|
نوى کور، نوى ژوند: ٢١٢٨-٢١٣٠ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نسيم د کريم د ليدو له پاره کلينيک ته ورځي او د ګلالۍ څخه د هغه د روغتيا پوښتي. ګلالۍ د کريم روغتيايي حالت تر پخوا ښه بولي. نسيم غواړي کريم له نږدې وګوري خو ګلالۍ يې د تګ مخنيوى کوي، ځکه يو زيات شميرکليوال، چې د کريم په څيريې د سيلاب خړې اوبه څښلي تسمم او بستر دي. داکتر دکريم د بېرته روغيدو له کبله خوښ دى. کريم د خپلې ناروغۍ علت پوښتي. داکتر د هغه ناروغي د سيند دخړو اوبو څښـل بولي. کريم د حل لار پوښتي. داکتر وايي ښه به وى که کليوال د حشر له لارې کاريز او چينه پاکه کړي. سمندر له مجيد سره مخ کيږي او په کلي کې د بدبوى دخپراوي ورته وايي. مجيديې خبره تاييدوي او ګومان کوي چې بوى به دمړوڅارويو وي. سمندروايي چې د دې بوى سرچينه بايدپيدا او له منځه يوړل شي، ځکه ددې ويره شته چې دا بوى به د وبا د خپراوي باعث شي. دکرنې ميکانيزه کول : ګلخان او ناظر په تراکتور کې سپاره دي. ګلخان له نا ظرغواړي چې له تراکتور څخه کوز شي.
ناظر يې نه مني او د زيات تمرين د کولو غوښتنه کوي. ګلخان ترې غواړي چې تردې وروسته دې هره ورځ په همدې مهال دتمرين له پاره راځي. بله ورځ ناظر د ګلخان سره د تراکتور په زده کولو بوخت دى ، چې دفتح خان ورته پام کيږي او د ګلخان دا کارانتقادوي ځکه له يوې خوا ګلخان له کاره باسي او له بلې خوا تراکتور خرابوي او له سميع الله غواړي دهغه خبرې ګلخان ته ورسوي. کوچيان : پيرو د خپل احضار او دجرګې د راغونډيدو پوښتي. سرور د انارګل او قمبرګل له خوا د ځنګله د ونو د وهلواو دکليوالو له خوا د هغوى د باالفعل نيولو ورته وايي. پيرو انارګل بې ګناه بولي ځکه هغوى د ځنګله د ونو د وهلو پرسر له ناغې څخه ناخبره وو. شيرمحمد له مقرراتو څخه بې خبرې هم يو جرم ګڼي. اکبر بيا ځنګله ته د قمبرګل تګ تصادفي بولي خو سرور وايي چې رمه هم ورسره وه او زياتوي، چې قمبرګل بايد ډېره جريمه ورکړي، ځکه هغه له ناغې خبر و او انارګل يې له دې کار څخه نه دى منع کړى. بډې (رشوت) اوجعلکاري : شمشيرخان له آدم خا ن سره مخ کيږي او له هغه څخه غواړي هفه ټوټه ځمکه چې د ده دځمکې ترڅنګ ده هم ورباندې وپلوري. آدم خان په چالاکۍ د هغې ځمکې بيه ډيره لوړه بولي. شمشيرخان يې ورسره مني. شمشيرخان د نوموړې ځمکې د شرعي قوالى پوښتي. آدم خان د قوالي د ورک کيدو خبره کوي خو زياتوي، چې ډير ژر به دا ستونزه هم حل کړي. آدم خان ګلاب شاه ته ورځي او له هغه څخه د قوالې د جوړولو غوښتنه کوي. ګلاب شاه يې نه مني او دا کارستونزمن بولي،
خو د آدم خان دټينګار له کبله وايي چې هغه به خپل امکانات وسنجوي او آدم خان ته به وروسته خبرورکړي. بله ورځ آدم خان بيا هم په ګلاب شاه پسې ورځې او له هغه څخه د قوالې دکار پوښتي. ګلاب شاه هغه د څو شعبوکار بولي چې بايد ډير زيات رشوت ورکول شي. آدم خان د شرعي قوالې دجوړيدو په صورت کې دپيسو دورکړې وعده کوي. په کوز کلي کې ډيزلې ژرنده: ګلخان د ډيزلي ژرندې ماشين بندوي. اکبروايي، چې ماشين يې بايد نه واى بندکړى، ځکه د هغه د غنمو د اوړو کولو وار دى. ګلخان دخپل دې کارعلت د نورو غنمو اوړوکولو ته دتياري نيول بولي. اکبر دحق الزحمې پوښتي. ګلخان هغه مناسبه بولي او ورته وايي چې د لومړي ځل له پاره له ده اوځينو نورو دوستانو څخه د غنمو د اوړوکولوپيسې نه اخلي. قمبرګل اوړه کورته وړي. زرمينه د ډيزلي ژرندې له آسانتياوو يادونه کوي او دهغې د اجورې پوښتي. قمبرګل هغه پرته له مزد څخه بولي. زرمينه وايي، کاشکې دوه درې بوجۍ نورغنم هم اوړه کړي. قمبرگل وايي، يوازې لومړۍ وار يې ورته وړيا اوړه کړل. سيمه ييزو محصولاتو ته بازارموندنه: غفار د نخو دو په چج کولو بوخت دى چې اجمل وروسته له روغبړ څخه ورته د وړيو د کار او بار خبره کوي
او له هغه څخه هيله کوي چې په دې کارکې ورسره شريک شي. اجمل زړه نازړه وي. په کليوکې دآبادۍ اوبياجوړونې کارونه: شيرمحمد د فتح خان کور ته ورځي او خپلې پخوانۍ دندې ته دبيرته راتګ ورته وايي. شيرمحمد او شکريه خوښي څرګندوي. شيرمحمد دبرکلي له پاره ديوې ټولگټې پروژې دجوړيدو په موخه له حکومت څخه ديوې اندازې پيسو دترلاسه کولوخبره کوي. فتح خان ورڅخه هيله کوي چې نوموړې پروژه دې په کوز کلي کې په کار واچوي، چې يوڅه پيسې دوى ته هم پکې ورسيږي. شيرمحمد وايي چې دا کار بايد په صداقت او ايماندارۍ سرته ورسول شي او وعده کوي چې په راتلونکې کې به په کوز کلي هم دې ته ورته پروژه په کارواچوي. په ايډزداخته موراميدواري له دې کبله راولاړې شوې اندېښنې : فاطمه په داسې حال کې چې خپه ده دزرمينې کور ته ورځي. مور يې ترې دهغې دخپګان پوښتي. فاطمه د خپلې حاملګۍ ورته وايي.
زرمينه دماشوم زېږېدنه دخوښې وړ خبره بولي، خو فاطمه ويره څرګندوي چې راتلونکى ماشوم به يې هم په ايډز اخته وي. زرمينه د ګلالۍ سره مخ کيږي او د هغې ديوې پوښتنې په ځواب کې وايي چې فاطمه او جانداد بيرته کلي ته راستانه شوي دي او له هغې پوښتي، هغه کسان چې د ايډز په ناروغۍ اخته وي راتلونکى ماشوم يې په دې ناروغۍ اخته کيږي که نه؟ ګلالۍ د هو ځواب ورکوي او زياتوي چې ايډز له مور نه ماشوم ته لېږدېدل کيږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||