|
نوى کور، نوى ژوند:٢١٦٠-٢١٥٨ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
مجيد او سيد محمد چې ډېر احساساتي دي، سرور خان ته راغلي او د ناظر له لاسه شکايت کوي چې هغوى ته يې ډېر زيان رسولى دى، سرور هغوى دلاسا کوي او وايي چې يو څه د تاسو د زيان تاوان زه درکوم. قمبر گل او اله داد د غره په لمنه کې د خپلو مېږو په څرولو بوخت دي، قمبر گل له اله داد نه غواړي چې کورته لاړ شي ځکه چې لمر مخ په لوېدو دى، خو اله داد په وارخطايۍ سره متوجه کېږي چې يوه مېږه يې کوم ځناور يوغار ته کشکاږي. قمبر گل په ډار او ويرې وايي چې په غار کې لېوه دى او له اله داد څخه غواړي چې له احتياط نه کار واخلي،
خو اله داد له جيبه چاقو راباسي او گواښ کوي چې غارته ننوځم او په چاقويې وهم. سرور ډېر پريشان دى کور ته راځي، رابعه گل د هغه د پريشانۍ علت پوښتنه کوي. سرور د ناظر له خرابکاريو سرټکوي. شير محمد بيا هم د سپين ږيرو په جرگه کې گډون وکړ تر څو په کلي کې د حکومت له خوا ورکړ شوو پيسو باندې يو عام المنفعه کار ترسره کړي خو دا ځل هم کار بې نتيجې پاتې کېږي. شير محمد گواښ کوي چې هغه مجبور دى پيسې بېرته دولت ته وسپاري. سيد محمد د رحيم له راتگ څخه تود هر کلى کوي او خوشاله کېږي چې هغه يې کور ته راغلى دى. رحيم وايي له دې نه چې کليوال کوم توافق ته ندي رسېدلي، چې د حکومت له خوا ورکړ شوې پيسې په يو عام المنفعه کار کې ولګوي خواشينى دى او له شير محمد څخه غواړي تر څو يو ځل بيا هغه ته موقع ورکړي چې يوه بله جرگه هم جوړه کړي.
طاهره د چينې په سر راغلې او له ښځو نه غواړي چې خپل نظريات د ورکړل شوې پيسو په هکله چې حکومت د يو عام المنفعه کار لپاره ورکړي ووايي. پريگله، شفيقه او ښاپېرۍ بېلابېل نظريات ورکوي، طاهره وايي چې هغه به د دوى نظريات شير محمد ته ورسوي. طاهره کور ته راغلې او د ښځو نظريات، چې د کلينک جوړول، د چينې شاو خوا په پاخه توگه جوړول او يو حوض د چينې په غاړه جوړول او يو د نجونو ښوونځى جوړول دي، شير محمد ته وايي. شيرمحمدوايي د وروستي ځل له پاره جرګې ته راغلى دى خداى دې وکړي چې داځل ټول کيلوال يوې فيصلې ته سره ورسيږي. سرور وايي که سرک په برکلي کې وايستل شي د ټولو له پاره به ګټور وي. شيرمحمد وايي که ټول په دې خبره موافق وي سمه ده. خو بيا هم مالومه نه ده، چې ټول په دې خبره راضي دي او که نه؟ گلخان له خپل ټراکټور سره کور ته راځي، فتح خان د هغه د بېرته راتلو علت پوښتنه کوي.
گلخان وايي چې ما يو ښه واره ناک کار پيدا کړى دى چې د شمشير خان د ځمکې هواره ول دي. گلخان په خپل ټراکټور باندې د شمشير خان د ځمکو د هوار ولو په کار بوخت دى، جانباز راځي او په جديت هغه له دې کار نه منع کوي، چې د دې ځمکې خاوند اختر محمد دى نه شمشير خان. شمشير خان گلخان ته نارې وهي او پوښتنه ترې کوي چې په کوم علت دې زما کار پرېښود؟ گلخان د جانباز له منع کولو ورته وايي. شمشيرخان په غوصه آدم خان ته وايي، هغه ځمکه چې آدم خان ورباندې خرڅه کړې ده داوايي راووته، که پيسې يې بيرته رانکړې نو له ژوند څخه دې لاس واخله. گلاب شاه په غوصه بي بي گلې ته وايي، کله مې چې له بازاره سودا اخيسته پيسې مې په جيب کې نه وې،
بي بي گله وايي چې پيسې هغې د گلاب شاه له جيبه اخيستې او خپل زوى بهادر شاه ته يې ورکړي دي، گلاب شاه نور هم په غوصه کېږي. بهادر شاه د جانداد دوکان ته راغلى او يوه ټوټه يې د گنډلو لپاره راوړې ده. جانداد له هغه نه غواړي چې خپل سگرېټ مړ کړي خو بهادر شاه يې نه مني او وايي چې د هغه په شخصي کارونو کې مداخله ونه کړي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||