|
نوی کور، نوی ژوند: ٢١٤٣-٢١٤٥ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سربند کلى د يوه پخواني قوماندان په کور کې بمونه وو. د هغه ماشوم زوى فکر کاوه چې دا به د لوبو کوم شى وي. بم وچاودېد او ماشوم يې ډېر سخت ژوبل کړ. د ماشوم پلار په کور کې نه و خو جانباز د سربند اوسېدونکي د گاونډيتوب حق پر ځاى کړ او ماشوم يې د ولسوالۍ د بازار کلنيک ته ورساوه. ډاکټر د جانباز د همدردۍ روحيه وستايله او ورته ويې ويل که چېرې ماشوم پر خپل وخت کلنيک ته نه واى راوړل شوى د مرگ خطر يې ډېر و. نسيم چې ساه يې لنډه لنډه کېده د کلنيک پر خوا منډې وهلې. جانباز په حيرانۍ پوښتنه ترې وکړه. نسيم په لنډه ساه وويل چې ته مې په امبولانس کې وليدې او په تاپسې راغلم. جانباز په بم د زخمي شوي ماشوم کيسه ورته تېره کړه. نسيم وويل: ډېر افسوس دى چې زموږ خلک اوس هم بمونه او دغه بې اودې ماران په کورونو کې ساتي. د کلي نجونو د چينې په غاړه منگي ډکول چې پدې کې يې له لرې گلالۍ وليده، يوې وويل: وا نجونو دا گلالۍ څنگه داسې تش لاس مخ پر چينه را روانه ده؟ گلالۍ چينې ته راورسېده. نجونو او ښځو ته يې وويل چې زه له کلنيک نه پدې لاره راغلم. نجونو ترې وپوښتل: چې په کلنيک کې څه خبرې وې؟ گلالۍ وويل چې کلنيک ته يې يو ماشوم راوړى و چې په خپل کور کې په بم ژوبل شوى و. گلالۍ په کورونو کې د بمونو ساتل لوى خطر وباله، گلالۍ له بمونو سره غمونه تړلي وبلل. خداى دې ده ته انصاف ورکړي، مجيد هم په خپل کور کې لاسي بمونه لري چې واړه صندوق کې يې ځاى په ځاى کړي دي.
صابرې د مجيد خور غوښتل چې د المارۍ لپاره د مجيد په کور کې مناسب ځاى پيدا کړي نو وړوکى صندوق يې له خپله ځايه لرې کاوه چې مجيد په وارخطايئ صابره له صندوق لرې کولو منع کړه. صابرې مجيد ته وويل چې بمونه غمونه دي او غمونه له کوره لرې کړه. مجيد په زړورتيا وويل چې زه ورسره بلد يم، پدې وخت کې يې د بم ليندۍ کش کړه. صابرې چغې کړې مجيد ته يې وويل د بم ليندۍ درنه ولوېده، مجيد په وارخطايئ له صابرې وغوښتل چې په منډه له دې ځايه ليرې شي، پدې وخت کې د بم درز شو. خو اوس به وگورو چې په کلي کې نورې څه خبرې دي. خلک دعا کوي وايي چې خداى مو له اور او له اوبو وساته، رښتيا هم چې اور له واکه وځي هر څه لولپه کړي خو کله چې اوبه په خطرناکو سېلابونو بدلې شي بيا نو آبادۍ بربادوي.
سېلابونه د جانباز نوى ودان شوى کور وران کړ، د خلکو ځمکې يې شاړې او څارويې يووړل، چينې او کارېزونه يې ړانده کړل او خړو اوبو خلک ناروغان کړل. وروسته له ډېرو سرگردانيو د کلي خلکو مټې راونغاړلې په حشر يې چينه او کارېز پاک کړل، نجونې د چينې پر غاړه په کټ کټ خندېدې او د چينې اوبه يې تر اوښکو رڼې بللې، کليوالو ته يې دعاوې کولې چې چينه او کارېز يې پاک کړى دى. شکريې پر فتح خان زيرى وکړ چې گل خان د کليوالو په مرسته سيلاو راوړو څارويو ته کندې وکيندلې او خلک يې له رنځ او بد بوى خلاص کړل. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||