BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:46 گرينويچ 2008 ,03 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوی کور، نوی ژوند: ٢١٤٩-٢١٥١
ملک ادم خان، شمشير خان او ګلاب شاه په سماوار کې

په برکلي کې څه تيريږي ؟

ښاپيرۍ په زړه تنګۍ لرګي ماتوي، چې د رابياګلې له پاره په بخارۍ کې اوربل کړي.

عاطفه رانږدې کيږي او له ښاپيرۍ نه پوښتنه کوي چې د څه له پاره لرګي ماتوي؟ ښاپېرۍ وايي چې رابياګلې راته وويل چې دبخارۍ له پاره لرګي مات کړه.

په زړه پورې يې داده، چې دعاطفې هم له رابياګلې زړه شين دى او وايي چې په خپله کراره ناسته ده او دوى ته هسې امرونه کوي.

 پام چې دا کاره ونه کړی ځکه چې د اوبو اچلول په تېلو باندې، د دتېلو اور نور هم پسې ډېروي.
ښاپېرۍ

ښاپيرۍ لرګي په بخارۍ کې ږدي او هڅه کوي چې ويې لګوي خو رابياګله ورته غوسه کوي.

ښاپېرۍ وايي چې لرګي لانده دي. رابياګله ورته وايي چې ژر دې د تيلو ګېلنه راوړي چې هغه په خپله بخارۍ ولګوي.

ښاپېرۍ تيل راوړي او يوه ټوټه په تيلو لمدوي چې بخارۍ پرې لګوي خو رابيا ګله يې ګېلنه له لاسه اخلي او ټول تېل په بخارۍ کې په لرګيو خالي کوي.

کله چې تيلو ته اور اچوي، تيل ډيره سخته لمبه کوي، دښاپيرۍ او رابياګلې دچيغو غږ اوريدل کيږي.

په دې وخت کې عاطفه هم په بيړه رارسيږي او وايي چې اور د کوټې فرش ته راورسيد، له رابياګلې او ښاپيرۍ څخه غواړي چې د اور په مړکولوکې ورسره مرسته وکړي.

رابياګله هغفوى ته وايي چې په منګيو کې اوبه راوړي او په اور باندې يې تويې کړي، خو ښاپېرۍ يې له دې کاره منع کوي، او زياتوي چې داکار دتېلو اور نور هم پسې ډېروي.

عاطفه او ښاپېرۍ
ښاپيرۍ لرګي په بخارۍ کې ږدي او هڅه کوي چې ويې لګوي

عاطفه د اوبو ډک منګى راوړي، سره له دې چې ښاپېرۍ يې له دې کاره منع کوي خو رابياګله اوبو پر اور باندې اچوي چې په دې توګه د اورلمبې نورې هم لوړيږي.

رابياګله په ډيره وارخطايۍ دکوټې د دروازې د اور اخيستلوخبره کوي اووايي چې دوى ټولې به په اورکې لولپه شي.

د رابياګلې دچيغوغږ پورته کيږي، عاطفه په وارخطايۍ د رابياګلې دلمنې د اور اخيستوخبره کوي.

عاطفه او ښاپيرۍ په ډيره سختۍ دهغې دلمنې اور مړکوي اوکوښښ کوي، چې د کړکۍ له لارې وتښتي.

دا چې وروسته به څه پېښ شي؛ آيا رابياګله، ښاپېرۍ او عاطفه به له سوځېدوبچ شي که نه ؟

دا هرڅه به دډرامې په راتلونکو برخوکې مالوم شي. اوس به ورشو کوز کلي ته وګوروچې هلته ناظرڅه ګلان کرلي دي!

 فتح خانه! زه به په دې برخه کې پلټنه وکړم، که چيرې ناظر پړ وخوت نو زه به يې تاوان ورکړم.
سرور خان

سميع الله دګلخان په تراکتور د مجيد د کور د ديوال دړنکيدو او د تراکتور د يوڅه خرابيدو خبره کوي او له ګلخان څخه ددې کار عامل پوښتي.

ګلخان په ډېره نارامۍ د سرورخان دناظر يادونه کوي او وايي چې دده په ليدو تښتېدلى دى.

مجيد په غوسه نږدې کيږي او د ګلخان په تراکتور د خپل ديوال دچپه کيدوله کبله ورسره شخړه کوي.

