|
نوى کور، نوى ژوند: ٢١٠١-٢١٠٣ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
اکبر د زلمي دوى کره ورځي او دجانداد د کرايي کور ستونزه له هغه سره شريکوي. زلمى دحل لار پوښتي. اکبر ترې غواړي چې له ده سره يوځاى دجانداد مرستې ته ورشي. اکبر او زلمى د جانداد دکان ته ورځي. ثمرګل دکان ته د جانداد دنه راتګ وايي. اکبر له ثمرګل څخه غواړي چې هغوى د جانداد کور ته بوځي. ثمرګل يې غوښتنه مني. اکبر او زلمى د جانداد دوى کره ځي. جانداد په کور کې نه وي، خو فاطمه ورته هرکلى وايي. فاطمه د اکبر د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې د کلي څخه د کډې کولو په هکله وه، وايي د هغوى د ايډز له ناروغۍ څخه د شفيقې د کرکې له کبله يې کلى او کور پرېښود. اکبر د کرايي کور د پرېښودو پوښتي. فاطمه وايي چې مور يې د هغوى د ايډز د ناروغۍ خبره د ګاونډي ميرمنې ته کړې ده.
اکبر له فاطمې غواړي چې کالي دې ټول کړي او بيرته دې کلي ته لاړشي. فاطمه وايي چې خبره به له جانداد سره شريکه کړي. اکبر کور ته ځي او زرمينې ته غوسه کوي، چې ولې يې د فاطمې او جانداد دايډز د ناروغۍ خبره د هغوى کرايي کور څښتنې ته کړې ده، چې اوس هغوى د خپل کورڅخه ځواب ورکړى دى. زرمينه وايي هغې غوښتل چې د فاطمې دوى په وړاندې د کور د څښتنې خواخوږي تر لاسه کړي، خو په دې نه پوهيده چې دا کار به يې د شفيقې او جانداد په وړاندې د هغوى کرکه راپاروي اوله کوره به يې ځواب کړي. په کم عمر کې واده: شفيقه، په داسې حال کې چې خپه ده او له چينې څخه اوبه وړي، له حميدې سره مخ کيږي. حميده ترې د هغې خپګان پوښتي. شفيقه د نوريې د ولادي تکليف د زياتيدو خبره کوي.
شفيقه وايي د نوريې ناروغي دومره زياته شوې وه چې په کلينيک کې يې علاج ونه شو او د ولايت روغتون ته يې ولېږدوله او د ډاکتر له خولې وايي چې اساسي ستونزه د هغې د کم عمر په واده کې ده. غفار په بيړه کورته ځي او له ګل مکۍ څخه يوه جوړه پاکې جامې غواړي. ګل مکۍ پاکو جامو ته د غفار د اړتيا پوښتي. غفار وايي غواړي د ولايت روغتون ته د نوريې دليدو له پاره ورشي. سمندر او ګل خان په کوز کلي کې په خبرو بوخت دي، چې ديوه امبولانس غږ د هغوى پاملرنه ځانته وراړوي. ګل خان ګومان کوي چې کوم د اوروژنې موټر به وي، خو سمندر هغه غږ د امبولانس بولي. په دې وخت کې امبولانس نيږدې کيږي او دريږي. ګل خان د امبولانس په ليدو وارخطا کيږي او وايي
د کوم چاجنازه يې راوړې ده. سمندر يې خبره تاييدوي او دواړه په بيړه د امبولانس په لور ورځي. سمندر له غفار سره مخ کيږي او پوهيږي چې دنوريې جنازه يې د ولايت له روغتون څخه راوړې ده. ګل خان کلي ته ځې چې برکلي ته د نوريې د جنازې د وړلو له پاره کليوال راخبرکړي. سمندر له اجمل څخه د نوريې د مرګ پوښتي. اجمل په کم عمر کې د ماشوم زېږول يادوي. سمندر د ولايت د روغتون د نظر پوښتي. اجمل د ډاکترله خولې وايي چې د نوريې عمر دواده او ماشوم دزېږولو له پاره مناسب نه و. عابده د دمې کولو له پاره د فتح خان کره ورځي. شکريه له هغې څخه د نوريې د مرګ علت پوښتي.
