|
نوى کور، نوى ژوند: ٢١٣٧-٢١٣٩ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په ايډز د اخته موراميدواري او له دې کبله راولاړې شوې اندېښنې: فاطمه بې هوښه ده، زرمينه که هرڅومره پرې نارې وهي خو ځواب نه ورکوي. زرمينې ته سودا ورليږي چې دا به دعابدې د لاس جوړو شوو دارو په دې حال کړې وي. شفيقه هم د زرمينې ترڅنګ ولاړه ده او ورته وايي ښه به وي چې کلينيک ته يې ورسوي. قمبرګل د زرمينې سره کلينيک ته دفاطمې په وړلوکې مرسته کوي. زرمينه ډيره وارخطاده. ډاکتر په بيړه راځي او دهغې د وارخطايۍ پوښتي.
زرمينه وايي، فاطمه بې هوښه شوې ده، خو قمبرګل وايي چې هغې کورني دارو خوړلي دي. ډاکتر قمبرګل ته وايي فاطمه عاجلې خونې ته يوسي. زرمينه ژاړي. بله ورځ، چې فاطمه په هوښ راغلې، له زرمينې څخه د څښلو اوبه غواړي. زرمينه د هغې په جوړيدو خوښه ده او يو ګيلاس اوبه ورکوي. په دې وخت کې ډاکتر راځي او د فاطمې د روغتيا پوښتنه کوي. فاطمه وايي چې اوس تر پخوا ښه شوې ده. ډاکتر له فاطمې پوښتي چې ولې يې کورني داروخوړلي وو؟ زرمينه وايي، عابدې ورته دماشوم د زيانولو له پاره جوړکړي وو، ځکه هغوى ډاريږي چې دفاطمې راتلونکې ماشوم به هم دايډز په ناروغۍ اخته وي. ډاکتر د ماشوم زيانول دنيوکې (انتقاد) وړ بولي اوپه دې ترڅ کې فاطمه هم له کلينيک څخه رخصتوي.
ډاکتر ګلالۍ ته وايي، چې عابده کورني دارو جوړوي او زرمينې هغه په فاطمې هم خوړلي دي. ګلالۍ وايي چې عابده د نورو له ژوند سره لوبې کوي. ډاکتر ګلالۍ ته دنده سپاري چې دعابدې پام دپه خپل سر دارو ناوړو پايلوته ورواړوي. سيلاب اودهغه ناوړه پايلې (نتيجې) : ګلخان مړه څاروي ښخوي. شيرمحمد راځي او دهغه ددې کارعلت پوښتي. ګلخان وايي چې دبدبوي د خپرېدو له کبله دبېلابيلوناروغيو دخپرېدوامکان شته نوځکه يې دې کارته ملاوتړله. شيرمحمد بياپه يوازې ځان داکار ناشونى بولي. ګلخان د خپل ورور سميع الله او نوروکليوالو د نه همکارۍ خبره کوي. شيرمحمد دا کار دټولو کليوالو شريک ګڼي او په خپله هم د ګلخان سره مټې رانغاړي او دمړو څارويو په ښخولو کې ورسره مرسته کوي. دوى دواړه د مړو څارويو په ښخولو بوخت دي، چې مجيد راځي او د دوى د بوختيا پوښتي ګلخان مجيد ملامتوي چې په دې برخه کې يې مرسته ورسره نه ده کړې. مجيد خپله تېروتنه مني اوژمنه کوي، چې د دې کار له پاره کليوال دحشرله پاره راټول کړي. بله ورځ ټول کليوال راټول شوي او د مړو څارويو له پاره يې ستره کنده کيندلې ده. اکبرله مجيد څخه خوښي څرګندوي، ځکه چې د حشر په راغوښتلو کې يې ډېره هڅه وکړه.