ګلخان دا کار د ناظر بولي، خو مجيد يې نه مني او خپل تاوان غواړي.

کله چې ګلخان په پرېشانه حالت کور ته ستنيږي پلار يې د پرېشانۍ پوښتنه کوي. ګلخان د ناظر له خرابکاريو سرټکوي.

د فتح خان اعصاب خرابيږي او وايي چې دا کار ناظر له قصده کړې او د هغه دا کار د سرورخان په اشاره بولي.

له ځايه پورته کيږي، غواړي ولاړ شي او له سرورخان سره خبره سپينه کړي.

سرور خان او فتح خان
فتح خان د ناظر د ورانکارۍ خبره له سرورخان سره يادوي.

په لاره کې فتح خان له سرورخان سره مخ کيږي او په اعصاب خرابۍ خبره له هغه سره يادوي.

سرور يې خبره ردوي، خو فتح خان وايي چې پخوا هم سرورخان ناظرته دنده ورکړې وه چې کليوال دهغه ډيزلې ژرندې ته له غنم راوړلو منع کړي.

سرورپه ارامۍ دهغه خبرې ردوي او وايي چې هغه به په دې برخه کې پلټنه وکړي، که چيرې ناظر پړ وخوت نو سرور به يې تاوان ورکړي.

په راتلونکو ورځوکې به وليدل شي چې خبره کوم ځاى ته رسيږي، اوس به وګورو چې دآدم خان دځمکې دخرڅلاو د ساختګي قوالې خبره کوم ځاى ته رسيدلې ده؟

آدم خان د ګل محمد دکان ته ورغلى او وايي چې دهغه شاهدان په کار دي.

ګل محمد له نسيم څخه هيله کوي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي، خو نسيم وايي چې له خپلې کورنۍ څخه تر اجازې وروسته به پرېکړه وکړي.

آدم خان د خپل کار د پرمخ بېولوله پاره له رحيمداد څخه مرسته غواړي.

فتح خان او رحيمداد
فتح خان رحيمداد ته د شاهدۍ وروسته د بخشش ورکولو ژمنه کوي.

رحيمداد محکمې ته له تګ څخه ډاريږي خو آدم خان ډاډ ورکوي چې د ځمکې دقوالې د اخيستلو له پاره دهغه شاهدۍ ته اړ دى.

رحيمداد زړه نازړه وي، خو کله چې آدم خان ورته دبخشش يا انعام خبره کوي، نو خوښيږي.

آدم خان دولسوالۍ په بازار کې دشمشيرخان او ګلاب شاه سره يو ځاى په يوه سماوار کې ناست دى او د قوالې په هکله له ګلاب شاه څخه پوښتي.

ګلاب شاه وايي چې دقوالې کار يې خلاص کړى دى.

آدم خان ترې غواړي، چې قواله شمشيرخان ته وسپاري، خو ګلاب شاه وايي چې دقوالې د کار يوڅو روپۍ يې لا نه دي ور رسيدلي.

آدم خان له خپل جېب څخه يو بنډل پيسې هغه ته ورکوي.

ګلاب شاه او شمشير خان
شمشيرخان دګلاب شاه رشوت اخيستنه په کلکه غندي.

شمشيرخان په دې کار ډيرنا آرامه کيږي او دګلاب شاه رشوت اخيستنه کلکه غندي چې دا کار د ګلاب شاه دسخت غبرګون سره مخ کيږي.

آدم خان هغوى دواړه آرامۍ ته رابولي.

په پاى کې ګلاب شاه قواله شمشيرخان ته ورکوي او له هغه څخه غواړي چې همدا اوس دې دقوالې دصحيح والي په هکله خپل ډاډترلاسه کړي.

شير محمد او سيد محمدنوی کور، نوی ژوند
٢١٤٦-٢١٤٨
مجيدنوی کور، نوی ژوند
٢١٤٣-٢١٤٥
ګلاب شاهنوی کور، نوی ژوند
٢١٤٠-٢١٤٢
آدم خاننوى کور، نوى ژوند
٢١٣٧-٢١٣٩
ګل مکۍ او درخانۍنوى کور، نوى ژوند
٢١٣٤-٢١٣٦
آدم خان او ګلاب شاهنوى کور، نوى ژوند
٢١٣١-٢١٣٣
ګل خان او ناظرنوى کور، نوى ژوند
٢١٢٨-٢١٣٠
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>