|
نوى کور، نوى ژوند:٢١١٩-٢١٢١ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
غوټۍ د نوي کور د ورانيدو له امله ډېره خواشينې ده خو جانباز خوښ دى چې دوى له مرګ څخه خوندي پاتې شول. لالباز د سرپناه د نشتوالي خبره کوي. جانباز وايي چې د زاړه کور جوړې کوټې ته بيرته ستانه شي. غوټۍ يې خبره تاييدوي او له لالباز څخه غواړي، چې دکور د پاتې سامان په ټولولوکې بيړه وکړي خو سيلاب د هغوى د دې کار مخنيوى کوي. جانباز، لالباز او غوټۍ دوى بيرته خپل پخواني کور ته ستنيږي او د خداى شکر ادا کوي چې د سيلاب له خطر څخه خوندي شول. غوټۍ وايي، ځيني قيمتي شيان او اسناد يې له ځان سره راوړي دي او ټول اسناد جانباز ته سپاري. جانباز په اسنادو کې د کور د قوالې (قبالې) د نشتوالي خبره کوي. شمس له غوټۍ څخه د قوالې د ساتلو د ځاى پوښتي.
غوتۍ بې خبري څرګندوي. جانباز غوټۍ ملامتوي چې د ضروري شيانو په ساتنه کې تنبلي کوي او له هغوى غواړي چې قواله پيدا کړي. غوټۍ او لالباز قواله لټوي خو په موندلو يې نه بريالي کيږي. غوټۍ جانباز ته وايي چې تا د شمس له لاسه قواله واخيسته او ويل دې چې زه په ښه ځاى کې ږدم. جانباز ته هم ورياديږي او وايي چې هغه يې د خونديتوب له پاره دچت ددستکوپه منځ کې ايښې وه، چې اوس سيلاب له ځان سره وړې ده. لالباز له شيرمحمد سره مخ کيږي او خپل نوي کور د سيلاب وړلو او د قوالې د ضايع کيدو خبره ورته کوي. شيرمحمد لالباز ملامتوي چې ولې يې د خوړ په تګلوري کې کور آباد کړى و؟! لالباز په وروستيو کلونو کې د سيلاب د نه راتلو خبره کوي خو شيرمحمد په هغه مهال د سيلاب په وړاندې د ځنګل د ونو موجوديت دسيلاب د مخنيوي لامل بولي, چې اوس کليوالو وهلي دي او وايي چې دنوي کور د جوړولو پر مهال بايد له پوهوکسانو سره مشوره وشي. کوچيان: الله داد او قمبرګل دغونډۍ په لمنه کې درمې په څرولو او دتيږې اچولو په لوبه بوخت دي، چې انارګل ته ورپه زړه کيږي ځکه هغه د تيږې اچولو په لو به کې پوره مهارت لري. قمبرګل يې خبره تاييدوي او زياتوي چې په دې ورځوکې انارګل په څړځاى کې نه ترسترګو کيږي، کيداى شي ناروغ وي. په دې وخت کې دقمبرګل پام دوومېږوته وراوړي، چې له رمې بېلې شوې دي، ځي ترڅو هغه بيرته راوګرځوي. انارګل په تبر باندې دځنګله دونوپه وهلو بوخت دى چې قمبرګل ور سره مخ کيږي. نيوکه پرې کوي او ورته وايي چې د ځنګله د ونوپر وهلو کليوالو ناغه تړلې ده. انارګل بانه کوي چې د ونو تنکۍ څانګې يې وهلې چې مېږې يې د ونو پاڼې وخوري او له قمبرګل څخه هم غواړي، چې خپلې مېږې د مړښت له پاره دې ځاى ته راولي. درخانۍ راځي او انارګل ورته دزياتو څانګو د وهلو خبره کوي او له درخانۍ څخه غواړي چې د څانګو د وهلو او د ځاى څخه يې څوک خبرنه شي، ځکه کليوال د هغوى د دې کار خنډکيږي. درخانۍ د څانګو د وړلو له پاره له ځان سره رسۍ راوړي او د انارګل په مرسته خپل پنډوکى تړي خو د تلو پر مهال درخانۍ لويږي اوله خولې يې چيغه پورته کيږي. انارګل د هغې دلويدو علت پوښتي. درخانۍ د بار د زياتوالي خبره کوي او د انارګل ديوې پوښتنې په ځواب کې وايي چې پښه يې يو څه ژوبله شوې ده.