خو مجيد بيا د شيرمحمد کار ستايي، ځکه چې هغه دبرکلي دى خو د مړو څارويو په ښخولوکې يې له دوى سره مرسته وکړه. شيرمحمد وايي چې په کوزکلي کې دناروغۍ خپريدل برکلي ته هم سرايت کوي. ګلخان يې خبره تاييدوي او روغتياساتنه دټولو له پاره اړينه بولي. سيمه ييزومحصولاتو ته بازارموندنه : اجمل د پيرو دوى کېږدۍ ته ورغلى او له هغه څخه د وړيو په هکله پوښتي. پيرو وايي چې ډېرې وړۍ يې ورته راټولې کړي دي. انارګل وايي چې هم يې مينځلي او هم يې رنګونه سره بيل کړي دي او په دې ترڅ کې دوړيو د پيسو په هکله پوښتي. اجمل يوه اندازه پيسې ورکوي او وړۍ لېږدوي. پيرو درخانۍ ته وايي چې وړۍ يې په اجمل خرڅې کړې خو ټولې پيسې يې لانه دي ورکړي. پيرو له درخانۍ غواړي چې کورت هم خرڅ کړي، ځکه چې دکډې کولو وخت يې دى. درخانۍ وايي، ډيرلږ کورت پاتې دي، چې شکريې ته يې ساتلي دي. بډې (رشوت) اوجعلکاري آدم خان د ګلاب شاه دفتر ته ورروان وي خو دلارې په اوږدو کې له هغه سره مخ کيږي. تر روغبړ وروسته ګلاب شاه دفترته دهغه دتګ مانع کيږي. آدم خان وايي چې دقوالې پاتې پيسې يې ورته راوړي نو دى دې هم قواله ورته وسپاري. ګلاب شاه قواله تياره بولي او وايي چې لومړى دې پيسې ورکړي بيا به قواله پرې وسپاري، خو آدم خان د پيسو ترورکړې پخوا د قوالې ليدل غواړي.
ګلاب شاه بيا ټينګار کوي چې ترقوالې مخکې دې پيسې ورکړي. آدم خان پيسې ورکوي او قواله تر لاسه کوي. ګلاب شاه بازارته ځي او يو شمير زينتي شيان اخلي او کورته يې تر وړلووروسته بي بي ګلې ته ورکوي. بي بي ګله ګومان کوي چې ګلاب شاه خپله ټوله تنخوا په بې کاره شيانو لګولى ده نوځکه دهغه کار د نيوکې وړ بولي. ګلاب شاه بياد هغې دا خبره ردوي، خو بي بي ګله په ټينګار پوښتي، چې پيسې يې له کومه کړي دي؟ ګلاب شاه خبره پټوي. بي بي ګله درشوت داخيستو پوښتي. ګلاب شاه دهغې داخبره له امکان څخه ليرې نه بولي. ميرمن يې د رشوت سوغاتونه نه مني. په کوز کلي کې ډيزلې ژرنده: ناظر له بابا اسلم څخه ډيرکم مزد راوړى او دسرورخان څنګ ته ورغلى دى. سرور د مزد د لږوالي له کبله حيرانتيا څرګندوي او علت يې له ناظر څخه پوښتي.
ناظر وايي چې په کوزکلي کې دفتح خان ډيزلي ژرنده د دوى دژرندې دپرچاوۍ باعث شوې ده. سرور دحل لار پوښتي. ناظروايي داسې پلان يې جوړکړى چې فتح خان به هم دې ته اړ شي چې خپل غنم دبابااسلم ژرندې ته راوړي. سرور د هغه د پلان د څرنګوالي په هکله پوښتي. ناظر وايي، ترڅو چې يې پلان عملي کړى نه وي، چاته به يې ونه وايي. راتلونکې ورځ ناظرله لالبازسره مخ کيږي چې غنم يې بارکړي او ډيزلي ژرندې ته يې وړي. ناظر وايي چې دډيزلي ژرندې اوړه د ډيزلو بوي کوي او له هغه څخه غواړي چې غنم د بابا اسلم ژرندې ته يوسي. لالباز يې نه مني. ناظر يې مخنيوى کوي چې په پايله کې دواړه لاس او ګريوان کيږي. لالباز غنم ډيزلي ژرندې ته وړي دي. فتح خان د هغه څيرې ګريوان ويني اوعلت يې پوښتي. لالباز وايي چې ناظر يې مخه نيولې وه اوپه دې ترڅ کې له فتح خان څخه غواړي چې ناظر ته سزا ورکړي. فتح خان د ناظر دا کار دسرور په اشاره بولي او غواړي له هغه سره خبره سپينه کړي.
کوچيان : درخانۍ د شکريې دوى کره ورځي او کورت هغې ته ورکوي. شکريه غواړي دکورتو پيسې ورکړي، خو درخانۍ هغه سوغات بولي خو دشکريې دټينګار په وجه هغه اخلي او وايي چې کډه يې بارده او خداى پاماني ورسره کوي |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||