عابده د نوريې کم عمر د هغې د مرګ يواځنيى علت ګڼي. شکريه ١٣يا ١٤ کاله عمر د واده له پاره مناسب بولي. عابده د شکريې خبره ردوي او د ولايت د روغتون د ډاکتر له خولې وايي، چې د واده له پاره مناسب عمر١٨ کاله دى او وايي چې له اتلس کلنۍ مخکې نجوني بايد واده نه کړاى شي، ځکه مور او ماشوم د مرګ له ګواښ سره مخ کيږي. ماشومانو ته دډاروونکوکيسودکولوپايلې(نتيجې) : پلوشه اوشکيبا له بمبې څخه اوبه وړي. شکيبا د بمبې تر خوا په ډنډ کې يو ميږې ويني او په بيړه له پلوشې څخه د ونې د يوې پاڼې غوښتنه کوي. شکيبا مېږى د پاڼې په واسطه له اوبو څخه راباسي. پلوشه د هغې د زړه سوي پوښتي. شکيبا وايي، مور يې په ماشومتوب کې ورته د کوترې او ميږي يوه په زړه پورې کيسه کړې وه. پلوشه د شکيبادوى کره ورځي د هغې له مور، شکريې څخه غواړي تر څو د ميږي او کوترې په څير کومه په زړه پورې کېسه دې ته هم وکړي. شکريه پوښتي چې مور يې ولې ورته کيسه نه کوي؟ پلوشه وايي، مور يې ورته ډاروونکي کيسې کوي چې په اوريدلو يې بياپه خوب کې ويريږي. شکيبا د هغې د ډار پوښتي. پلوشه وايي اوس نه ډاريږي ځکه ډاکتر د ډاروونکو کيسو له اوريدلو منع کړې ده. شکريه ورته دخوږوکيسودکولوډاډورکوي. دترياکوله سوداګرۍ راولاړې ستونزې : آدم خان د ګل محمد دکان ته ورځي خو ګل محمد په دکان کې نه وي. له نسيم غواړي چې په بيړه ګل محمد راولي. په دې وخت کې ګل محمد په خپله دکان ته راځي. آدم خان ترې پوښتي چې تذکره يې له ځان سره راوړې ده او کنه؟ ګل محمد منفي ځواب ورکوي.
آدم خان ورته وايي چې ژرترژره دې کورته ستون شي اوخپله تذکره دې له ځان سره راوړي. نسيم د ګل محمد په تذکرې پسې د ګل محمد دوى کورته روان وي، چې په لار کې د کريم سره مخ کيږي. او د هغه د يوې پوښتنې په وړاندې وايي، چې آدم خان خپله ځمکه خرڅه کړې او ښې ډيرې پيسې يې ترلاسه کړي دي. کريم ته ځمکه ځاى نه ورکوي او وايي چې ولې آدم خان دده پور نه ورکوي؟ نسيم په خندا ورته وايي چې آدم خان به نه غواړي د ده پيسې ورکړي. کريم نور هم نارامه کيږي او وايي چې د ده پيسې هيڅوک هم نه شي خوړلاى. کريم د خپلو پيسو د ترلاسه کولو له پاره دآدم خان کور ته روان وي، چې د سيدمحمد سره مخ کيږي او د هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي
چې د آدم خان د ترياکو د قاچاق کاروبار يې سر ته رسولى دى خو پيسې يې تراوسه نه دي ترلاسه کړي. کريم زياتوي چې اوس ورځي چې خپل حق ترلاسه کړي. سيدمحمد هغه پيسې حرامې بولي او له کريم غواړي چې ورڅخه تيرشي، خو کريم يې نه مني. دکرنې ميکانيزه کول: سرور د خپلو ځمکو د ليدلو له پاره تلى وي، چې له ناظر سره مخ کيږي. ناظر له سرورخان څخه د تراکتور د پيرودنې په هکله پوښتي. سرور وايي داسې څوک نشته چې تراکتور وچلولاى شي. ناظر وايي هغه کولاى شي دا کار سرته ورسوي. سرور يې نه مني او وايي چې ناظر په دې کارونو نه پوهيږي. ناظر وايي چې دا کار به زده کړي. سرور وايي هر کله چې ناظر د تراکتور چلول زده کړل په هماغه شېبه به ورته تراکتور واخلي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||