BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 03:54 گرينويچ 2008 ,17 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوى کور،نوى ژوند: دولسمه اوونۍ
نوى کور،نوى ژوند

نوى کور،نوى ژوند

بهادر شاه او ثمر گل په بلياردباندې قمار وهي او دچرسوسګرټى يې هم څکولى دى.

په دې وخت کې نسيم د بليارد کلب ته داخليږي، چې ثمرګل يې په ليدوډېر وارخطا کيږي او ددکان په کنج کې دپټېدلو هڅه کوي.

نسيم ورته نصيحت کوي چې بهادرشاه نشه يي او قمارباز دى، له داسې بنيادم سره راشه درشه ښه نه وي.

ثمرګل يې خبره تاييدوي او په عاجزۍ ترې هيله کوي چې جانداد ته حال ونه وايي.

بي بي ګله د بهادرشاه تصوير ته ژاړي، ګلاب شاه په اندېښنه وايي چې په بهادرشاه پسې يې ټول ځايونه ولټول خو پيدا يې نه کړ.

 شپه ده. شمس او غوټۍ په کورکې يوازې دي. په دې وخت کې ناڅاپه ددوى دانګړ دروازه ټکول کيږي.

ګلاب شاه د ولسوالۍ په بازارکې سرګردانه ګرځي، نسيم پوښتنه ترې کوي. ګلاب شاه وايي چې بهادرشاه ترې ورک دى. نسيم وايي چې زه به دبهادرشاه ځاى دروښيم.

له بلې خواګلالۍ سرور ته وويل چې جانباز ملک آدم خان په ټوپک ويشتلى او په کلنيک کې بستر دى.

که دا لانجه حل نه شوه،نوډيره بده پايله به ولري.

ملک آدم خان په کلنيک کې وويل چې له جانباز نه به خامخا غچ اخلي.

ګل محمد ورته وويل چې غچ اخيستل د خلکوژوندتريخوي،بايده دى چې خلک يو له بل سره په سوله اودوستۍ کې ژوند وکړي.

شپه ده شمس او غوټۍ په کورکې يوازې دي.

شمس ويريږي او ژاړي. غوټۍتسله ورکوي په دې وخت کې ناڅاپه ددوى دانګړ دروازه ټکول کيږي.

ناظرپه خپلو مېږو دکلي د تنکيو نيالګيوپاڼې خوري، رحميداد منت پرې کوي او وايي چې په دې کار به نيالګيوته ډېر تاوان ورسوي.

نوی کور، نوی ژوند
رحيمداد چاينک پټوي، وايي چې په ناظر مې چاى هم نه لوريږي .

بابا اسلم او رحيمداد په ژرنده کې چاى څښي چې ناظر راښکاره کيږي. رحيمداد چاينک پټوي وايي چې په ناظر مې چاى هم نه لوريږي .

ځکه ظالم دى اوپه مېږو د نيالګيو پاڼې خوري. بابااسلم دناظر داعمل غندي.

الله داد د څړله پاره خپله رمه له شپاله را ايستلې ده.

رحيمداد ورته وايي د مکتب شاوخوا رمه و نه پيايي ځکه ناظر دتنکيونيالګيوپاڼې په خپلو مېږواوپسونو خوړلي دي هسې نه چې تاوان يې پر ده واوړي.

نوى کور، نوى ژوندڅوارلسم کال
يوولسمه اوونۍ
نوى کور،نوى ژوندنوى کور،نوى ژوند
لسمه اوونۍ
ادم خانڅوارلسم کال
نهمه اونۍ
لانجهنوى کور، نوى ژوند
اتمه اونۍ
دوکاننوى کور، نوى ژوند
اومه اونۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>