انارګل د هغې پښه دخپل څادر په يوه ټوټه تړي. درخانۍ په داسې حال کې چې د څانګو پنډيې پر سر دى او د خپلې کيږدۍ په لور روانه ده، الله داد يې ويني او پوښتنه ترې کوي چې انارګل ولې څړځاى ته رمه نه راولي؟ درخانۍ وايي چې انارګل په يوه نوي څړځاى کې خپله رمه پيايي. د الله داد پام د درخانۍ پر سر د ځنګله د ونو تازه څانګو ته ور اوړي. الله داد درخانۍ پوهوي چې د ځنګله د ونو پر وهلو کليوالو ناغه تړلې ده له درخانۍ دوى به هم ناغه واخلي. ناظراواختر: بابا اسلم او رحيمداد د اخترمبارکۍ له پاره د سرورخان ديرې ته ورغلي او په ټوکو له ناظر څخه غواړي چې هغوى ته د اختر ميوه راوړي. ناظر دکيک، کلچو او نورې شيرينۍ څخه ډک پطنوس راوړي اوخپله يې په خوړلو پيل کوي.
بابا اسلم د ناظر دا کار ښه نه بولي. په دې وخت کې له ليرې سرور راځي، بابا اسلم وايي چې د ناظر د سپکاوي موضوع به له سرور سره شريکه کړي. ناظر د سرور په ليدو وارخطاکيږي او د ميوو ډک پطنوس يې له لاسه لويږي. سرور د بابا اسلم او رحيمداد سره اختر مبارکي کوي چې ناڅاپه يې تويې شوې ميوې او مات غاب ته پام وراوړي. ناظر وايي چې پيشو د ميوو په پطنوس ټوپ کړ، خو بابا اسلم د ناظر دا کار وارخطايي او هغوى ته د بې احترامۍ له کبله بولي. سرور د ناظر دا کار خپل سپکاوى بولي. دايډز له ناروغانو کرکه، د هغوى د مايوسۍ سبب کيږي: زلمى خوښ دى، چې وروسته له يوې مودې بياهم دفاطمې او جانداد دوى سره په يوه کور کې اوسيږي. شفيقه يې خبره تاييدوي او په خپله هغه تېروتنه پښېماني څرګندوي،
چې ويل به يې ايډز له يوځاى ناستې پاستې او ګډې ډوډۍ خوړلو څخه له يوه کس څخه بل کس ته ورځي. فاطمه هم وايي چې شفيقه ورته ګرانه ده. زلمى دهغوى دا کار ستايي او زياتوي چې بايد تيرې خبرې له زړه څخه وباسي او په ګډه خوشاله ژوند وکړي. په کم عمر کې واده: حميده د شکېبا دوى کره ورځي او ورته وايي چې هغې د نوې کورنۍ مجلې له پاره د نوريې په غملړلي سرګذشت باندې ليکنه کړې ده. شکيبا د هغه شمير ميندو او پلرونو عملونه غندي چې خپلې لوڼې په کم عمر واده کولو ته اړباسي. په کوز کلي کې ډيزلې ژرنده : مجيد، سمندر او ګلخان د ډيزلي ژرندې له پاره دځاى په جوړولو بوخت دي. ګلخان له کليوالو خوښي څرګندوي چې د اشر په کار کې يې په خپله خوښـه ونډه واخيسته.
سمندر د مجيد موخه په کلي کې د يو ستر جنجال دپېښېدو مخنيوى بولي. ګلخان د ډيزلي ژرندې د کار د چتکتياعلت په کور کې د فتح خان نشتوالى بولي، ځکه هغه د دوى د کار خنډ ګرځي. سمندر د ډيزلي ژرندې لګول د کليوالو له پاره غټه آسانتيا بولي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||