|
نوى کور، نوى ژوند: ٢١٥٢-٢١٥٤ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په بر کلي کې څه خبرې دي؟ د رابيا گلې په کور کې اور لگېدلى او اجمل مرستې ته راغلى، کريم په وارخطايۍ له هغه نه غواړي چې د کوټې د بام په سر پراته واښه لاندې واچوي، هسې نه چې وښو ته اور ورته شي. په دې وخت کې رحيم رارسېږي او په ډېرې وارخطايۍ د کورنۍ د غړو په باب پوښتنه کوي، کريم د خپلې مور د لاسونو د سوځېدلو خبره وايي. رحيم راځي او عاطفې ته وايي چې ژر تر ژره د رابيا گلې په لاسونو يخي اوبه واچوي. د اوبو په اچولو سره رابيا گله د سوي احساس نه کوي. رحيم وايي چې ژر تر ژره هغه بايد کلېنيک ته د علاج په خاطر يوسي، هسې نه چې زخمونه يې مکروبي شي.
رابيا گله چې کلېنک ته راوستل شوې د درد له زوره چيغې او فرياد کوي او گلالۍ مرستې ته رابولي، گلالۍ په وارخطايۍ راځي او د خپلې مور په سوځېدو ډېره خپه کېږي. هغه د اور لگېدو د علت پوښتنه کوي، رحيم د خپلې مور د بې پامۍ او په بخارۍ کې د لرگيو د پاسه د ډېرو تېلو د تويولو خبره کوي. گلالۍ د خپلې مور سوى لاس پانسمان کوي. له پانسمان نه وروسته رابيا گله د کلېنک نه کور ته ځي. هلته عابده يې پوښتنې ته راغلې ده. رابيا ګله په خپلې نږور، ښاپېرۍ، نيوکه کوي چې که دې بخارۍ ته اور ورته کړى واى د دوى کوټه او د دې لاسونه به په اور نه واى سوي. ښاپېرۍ وايي: رابيا گلې دا پرې نښوده چې د هغې په بړستنه د بخارۍ اور مړ کړي.
دغه راز هغه زياتوي چې د اور د مړ کولو د پاره د خاورو، بړستنو، توشکو او يا هم د بوريو نه گټه واخلي. بل خوا الله داد او قمبر گل خپلې مېږې د اوبو د څښاک د پاره د خوړ غاړې ته راوستلې چې ناڅاپه د قمبر گل سترگې په مجيد لگي چې په وارخطايۍ ځينې شيان له کڅوړې باسي او د خوړ منځ ته يې گوذاروي. الله داد قمبر گل ته وايي چې ژر ځان هغه ځاى ته ورسوي او وويني چې مجيد څه شى په خوړ کې واچول. قمبر گل الله داد ته وايي چې مجيد په خوړ کې لاسي بمونه واچول او زياتوي چې کله يې د هغه نه د دې کار علت وپوښته، مجيد ورته په قار شو. الا داد له دې خبرې هېښ پاتې کېږي. قمبر گل خپل مور او پلار ته د مجيد له خوا په خوړ کې د لاسي بمونو د اچولو خبره کوي. اکبر وايي:
مجيد به ځکه دا کار کړى وي چې ده او سمندر هغه ته د کور د لاسي بمونو د لرې کولو خبره کړې وه. زرمينه پوښتنه کوي چې مجيد د خوړ په کوم ځاى کې لاسي بمونه غورځولي دي؟ قمبر گل د هغه ځاى يادونه کوي چې د کليوالې ښځې او نجونې جامې او ټغرې د مينځلو د پاره وړي، زرمينه خورا وارخطا کېږي ځکه چې ثمرگل او پلوشې ټغر د مينځلو د پاره هلته وړى دى. د خوړ د اوبو شړهار دى، ثمرگل ټغر مينځي او پلوشه لږ لرې په لوبو بوخته ده، اکبر په وارخطايۍ رانېژدې کېږي او پلوشه ويني چې يو لاسي بم يې په لاس کې اخيستى او په تيږه يې ټکوي، نو په ډېره بيړه پرې چيغه وهي چې ژر بم له لاسه گوذار کړي، په دې وخت کې د بم د چاودنې غږ اورېدل کېږي. خو د ولسوالۍ په بازار کې گل محمد خپه دى ځکه چې نسيم ناظر ته په دکان کې د شپې تېرولو په خاطر ځاى ورکړى و او هغه پرته له دې چې د دکان ور کولپ کړي، وتلى دى، سربېره پر دې د دکان ټول سامانونه يې گډوډ کړي او ماشين هم مات په ځمکه پروت دى، نسيم ګمان کوي هسې نه چې د ناظر دښمنان راغلي او هغه يې وهلى او ټکولى وي. سيد محمد په ډېرې اندېښنې د گل محمد نه د بوټ جوړولو د دکان د پېښې په باب پوښتي. گل محمد د دکان د گډوډېدو وايي خو ډاډ ورکوي چې څه شى غلا شوى نه دى. پريگله په گل محمد نيوکه کوي چې نسيم ته يې د دکان ډېر واک ورکړى دى، له همدې کبله خو هغه په دکان کې ناظر ته د شپې د پاتې کېدو ځاى ورکړى دى. سيد محمد سرور خان ته د ناظر د لاسه په شکايت راغلى دى چې د گل محمد د دکان ټول شيان يې گډ وډ کړي او د بوټ گنډلو ماشين يې په ځمکه غورځولى او مات کړى يې دى. سرور خان په دې خبره خپه کېږي او وايي چې ناظر ډېره وارنکاري کوي او د سزا وړ دى، خو دا هم زياتوي چې ناظر اوس ځان چېرته پټ کړى او ورک دى. خو په کوز کلي کې، اکبر زرمينې ته وايي چې د مېږو هغه وړۍ چې په دالان کې امبار شوي دي، ټولې پاکې پرېمينځي او رنگونه يې سره بېل کړي چې په اجمل يې وپلوري.
اجمل وترنر ته ورغلى او د کوچيانو او نورو مالدارو کليوالو نه د وړيو د اخيستو ډاډ ورکوي. هغه اندېښنه ښکاره کوي، که چېرې وړۍ د وترنر له خوا ورته خرڅې نه شي نو دى او غفار به ډېر زيانمن شي. وتر نر ورته د وړيو د خرڅولو ډاډ ورکوي او سپارښتنه کوي چې وړۍ بايد پاکې ومينځي او رنگونه يې سره بېل بېل وي، ځکه چې دا کار د وړيو بيه جگوي. اجمل يوه بله د وړيو بوجۍ د غفار کورته راوړي او گلمکۍ ته د هغې د مينځلو او د رنگونو د بېلولو وايي، گلمکۍ د خپل اجرت په باب پوښتنه کوي، اجمل ډاډ ورکوي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||