BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:42 گرينويچ 2007 ,21 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوى کور، نوى ژوند: ٢١٣١-٢١٣٣
ګلاب شاه، آدم خان او غفار

سمندر له ګلخان سره مخ کيږي او بدبوي دځاى دنه پيداکيدو ورته وايي. ګلخان بدبوى د هغو مړو څارويو بولي، چې وروستي سيلاب له ځان سره راوړي وو.

سمندر د حل لار پوښتي. ګلخان حشر يا د دسته جمعي کار تر سره کول ګټور بولي،خو سمندر په دې برخه کې دځينو کليوالو دبې غورۍ خبره کوي.

ګلخان په داسې حال کې کورته ستنيږي، چې زرمينه په جاروکولو بوخته ده. ګلخان کړکۍ تړي او کوټو ته دبدبوى دراتلو وايي.

شکريه يې خبره تاييدوي او دحل لار پوښـتي. ګلخان د سمندرله خولې د ځينو کليوالو د بې غورۍ وايي خوزياتوي، چې دې به ورته يوه لاره ولټوي.

ناظر د سيند ترغاړه د خټو او خړو په منځ کې دلرګي د يوه صندوق په راايستلو بوخت دى، چې رحيمداد راځي او دمړو څارويو په بد بوى کې د ناظر د بوختيا پوښتي.

بد بوی د څه دی؟
ګلخان او سمندر
 بدبوى د هغو مړو څارويو دی، چې وروستي سيلاب له ځان سره راوړي وو.
ګل خان

ناظر د خزانې د موندلو وايي او زياتوي چې د زياتې خوښۍ له کبله په بدبوي هم نه پوهيږي.

رحيمداد ترې غواړي، چې په خزانه کې دهغه ونډه هم ورکړي، خو ناظر يې نه مني.

رحيمداد وايي چې په هغې صورت کې دې صندوق د ده ترمخ پرانيزي.

ناظر د خټو له منځ څخه صندوق راباسي او د کولپ په ماتولو يې پيل کوي.

رحيمداد ټينګارکوي، چې هغه دې هم دبکس په سامان کې شريک کړي، که نه ټول کليوال به خبرکړي چې ناظر د جواهراتو ډک صندوق موندلى دى.

ناظر وايي د صندوق يو پرلسمه برخه به ورته ورکړي. رحيمداديې زړه نازړه مني.

ناظر صندوق پرانيزي او د خپلې تباهۍ نارې وهي، ځکه په صندوق کې پرته له يوې اندازې شيريني او زړوجامونور څه نه وو.

شکريه، سميع الله او ګل خان
لاشونه ډيردي او دا کار دټولو کليوالو دی چې په کارکې ونډه نه اخلي.

ګلخان او سميع الله بيل او کلند اخلي او دسيندغاړې ته ورځي.

ګلخان له هغه څخه غواړي چې دکندې په کيندلو او مړو څارويو د لاشونو په ښخولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

سميع الله لاشونه ډيربولي او دا کار دټولو کليوالو شريک گڼي او په کارکې ونډه نه اخلي.

بډې (رشوت) او جعلکاري:

ګلاب شاه په خپل کور کې د دفتر په کارونو بوخت دى. بي بي ګله ددې کار علت پوښتي.

ګلاب شاه د ځمکې د سندونو دجوړولو خبره کوي او وايي چې له دې درکه به ډيرې پيسې ترلاسه کړي.

بي بي ګلې ته سودا ورلويږي ځکه کيداى شي مېړه يې جعلکاري وکړي.

آدم خان د ګلاب شاه دفتر ته ورځي او دقوالې په هکله ترې پوښتي.

آدم خان او ګلاب شاه
 منل شوې پيسې دې په دوو يا دريو ورځو کې ورته ورسوي، که نه له قوالې دې هم تيرشي.
ګلاب شاه

ګلاب شاه قواله تياره بولي او وايي چې دغټ آمر لاسليک ته معطل ده، چې زياتې پيسې غواړي.

آدم خان يوه اندازه پيسې له جيب څخه راباسي، خو ګلاب شاه وايي چې منل شوې پيسې دې په دوو يا دريو ورځو کې ورته ورسوي، که نه له قوالې دې هم تيرشي.

سيمه ييزومحصولاتو ته بازارموندنه :

اجمل د پيرو کوچي کېږدۍ ته ورځي. تر روغبړوروسته، پيرو ورڅخه دڅارويو له پاره د چينجيو د دوا غوښتنه کوي.

