|
نوى کور، نوى ژوند: ٢١١٠-٢١١٢ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ګلالۍ دپېښې په هکله پوښتي. سرور د کلا ددروازې دپرانيستل کيدو اوپه کور کې دناظرد نشتوالي وايي. ګلالۍ ته اندېښنه ورلويږي چې ناظر له کومې بدې پېښې سره مخ شوى نه وي. سرور د حل لاره پوښتي. ګلالۍ وايي چې بايد په لټه کې يې شي خو سرور په توره شپه کې دا کار ناشونى بولي. نيمه شپه ده. ټول په درانه خوب ويده دي. شکريه د کلا د دروازې په پرله پسې ټک ټک له خوبه راويښيږي او په بيړه فتح خان راپاڅوي.
فتح خان اندېښمن کيږي، ځکه کيداى شي د کوم خپلوان د مرګ خبر چا راوړى وي. دروازه بياهم ټکيږي. فتح خان غواړي ور بيرته کړي، خو شکريه يې احتياط کولو ته رابولي، ځکه کيداى شي د هغه کوم دښمن وي او زيان ورته ورسوي. فتح خان د دروازې له شا څخه د نوموړي کس د هويت په هکله پوښتي. ناظر په لوړآواز خپل ځان ورپېژني. فتح خان وارخطاکيږي او د سرور خان د روغتيا پوښتي. ناظر دهغه دروغتيا ډاډورکوي. فتح خان په توره شپه کې د ناظر د راتګ له اړتيا پوښتي. ناظر له ګل خان سره د هغه د وعدې خبره کوي. فتح خان له ګل خان سره د ناظر د کار د څرنګوالي پوښتي. ناظر موضوع ډېره ضروري ګڼي او ترې غواړي چې ګل خان ورسره مخ کړي. ګل خان راځي او ناظر ورسره اختر مبارکي کوي. ګل خان حيرانيږي او وايي چې اختر لا نه دى رارسيدلى
او په دې ترڅ کې له ناظر څخه په شپه کې د هغه د راتګ پوښتي. ناظر د ګل خان ليدل له اختر څخه هم زيات ګڼي. ناظر زياتوي چې ګل خان هيرجن دى. ګل خان توضيح غواړي. ناظر له ده سره د تراکتور دزده کولو وعده ورپه زړه کوي. ګل خان نيمه شپه د ټراکټور د زده کړې له پاره وړ نه بولي او بيرته دروازه بندوي.فتح خان ګل خان ملامتوي چې د غيرعادي خلکو سره انډيوالي کوي. ګل خان وايي چې ناظر د ټراکټور د چلولو دزده کړې له پاره راغلى و او زياتوي چې سرور په پام کې لري يو عراده ټراکټور واخلي. فتح خان د هغوى دا کار دګل خان په زيان بولي خو ګل خان بيا د ټراکټورونو زياتوالى د کليوالو په ګټه بولي. په دې وخت کې سميع الله راځي او د کلا د دروازې تر مخ د ناظرد بېهوشه کيدو وايي. په کوز کلي کې ډيزلې ژرنده: مجيد د فتح خان سره د جګړې له پاره د ډانګونو په جوړولو بوخت دى، چې سمندر راځي او د فتح خان سره په شريکه ځمکه کې دډيزلي ژرندې دلګولو دستونزې د حل ورته وايي. مجيد توضيح غواړي. سمندر له اکبر سره په ګډه فتح خان ته دورتګ خبره کوي او زياتوي چې وروسته له ډيروخبرو اترو په دې وتوانېدل
چې فتح خان ته قناعت ورکړي ترڅو په شريکه ځمکه کې د ډيزلي ژرندې له لګولو ډډه وکړي. سمندر د خپل کور د ديوال په ترميمولو بوخت وي چې اکبرله خپل خره سره راځي او تر روغبړ وروسته د سمندر ديوې پوښتنې په ځواب کې وايي چې دبابا اسلم ژرندې ته يې غنم د اوړو کولوله پاره بار کړي دي. سمندر په کلي کې دفتح خان د ډيزلي ژرندې لګول د ټولو کليوالو په ګټه بولي. اکبر په داسې حال کې چې دهغه خبره تاييدوي زياتوي چې دفتح خان موخه دشريکي ځمکې نيول و، په غير د هغې يې کولاى شول په خپله ځمکه کې ډيزلي ژرنده ولګوي. دايډز له ناروغانو کرکه، د هغوى د مايوسۍ سبب کيږي: زلمي د جانداد دوى کډه بېرته خپل کورته راوړي. شفيقه بيافاطمه دوى ملامتوي چې هغوى يې دخپلو خپلوانو په وړاندې له خجالت سره مخ کړل. زلمى بيا ټوله ملامتي په شفيقه اچوي چې د هغې د کرکې درلودلو له کبله دا ټولې ستونزې را منځته شوې. شفيقه د ايډز ناروغي ساري بولي او په دې برخه کې خپل ځان حق په جانب ګڼي. زلمى د ډاکتر له خولې هغوى د زړه سوي وړ بولي او شفيقې ته ګوت څنډنه کوي (اخطار ورکوي) چې له هغوى سره ښه سلوک وکړي.
