BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:10 گرينويچ 2007 ,25 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوى کور، نوى ژوند: ٢١٢٢-٢١٢٤
سرور ، سيد محمد، قمبرګل او سميع الله

الله داد کور ته ستنيږي او د نامالومو کسانو له خوا د ځنګله د ونو د وهلو خبره خپل پلار، رحيمداد، ته کوي.

رحيمداد يې نه مني ځکه د ځنګله د ونو په وهلو ناغه تړل شوې ده. د رحيمداد د زيات ټينګار له کبله الله داد د دې کار عاملين درخانۍ دوى بولي.

رحيمداد د بابا اسلم د سر د ويښتانو په جوړولو بوخت دى چې ناظر راځي او له رحيمداد څخه د تازه خبر په هکله پوښتي.

رحيمداد وايي چې تازه خبرلري، خو نه غواړي چې ويې وايي، ځکه په کلي کې داسې څوک نشته چې د ياغيانو مخه ونيسي.

د ناظر د ټينګار له کبله رحيمداد وايي چې کوچيان دځنګله ونې وهي او زياتوي چې درخانۍ يې د ځنګله د ونو د تازه ښاخونو د بار سره ليدلې ده چې خپلې کېږدۍ ته وړل.

سيد محمد او سرور
 د کلي ځوانانو ته به دنده وسپارو چې دا ډول غله د ونو د وهلو او د لرګيو د غلا پر مهال ونيسي.
سيدمحمد

ناظر هيجاني کيږي او وايي چې د هر ښاخ په بدل کې به ترې يوه، يوه مېږه راولي.

ناظر د ځنګله د ونو د وهلو خبره سرور ته کوي او له هغه څخه غواړي، چې دداسې کسانو مخنيوى دې وکړي.

سرور وايي چې هغه به وخت ته ګوري چې تر څو دا کسان دکار په جريان کې ونيسي او پوره جزا ورکړي.

سرور د ځنګله د ونو د هلو خبره د سيدمحمد سره شريکوي. سيدمحمدوايي د کلي ځوانانو ته به دنده وسپاري چې دا ډول غله د ونو د وهلو او د لرګيو د غلا پر مهال ونيسي.

سرور يې خبره تاييدوي او په دې برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکوي.

په کوز کلي کې ډيزلې ژرنده:

ګل خان او سميع الله کور ته ستنيږي او دډيزلي دژرندې د کار د تماميدو خبره خپلې مور، شکريې ته کوي.

شکريه او سميع الله د ډيزلي ژرندې د ماشين د لګولو کار ستونزمن بولي خو ګلخان وايي چې له بازار څخه يې د دې کار له پاره مستري راغوښتى دى.

 فتح خان په پام کې درلوده چې دکليوالو او د هغوى دخرو، اوښانو او نورو باري څارويو د آرامتيا له پاره ډيزلي ژرنده په پراخه ساحه کې ولګوي.
شير محمد

ګلخان د کليوالو په مرسته د ډيزلي ژرندې ماشين ټاکلي ځاى ته لېږدوي.

شيرمحمد، مجيد او نور کليوال د ژرندې ماشين ځاى پرځاى کوي، چې ګلخان په پريشانۍ د فتح خان د راتګ وايي.

فتح خان غواړي دډيزلي ژرندې د لګولو په هکله څه ووايي خو شيرمحمديې خبره نيسي او فتح خان زړه سواند او د ښه نيت څښتن بولي.

ګلخان وايي چې هغوى دفتح خان په غياب کې ډيزلي ژرنده لګولې ده.

اکبر هم فتح خان يو مهربان سړى بولي او وايي چې په خپل دې کار يې د کليوالو ستونزې ليرې کړې.

فتح خان وايي نه يې غوښتل چې ډيزلي ژرنده په دې ډول ولګوي خو شيرمحمد په خوشمزاجۍ سره خبره ترې بدلوي.

شيرمحمد زياتوي چې فتح خان په پام کې درلوده چې دکليوالو او د هغوى دخرو، اوښانو او نورو باري څارويو د آرامتيا له پاره ډيزلي ژرنده په پراخه ساحه کې ولګوي.

شکريه، ګل خان او سميع الله
ګل خان او سميع الله دډيزلي دژرندې د کار د تماميدو خبره خپلې مور، شکريې ته کوي.

ګلخان وايي چې دژرندې د لګولو په کار کې دځنډ د پېښېدو د مخنيوي له پاره يې دا کار ژرسرته ورساوه.

فتح خان کور ته ستنيږي او ګلخان ملامتوي چې ولې يې د هغه په غياب کې دډيزلي ژرندې دلګولو کار پيل کړې و؟

شکريه د ګلخان دا کاردفتح خان په ګټه بولي او وايي چې په دې توګه په کلي کې دهغه باور بيرته ترلاسه شو او له فتح خان څخه غواړي چې په دې برخه کې مخالفت ونه کړي.