اجمل د همکارۍ وعده کوي، او زياتو وړيو ته دخپلې اړتيا ورته وايي. پيرو وړيو ته د هغه د اړتياپوښتي. اجمل خبره تېروي.

پيرو خبره د درخانۍ سره شريکوي. درخانۍ د اجمل دوړيو د اخيستلو علت پوښتي. پيرو د وړيو د اخيستلو او خرڅولو څخه د اجمل د زياتې ګټې وايي.

درخانۍ وايي، ښه به وي چې دا کار پيرو په خپله وکړي ترڅو زياته ګټه ترلاسه کړي. پيرو يې مني.

 بايد اول په بازار کې د وړيو نرخ مالوم کړم او وروسته بيا وړۍ دخرڅلاو لپاره بازار ته يوسم.
پيرو اکا

درخانۍ او انارګل زياتې وړې راټولې او په اوښ يې بارکړي وي چې پيرو يې بازار ته د خرڅلاو له پاره يوسي.

پيرو راځي او دهغوى دا کار غندي او وايي، چې هغه بايد اول په بازار کې د وړيو نرخ مالوم کړي او وروسته يې بيا يوسي.

په ايډز د اخته موراميدواري او له دې کبله راولاړې شوې اندېښنې:

زرمينه په داسې حالت کې دفاطمې کره ورځي چې خپه ده. فاطمه دهغې دخپګان پوښتي.

زرمينه د ګلالۍ له خولې وايي چې دپه ايډز اخته مور او پلار راتلونکى ماشوم هم په دې ناروغي اخته وي او زياتوي، چې دفاطمې ماشوم بايد تر زېږېدو مخکې زيان شي.

زرمينه عابدې ته ورځي او دګلالۍ له خولې د فاطمې د راتلونکي ماشوم د ايډز د ناروغۍ د درلودلو موضوع له هغې سره شريکوي او له هغې غواړي،

چې د فاطمې د ماشوم دله منځه وړلو له پاره دې ورته داروجوړکړي.

عابده او زرمينه
 ګلالۍ وايي چې د په ايډز اخته مور او پلار راتلونکى ماشوم هم په دې ناروغي اخته وي نو د فاطمې ماشوم بايد تر زېږېدو مخکې زيان شي.
زرمينه

عابده يې مني خو ويره څرګندوي چې کيداى دهغې دلاس جوړشوي دارو فاطمې ته يوڅه زيان ورسوي.

جانداد په داسې مهال کور ته ځي چې فاطمه ژاړي. جانداد دهغې د ژړا علت پوښتي.

فاطمه د ګلالۍ له خولې وايي چې راتلونکى ماشوم به يې هم دايډز ناروغي ولري

او د زرمينې له غوښتنې ورته وايي چې ماشوم يې بايد زيان شي. جانداد يې په ټينګه ردوي.

زرمينه بياهم د عابدې کور ته ورځي. عابده دفاطمې د ماشوم دزيانولو له پاره د داروو په جوړولو بوخته ده.

زرمينه د داروو دزيان په هکله پوښتي. زرمينه په لومړي سر کې دموقتي سرګرځېدنې ورته وايي چې د پرېشانۍ وړ يې نه بولي.

په کوز کلي کې ډيزلې ژرنده :

غفار او بابا اسلم
ژرنده ځکه پرچاوه ده، ځکه په کوزکلي کې د ډيزلي ژرنده فعاله شوې.

بابا اسلم دسندرې په زمزمه کولو بوخت وي، چې غفار راځي او د ژرندې دپرچاوۍ پوښتي.

بابا اسلم د ژرندي پرچاوي په کوزکلي کې د ډيزلي ژرندې فعاليدل بولي.

غفار ډاډ ورکوي، چې هغه به تل خپل غنم د اوړه کولو له پاره د بابا اسلم ژرندې ته راوړي.

ګل خان او ناظرنوى کور، نوى ژوند
٢١٢٨-٢١٣٠
قمبر ګل او سميع الله نوى کور، نوى ژوند
٢١٢٢-٢١٢٤
جانباز او لالبازنوى کور، نوى ژوند
٢١١٩-٢١٢١
ګلخاننوى کور، نوى ژوند
٢١١٦-٢١١٨
ګل خان او مجيدنوى کور، نوى ژوند
٢١١٣-٢١١٥
مجيدنوى کور، نوى ژوند
٢١١٠-٢١١٢
اکبر فتح خان او سمندرنوى کور، نوى ژوند
٢١٠٧-٢١٠٩
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>