|
نوی کور، نوی ژوند: ٢١٤٠-٢١٤٢ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په برکلي کې څه خبرې دي؟ لالباز څيرې ګرېوان د غنمو بوجۍ د فتح خان د ژرندې تر مخ کوزه کړه. کله چې فتح خان له لالباز نه د هغه د ګريوان د څيرې کيدو پوښتنه وکړه، نو لالباز د ناظر له خوا د ده ژرندې ته دغنمو د نه راپرېښودلو ورته وويل. فتح خان د ناظر دا عمل وغآنده او ګواښ يې وکړ، چې زه به يې بدل له سرورخان نه اخلم، ځکه چې ناظر د سرورخان په مشوره داکار کړى دى. د فتح خان دې ګواښ نه سميع الله خبر شو او خپلې مور شکريې ته يې وويل چې په برکلي باندې د فتح خان د بريد مخه ونيسي.
خو مخکې له دې چې د فتح خان مخه ونيسي، هغه خپل دهقانان راټول کړي وو او نيت يې و چې له سرورخان نه خپل غچ واخلي. خو په ډېر مناسب وخت کې اکبر او ګلخان ورته رسيږي او د فتح خان مخه نيسي. ګلخان په ناظر پسې ځي او له هغه نه ګېله کوي، چې د دوه کليو تر منځ شخړې ته لمن وهي. ناظر په لومړي سر کې منکر وي، خو کله چې لالباز ورباندې راځي او ناظر باندې شاهدي وايي، نو خبره لاپسې خرابيږي. ځکه چې ناظرله لالباز سره لاس اچوي او خپل سر په تيږه وهي. ناظر ددې له پاره چې خپله پړه پټه کړي، سرورخان ته په شيطانت سره وايي، چې دکوز کلي خلک د فتح خان په امر د ګل خان او لالباز په مشرۍ را روان وو، چې په برکلي بريد وکړي، خو ما يې مخه ونيوه. سرورخان د ناظر دې خبرې ته په شک سره ګوري او د خبرې دسپيناوي له پاره پخپله فتح خان ته ورځي. فتح خان په لومړي سر کې په قهر وي او د ناظر دا ډول اعمال د سرورخان په اشاره بولي،
خو سرورخان ډاډ ورکوي، چې دی به هيڅکله دې ډول عمل ته لاس وانه چوي او په غياب کې د ناظر ورانکارۍ غندي او په دې ډول له ډيزلي ژرندې نه راولاړې شوې خبرې پاى ته رسيږي. خو له بلې خوا له کلي نه بهر د ولسوالۍ په حکومتي دفترونو کې ځينې خبرې روانې دي، چې ضرور بايد ورځنې خبر شو. تاسې به اوريدلي وي، چې څو ورځې د مخه ملک آدم خان په سربند کلي کې د يو چا په ځمکه ساختګي او تقلبي قباله جوړه کړه او د دفتر يو تن مامور ته يې د دې کار په بدل کې پيسې (رشوت) ورکړې. اوس ملک آدم خان دغه ځمکه په شمشير خان خرڅوي. کله چې شمشيرخان د قبالې د اخيستو خبره له ګلاب شاه سره يادوي نو ګلاب شاه ورځنې د پيسو غوښتنه کوي. داچې شمشيرخان ته دا کار يو قانوني کار ښکاري، نو دپيسو له ورکولو انکار کوي. وروسته خبره له ملک آدم خان سره شريکوي او په دې خپه دى، چې په دفتر کې يې رشوت ورځنې غوښت.
ملک آدم خان يې پوهوي، چې بې له پيسو ورکولو کار مخ ته نه ځي او شمشيرخان ته وايي چې دقبالې نور کارونه ماته راپرېږده، خو په پيسو باندې به زړه نه خوږوي. داسې ښکاري چې ملک آدم خان د پيسو په زور غواړي دوهمه قباله هم په ګلاب شاه باندې تيره کړي. دا به وروسته مالومه شي خو اوس به وګورو چې ګلالۍ څنګه د عابدې کورته تللې ده. په تيره اوونۍ کې مو واوريدل چې فاطمې د خپل ماشوم د زيان کولو له پاره دعابدې په لاس جوړ شوي دارو وخوړل او وضعه يې تر دې حده ورسره خرابه شوه چې خبره يې ترکلينکه پورې ورسيده. ډاکتر بيا ګلالۍ ته وويل چې په برکلي کې له عابدې سره خبرې وکړي او هغه په دې وپوهوي چې بيا چاته په خپل سر دارو جوړنه کړي. ګلالۍ د خپل سر داورګانو د خطر خبره له عابدې سره ياده کړه خوعابدې د دې کار پړه پخپله د فاطمې په مورزرمينه واچوله. ځکه چې هغې په زور مجبوره کړه څو فاطمې ته دماشوم زيان کولو دارو جوړ کړي. د ګلالۍ له ګواښ نه وروسته عابده کوز کلي ته لاړه او زرمينه يې سپکه بڼکه کړه، ځکه چې دهغې په زيات ټينګار يې فاطمې ته دماشوم دزيان کولو دارو جوړکړل او اوس دکلينک له ډاکټرانو سره داپه جنجال کې پاتې ده. زرمينې په عذر ځان ترې خلاص کړ، ځکه چې لور يې د ايډز ناروغي لري او که ماشوم يې پيدا کيږي نو هغه به هم په دې وژونکې ناروغۍ اخته وي. داچې دفاطمې او جانداد راتلونکى ماشوم به په کوم سرنوشت اخته کيږي، دا هغه خبرې دي، چې د ډرامې راتلونکې برخې به يې روښانه کړي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||