دايډزله ناروغانوکرکه ،دهغوى دمايوسۍ سبب کيږي :

جانداد خپل دکان ته ځي؛ ثمرګل ورته د زمري د ليک د رارسيدو وايي. جانداد ترې پوښتي چې په ليک کې يې څه ليکلي دي؟

ثمرګل وايي چې ليک د زلمي په نامه راغلى نو ځکه يې نه دى لوستى.

جانداد مايوسه کيږي او ګومان کوي، چې زمرى د ده خيال نه ساتي ځکه يې د زلمي په نوم ليک رالېږلى دى.

جانداد او ثمر ګل
ثمرګل وايي چې ليک د زلمي په نامه راغلى نو ځکه يې نه دى لوستى.

جانداد کورته ستنيږي او د زمري دليک راتلوخبره له فاطمې سره شريکوي او زياتوي چې زمرى هم د هغوى کورنۍ شخړې څخه خبر شوى دى.

فاطمه پريشانه کيږي ځکه له يوې خوا زمرى خپلې لوړې زده کړې کوي او له بل لوري مساپر دى بايد چې ډير ژر ورته دليک په واسطه ډاډ ورکړل شي.

جانداد وايي ثمرګل ته به ووايم چې د زمري دليک ځواب ورواستوي.

سيلاب اودهغه ناوړه پايلې (نتيجې):

شفيقه او ښاپيرۍ د منګيو د ډکولو له پاره چينې ته تللي دي چې په دې وخت کې حميده هم راځي.

شفيقه د حميدې راتګ بې ګټې بولي ځکه وروستيو سيلابونو چينې بندې کړې دي.

حميده غوره ګڼي چې له کاريز څخه اوپه يوسي، خو ښاپيرۍ وايي کيداى شي کاريز هم سيلا ب بندکړى وي.

شفيقه د حل لار پوښتي؛ ښاپيرۍ وايي د اړتيا په صورت کې هغوى کولاى شي د سيند څخه منګي ډک کړي.

 کيداى شي کاريز هم سيلا ب بندکړى وي. د اړتيا په صورت موږ کولاى شي د سيند څخه منګي ډک کړي.
ښاپيرۍ

حميده، شفيقه او ښاپيرۍ د اوبو د وړلو له پاره د سيندغاړې ته ورځي. د منگيو د ډکولو پر مهال پر ښويه تيږه د شفيقې پښه ښوييږي.

حميده يې احتياط کولو ته رابولي او ترې غواړي چې دسيند له غاړې منګى ډک کړي.

شفيقه دسيند اوبه خړې او له خسو ډکې بولي. حميده وايي ښه به وي چې دخپل ټيکري پيڅکه د منګې په خولې واچوي چې خټې ډکي او نور کثافات منګي ته تېر نه شي.

کريم دلرګيو په ماتولو بوخت دى چې ښاپيرۍ د اوبو ډک منګى راوړي. کريم له ښاپيرۍ او به غواړي خو هغه وايي چې د سيندخړې اوبه يې راوړي

او ترې غواړي چې يوه شېبه دې صبر وکړي خو کريم يې نه مني. ښاپيرۍ هم داوبو ډک ګيلاس ورکوي.

قمبرګل د غونډۍ په لمنه کې د رمې په څرولو بوخت دى، چې سميع الله هم راځي او د کوچيانو کېږديو ته د خپل تګ خبره ورته کوي. قمبرګل د انارګل پوښتنه ترې کوي.

قمبرګل او ثمرګل
قمبرګل وايي چې هغه هم د مړو څارويو لاشونه ليدلي دي.

سميع الله د الله داد له خولې وايي، چې هغه په دې ورځو کې کوم بل څړځاى ته رمه بيايي.

سميع الله وايي چې د لارې په اوږدو کې يې مړې مېږې او مړه څاروي ليدل.

قمبرګل وايي چې هغه هم د مړو څارويو لاشونه ليدلي دي. کيداى شي سيلاب له ځان سره راوړي وي.

جانباز او لالبازنوى کور، نوى ژوند
٢١١٩-٢١٢١
ګلخاننوى کور، نوى ژوند
٢١١٦-٢١١٨
ګل خان او مجيدنوى کور، نوى ژوند
٢١١٣-٢١١٥
مجيدنوى کور، نوى ژوند
٢١١٠-٢١١٢
اکبر فتح خان او سمندرنوى کور، نوى ژوند
٢١٠٧-٢١٠٩
ګل غوټۍ، جانباز او شمسنوی کور، نوی ژوند
٢١٠٤-٢١٠٦
ګل خان او سمندرنوى کور، نوى ژوند
٢١٠١-٢١٠٣
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>