BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:37 گرينويچ 2008 ,17 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوی کور، نوی ژوند: ٢١٥٥-٢١٥٧
زلمی او زرمينه

په بر کلي کې څه تېرېږي؟

اکبر په وارخطا يۍ له پلوشې پوښتي چې د لاسي بم په چاودنه کې خو ژوبله شوې نه ده؟ پلوشه په داسې حال کې چې ډاره شوې منفي ځواب ورکوي،

اکبر ورباندې په غوصه کېږي، وايي چې هغه څو ځلې پلوشه متوجې کړې وه چې نا پېژندل شويو شيانو ته لاس ورنه وړي.

اکبر د لاسي بم د انفجار او د پلوشې د ډارېدلو زرمينې ته وايي، زرمينه وارخطا کېږي او پوښتنه کوي چې پلوشې ته خوبه زيان نه وي رسېدلى؟

پلوشه وايي چې که ثمرگل په هغې باندې غږ نه واى کړى نو خامخا به له بدې پېښې سره مخامخ شوې وه.

اکبر د زلمي کورته راغلى دى او هغه ته وايي چې مجيد لاسي بمونه په سيند کې اچولي دي.

زرمينه،اکبر او پلوشه
 پلوشې څو ځلې پلوشه متوجې کړې وه چې نا پېژندل شويو شيانو ته لاس ورنه وړه.
اکبر

زلمى په اندېښنه کېږي وايي چې داسې ده نو بايد ژر تر ژره دا بمونه له منځه يوړل شي.

شفيقه له زلمي نه د هغه کس په هکله پوښتنه کوي چې د هغوى د کلا دروازه يې ټکوله، زلمى د اکبر نوم اخلي او د هغه له خولې وايي چې مجيد څو دانې لاسي بمونه په سيند کې اچولي دي.

له هغو نه يو بم د پلوشې لاس ته ورغلى او چاودېدلى دى، شفيقه وارخطا کېږي او فاطمه په ژړا کېږي. زلمى هغوى ته ډاډ ورکوي خو فاطمه يې نه مني.

سحر وختي چې هوا لا نه ده روښانه شوې، احمد خپل غنم د اوړو کولو لپاره ژرندې ته راوړي دي او بابا اسلم ته وايي چې د ژرندې دروازه خلاصه کړه.

خو بابا اسلم په دې کار کې نه بريالى کېږي، کله چې دواړه يو ځاى هغه ټېل وهي، دروازه په شدت خلاصېږي او دواړه په ډار او هيجان سره چيغې وهي.

ناظر چې ژبه يې بندېږي له رحيمداد او بابا اسلم څخه غواړي چې که آدميزاد ياستئ بې له ډار او ويري نه دې ژرندې ته راننوځي،

بابا اسلم حېرانېږي او په ژرنده کې د هغه د پټېدو علت پوښتي، ناظر له بد و پېښو سره د مخامخ کېدو خبره کوي.

زلمی او شفيقه
زلمی د اکبر له خولې وايي: مجيد څو دانې لاسي بمونه په سيند کې اچولي دي.

مجيد چې وارخطا او اندېښمن دى له رحيمداد سره مخامخ کېږي، رحميداد د هغه د وارخطايۍ او پرېشانۍ د علت پوښتنه کوي،

مجيد وايي چې ناظر د گلخان په ټراکټور زما دېوال نړولى او اوس ورپسې گرځم. رحيمداد د ناظر د پټېدلو ځاى مجيد ته ورښيي.

مجيد په لوړ غږ بابا اسلم ته نارې وهي، ناظر په وارخطايۍ او عذر له بابا اسلم څخه غواړي چې هغه مجيد ته ور ونه ښيي،

خو مجيد راننوځي او په جديت وايي چې ناظر يې ليدلى دى او هغه نه شي کولى چې ځان پټ کړي، د ناظر او مجيد تر منځ کې کش او گير رامنځته کيږي.

سيد محمد له مجيد سره مخامخ کېږي او په حيرانۍ ترې پوښتي چې ګريوان يې ولې څيرې دى؟

مجيد وايي چې له ناظر سره لاس او گرېوان شوى و او زياتوي چې د ناظر نيول ډېر گران کار دى ښه به دا وي چې سرور خان ته لاړ شي. سيد محمد هم دا خبره مني.

 ناظر د گلخان په ټراکټور زما دېوال نړولى او اوس ورپسې گرځم.
مجيد

شير محمد او سرور له کريم څخه د هغوى د کور د اور لگېدو په هکله پوښتنه کوي،

کريم په ناراحتۍ وايي چې کليوالو د اور په مړکول ورسره مرسته ونه کړ. سرور د کليوالو دا کار په کلکه غندي.

گلمکۍ په خوړ کې وړۍ مينځي عابده نژدې کېږي پوښتنه ترې کوي، گل مکۍ د اجمل له خولې وايي چې هر کله وړۍ په سمه توگه ومينځل شي او رنگونه يې جدا شي په ښه بيه خرڅېږي.

شير محمد له کليوالو څخه د حکومت لخوا د منل شوي پيسو په هکله چې د بيا جوړولو لپاره ورکړ شوى پوښتنه کوي،

سيد محمد دخپلې ځمکې ترڅنګ د استحکامي دېوال د جوړولو خبرې کوي خو رحيم هغه نه مني او وايي چې بايد داسې کار وشي چې د ټولو کليوالو په گټه وي.

شير محمد په اندېښنه او نه رضايت له ولس څخه سر ټکوي ځکه چې هغوي د حکومت له خوا د منظور شويو پيسو په سر يوې غوڅې پرېکړې ته ونه رسېدل.

زلمی او اکبر
اکبره! بايد ژر تر ژره دا بمونه له منځه يوړل شي.

طاهره پوښتنه کوي چې د ښځو نظر هم پکې غوښتل کيږي؟ شير محمد يې خبره تاييدوي او له هغې نه غواړي تر څو دا خبره له نورو ښځو سره شريکه کړي.

شمشير خان د خپلې ځمکې حدود چې له آدم خان څخه يې اخيستي د تيږې په ايښودلو په نښه کوي او هم آدم خان ته وايي چې د هغه ځمکه د ټيټوالي، جگ والي او د غټو تيږو د درلودلو له کبله ډېر کار غواړي،

آدم خان دا خبره دومره مهمه نه گڼي او د گلخان د کور پته چې ټراکټور لري هغه ته ورکوي.

سيد محمد د بوټونو ګلنډلو په دوکان کېنوى کور، نوى ژوند
٢١٥٢-٢١٥٤
ښاپيرۍنوی کور، نوی ژوند
٢١٤٩-٢١٥١
شير محمد او سيد محمدنوی کور، نوی ژوند
٢١٤٦-٢١٤٨
مجيدنوی کور، نوی ژوند
٢١٤٣-٢١٤٥
ګلاب شاهنوی کور، نوی ژوند
٢١٤٠-٢١٤٢
آدم خاننوى کور، نوى ژوند
٢١٣٧-٢١٣٩
ګل مکۍ او درخانۍنوى کور، نوى ژوند
٢١٣٤-٢١٣٦
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>