BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:25 گرينويچ 2008 ,31 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څوارلسم کال: پنځمه اونۍ
رحيمداد بڼکې ګوري

نوى کور، نوى ژوند

قمبر گل د غره په لمنه کې د بڼکو په ليدو، اله داد ته وايي کېداى شي دا د هغه د ورک شوي کولنگي چرگ بڼکې وي او چرگ يې گيدړ خوړلى وي .

ترماښامهﻻ اله داد خپله رمه کلي ته نه ده بېولې . رحيمداد پرېشانه د غره لمنې ته ځي .

اله داد وايي چې د دوى کولنگي چرگ گيدړ خوړلى دى . رحيمداد ګيدړ ته د سزا ورکولو پريکړه کوي.

رحيمداد له سرور خان نه د ګيدړ د نيولو لپاره د شکوڼ د نيولو تلکه غواړي،خو له بلې خوا د سربند په کلي کې شمشېر خان په غوصه د آدم خان په نيولو پسې راغلى خوهغه په کور کې نشته.

لعلباز د شمشېر خان د قهر پوښتي، هغه وايي چې آدم خان د بل چا ځمکه په جعلي قواله په ده خرڅه کړې ده.

ادم خان د ګل محمد په دوکان کې
گل محمده، د شمشېر خان په وړاندې شاهدي ووايه، چې خرڅه شوې ځمکه زما خپله ده.
ادم خان

آدم خان له گل محمد څخه غواړي چې د شمشېر خان په وړاندې شاهدي ووايي، چې خرڅه شوې ځمکه دده خپله ده.

گل محمد يې خبره نه مني ځکه، يوخو دى د سربند په کلي پوري اړه نه لري او بله دا چې د آدم خان زوم دى .

شمشېر خان د ولسوالۍ په بازار کې د گل محمد دوکان ته ورځي او هغه د خپلو کسانو په وسيله په زور له ځانه سره بيايي چې ملک آدم خان پرې پيدا کړي .

نسيم له دي خبرې سيد محمد خبروي اوهغه گواښ کوي چې په حکومت کې به په آدم خان عرض وکړي .

خو ها خوا په بر کلي کې فاطمه والگي وهلې ده او پړنجېږي . زرمينه هغې ته د اميدوارۍ د دورې د واکسين خبره کوي . او وايې چې دا خبره يې د دا يه توب په کورس کې زده کړيده .

زلمی هغه لاسي بم ته انديښمند دی چې د خوړ اوبو له ځانه سره وړی.

زلمى فاطمې ته د ډاکټر له خولې وايي چې په اېډز اخته کسان بايدد ډيرې وړۍ ناروغۍ پرمهال هم ډاکترته ورشي . ل

ه بله پلوه شېر محمد د بر کلي له ځېنو کليوالو سره د استنادي دېوال او د بند د جوړولو ځاى په نښه کوي.

سيد محمد پکې لانجې راباسي خو سرور خان شېر محمد يو تکړه انجنير بولي او کليوال د انجنير د خبرو منلو ته رابولي.

بابا اسلم خوښ دى چې د بند په جوړولو سره به له يوې خوا د کليوالو ځمکې خړوبې شي او له بله پلوه به د سېلاو د راتگ پرمهال د دوی ځمکې له خرابيدو نه وساتي .

کريم بيا دي ته خوشالي کوي چې دی او د کلي نور بې روزگاره کسان د بند د جوړولو په کار کې گمارل شوي.

زلمی
زلمي له اوبو نه هغه لاسي بمونه را ايستلي دي چې مجيد په خوړ کې اچولي وو.

هلته په کوز کلي کې زلمي له اوبو نه هغه لاسي بمونه را ايستلي دي چې مجيد په خوړ کې اچولي وو، خو يو بم پکې کم دى .

اکبروايي کېداى شي د خوړ اوبودغه بم له ځانه سره وړى وي. زلمى سپارښتنه کوي که څوک په هغه بم پېښ شو نو د ماين پاکولو دفتر ته دې خبر ورکړي .

له بله پلوه غفار او اجمل د وړيو بوجۍ د ګلخان تراکتورته ورپورته کوي چې ولايت ته يې د خرڅلاوله پاره يوسي .

نسيمنوى کور، نوى ژوند
٢١٦١-٢١٦٣
سيد محمد او مجيدنوى کور، نوى ژوند:
٢١٦٠-٢١٥٨
اکبر، پلوشه او زرمينهنوی کور، نوی ژوند
٢١٥٥-٢١٥٧
سيد محمد د بوټونو ګلنډلو په دوکان کېنوى کور، نوى ژوند
٢١٥٢-٢١٥٤
ښاپيرۍنوی کور، نوی ژوند
٢١٤٩-٢١٥١
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>