بي بي ګله د زړه له درد او پيچش څخه سر ټکوي. ګلاب شاه د هغې د ناروغۍ علت پوښتي. ميرمن يې د فاطمې دوى د ايډز ناروغۍ د ورتګ وايي. ګلاب شاه ايډز مرګونې ناروغي بولي او هيله کوي چې ميرمن يې په دې ناروغۍ نه وي اخته شوې. بي بي ګله پښيماني څرګندوي چې ولې يې خپل کور فاطمې دوى ته په کرايه ورکړې و؟! په دې وخت کې د بي بي ګلې روغتيايي حالت نور هم خرابيږي او د بي مانا کلمو په ويلو ورو، ورو بې هوشه کيږي. ګلاب شاه بي بي ګله کلينيک ته رسوي او په بيړه ډاکتر رابولي. ګلالۍ د هغه د وارخطايۍ پوښتي؛ ګلاب شاه د بي بي ګلې د ناروغۍ ورته وايي او ترې هيله کوي چې ژريې په درملنه پيل وکړي.
ډاکتر د بي بي ګلې په درملنه بوختيږي. بي بي ګله د خپلې ناروغۍ په هکله پوښتي. ډاکتر د هغې ناروغي تسمم بولي چې د دوا تر خوړلو وروسته جوړيږي. بي بي ګله يې نه مني. ډاکتر علت پوښتي. ګلاب شاه د هغې ناروغي ايډز بولي. ګلاب شاه وايي چې څه موده د د ايډز د ناروغانو سره په يوه کور کې اوسيدلي او ډوډۍ يې ورسره خوړلې. ډاکتر د ايډز له ناروغانو سره ناسته پاسته او يوځاى ډوډۍ خوړل د ايډز د انتقال موجب نه ګڼي او وايي چې داسې خلک د زړه سوي وړ وي. په کم عمر کې واده: يو شمير کليوال د اجمل دوى په کور کې راټول شوي او د نوريې مرګ هغه ته تسليت وايي. اجمل له هغوى څخه مننه کوي. جانباز د نوريې د مرګ علت پوښتي. اجمل په کم عمر کې د هغې واده او ماشوم زېږونه د هغې دمرګ علت بولي، خو اکبر يې نه مني. اجمل د کلينيک او روغتون د ډاکترانو له خولې په خپله خبره ټينګار کوي. اکبر په دې برخه کې اجمل ملامتوي، چې ولې يې نوريه په کم عمر کې واده کړې وه؟ جانباز له کليوالو غواړي چې له دې پېښې پند واخلي اوخپلې لوڼې په کم عمر کې واده نه کړي. طاهره او ښاپيرۍ په چينه کې د منګيو په ډکولو بوختې دي، چې ګل مکۍ راځي او له هغوى سره روغبړ کوي او ترڅنګ يې د نوريې مرګ يوه نه هېريدونکې پېښه بولي. طاهره ژوند تيرېدونکى ګڼي او نصيحت کوي چې يو له بل سره ښه سلوک وکړي. ګل مکۍ د نوريې سره د خپل ناوړه سلوک په کولو پښېماني څرګندوي. سيلاب اودهغه ناوړه پايلې (نتيجې) : غوټۍ نوي کور ته دکډې کولو له پاره د کور د سامان په ټولولو بوخته ده او له لالباز څخه غواړي چې درانده شيان هغه ځاى پرځاى کړي.
جانباز هغوى بيړې کولو ته رابولي ځکه چې د هغوى پخوانى کور نور د اوسيدنې وړنه دى. جانباز دوى خپل نوي کور ته کډه کړې ده. لالباز له غوټۍ څخه غواړي روژه ماتى تيار کړي او پاتې کار له روژه ماتي وروسته سرته ورسوي. غوټۍ يې مني. لالباز او جانباز دکوټې په فرش کولو پيل کوي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||