
٢٠٩٢-٢٠٩٤
گل محمد او نسيمنوى کور، نوى ژوند
٢٠٨٩-٢٠٩١
نسيم او ثمرگلنوى کور، نوى ژوند
٢٠٨٦-٢٠٨٨
اکبراو پلوشهنوى کور، نوى ژوند
٢٠٨٣-٢٠٨٥
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>